وَالْمُحْصَنَاتُ ۱۹۷ النِّســاء
وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَلَقَدْ وَصَّيْنَا الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَإِيَّاكُمْ أَنِ اتَّقُوا اللَّهَ وَإِنْ تَكْفُرُوا فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَكَانَ اللَّهُ غَنِيًّا حَمِيدًا ﴿۱۳۱﴾ وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا ﴿۱۳۲﴾ إِنْ يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ أَيُّهَا النَّاسُ وَيَأْتِ بِآخَرِينَ وَكَانَ اللَّهُ عَلَى ذَلِكَ قَدِيرًا ﴿۱۳۳﴾ مَنْ كَانَ يُرِيدُ ثَوَابَ الدُّنْيَا فَعِنْدَ اللَّهِ ثَوَابُ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَكَانَ اللَّهُ سَمِيعًا بَصِيرًا ﴿۱۳۴﴾
اوخاص د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی هغه څه چه په آسمانونوکښی دی اوهغه څه چه په ځمکه کښی دی اویقیناً پوخ حکم ورکړی دی مونږهغه کسانوته چه ورکړی شوی دی ورته کتاب مخکی ستاسونه اوتاسوته چه ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه اوکه کفراوکړوتاسو پس یقیناً د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی هغه څه چه په آسمانونوکښی دی اوهغه څه چه په ځمکه کښی دی اودی اللّه تعالٰی بی حاجته ستائلی شوی ﴿۱۳۱﴾
اوخاص د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی هغه څه چه په آسمانونوکښی دی اوهغه څه چه په ځمکه دی اوپوره دی اللّه تعالٰی کارجوړؤونکی ﴿۱۳۲﴾
که اوغواړی اللّه تعالٰی فنابه کړی تاسو ای خلقو اورابه ولی نورخلق، اودی اللّه تعالٰی په دی باندی قدرت والا ﴿۱۳۳﴾
څوک چه طلب کوی (په عمل خپل سره) بدله ددنیا، پس اللّه تعالٰی سره بدله ددنیا اوآخرت دواړه ده (پس دواړه دِ طلب کړی) اودی اللّه تعالٰی اوریدونکی لیدونکی دهرڅه ﴿۱۳۴﴾
[۱۳۲-۱۳۱] په دی کښی دعویٰ دتوحید دری کرته ده - داول مطلب دادی چه ویره دیو اللّه تعالٰی کوئ ځکه چه ټول اختیارات دیو اللّه تعالٰی دی - دوهم مطلب دادی چه سوال صرف دیو اللّه تعالٰی کوئ - دریم مطلب دادی چه توکل صرف په اللّه تعالٰی باندی کوئ ځکه چه وکیل صرف اللّه تعالٰی دی - اودا دری واړه امور (ویره د اللّه تعالٰی نه، سوال کول، توکل کول) دپاره د ادائیگئ دحقوقو دزنانو دی (وَإِنْ تَكْفُرُوا) ددی جزاپټه ده چه فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنْكُمْ ، (اللّه تعالٰی غنی دی ستاسونه) -
[۱۳۳] داهم دلیل دتوحید دی او ورسره تخویف دنیوی دی -
[۱۳۴] داترغیب دی آخرت ته چه اللّه تعالٰی نه دنیا او آخرت دواړه غواړئ یواځی دنیا مه غواړئ - (ثَوَابَ الدُّنْيَا) ددی نه مراد اراده دبدلی دنیک عمل ده په دنیا کښی چه په هغی سره عمل بربادیږی -