وَالْمُحْصَنَاتُ ۱۹۸ النِّســاء

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَى أَنْفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ إِنْ يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقِيرًا فَاللَّهُ أَوْلَى بِهِمَا فَلَا تَتَّبِعُوا الْهَوَى أَنْ تَعْدِلُوا وَإِنْ تَلْوُوا أَوْ تُعْرِضُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا ﴿۱۳۵﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا آمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِي نَزَّلَ عَلَى رَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِي أَنْزَلَ مِنْ قَبْلُ وَمَنْ يَكْفُرْ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا بَعِيدًا ﴿۱۳۶﴾ إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا ثُمَّ آمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا ثُمَّ ازْدَادُوا كُفْرًا لَمْ يَكُنِ اللَّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِيَهْدِيَهُمْ سَبِيلًا ﴿۱۳۷﴾

ای ایمان والو: شئ‌ کلک په انصاف حق بیان کؤونکی شئ دپاره د اللّه تعالٰی اگرچه نقصان وی په تاسوباندی یاپه مور او پلارباندی یاپه خپلوانوباندی که وی هغه غنی یافقیر پس اللّه تعالٰی زیات مهربان دی په دی دواړوباندی - پس تابعداری مه کوئ‌ دخواهش چه اوبه نه کړئ‌ انصاف اوکه ژبه اړوئ‌ یا مخ اړوئ‌ (دحق بیان نه) پس یقیناً‌ اللّه تعالٰی دی ستاسوپه عملونوباندی خبردار ﴿۱۳۵﴾
ای ایمان والو (په ژبه) یقین اوکړئ (په زړه کښی) په اللّه تعالٰی اوپه رسول دهغه اوپه کتاب هغه چه نازل کړی دی په رسول خپل باندی اوپه هغه کتابونو چه نازل کړی دی ددینه مخکی ، اوچاچه کفراوکړوپه اللّه تعالٰی اوپه ملائکو دهغه اوپه کتابونودهغه اوپه رسولانودهغه اوپه ورځ روستنئ پس یقیناً‌ گمراه شو په گمراهئ لری ﴿۱۳۶﴾
یقیناً‌ هغه کسان چه ایمان ئی راوړو بیائ‌ کفراوکړو بیائی ایمان راوړو بیائی کفراوکړو بیا زیات شول په کفرکښی (مړه شول په کفرباندی) نه دی اللّه تعالٰی چه بخنه اوکړی دوی ته اونه به روانوی دوی په حقه لار باندی ﴿۱۳۷﴾

[۱۳۵] دا ایت ددی حصی تتمه ده جواب دسوال دی که څوک سوال اوکړی چه په دی تیرشوی احکام الٰهیوکښی څوک دځان دپاره یا موراوپلار یاخپلوانو دپاره لحاظ کوی یا مالدارئ دمال لحاظ اوکړی یا دغریب دغریبئ‌ لحاظ اوکړی اوددوی دپاره دحق بیان پټ کړی نودی آیت کښی ددی جواب اوشو چه دخواهش دتابعدارئ په وجه ددی کسانورعایت کول اوعدل پریخودل جائز نه دی بلکه ژبه اړول دحق بیان نه اواعراض کول دهغی نه دواړه حرام دی (بِالْقِسْطِ) هرحق جانب که په عقیده کښی اوکه په عملونوکښی وی په عباداتوکښی اوکه په معاملاتوکښی وی ټولو ته شامل دی (شُهَدَاءَ) شهادت بیان دحق دی اوگواهی ورکول دیودعویٰ دپاره عام مراد دی (أَنْ تَعْدِلُوا) لایامخافة لفظ پټ مراد دی -
[۱۳۶] ددی آیت نه ترآخره پوری دریمه حصه ده په دی کښی دری بابونه دی اول باب تر (۱۴۹) پوری دی په دی کښی اول ذکر دایمانیاتو دی اومنافقانوته د صحیح ایمان دعوت دی بیا منافقانو ته زورنی اودهغوی قبائح (بدصفات) اوعذاب ئی ذکر کړی دی اودهغوی دتوبی شرطونه ئی بیان کړی دی (آمِنُوا) ددینه مراد ایمان دی په زړه سره (مَلَائِكَتِهِ، وَالْيَوْمِ الْآخِرِ) په دی ذکرکول کښی اشاره ده چه انکار دملائکو یا دآخرت نه د ایمان شرعی سره منافی دی -
[۱۳۷] دادمنافق اول صفت دی مراد ددی نه ډیرکرته ایمان اوکفربدلول دی دوه کرته خاص مراد نه دی (ازْدَادُوا كُفْرًا) مراد ددی نه په کفرباندی مړ کیدل دی په دی کښی دمنافقانو دوه قبائح ذکر کړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>