وَالْمُحْصَنَاتُ ۱۹۶ النِّســاء
وَيَسْتَفْتُونَكَ فِي النِّسَاءِ قُلِ اللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِيهِنَّ وَمَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ فِي يَتَامَى النِّسَاءِ اللَّاتِي لَا تُؤْتُونَهُنَّ مَا كُتِبَ لَهُنَّ وَتَرْغَبُونَ أَنْ تَنْكِحُوهُنَّ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الْوِلْدَانِ وَأَنْ تَقُومُوا لِلْيَتَامَى بِالْقِسْطِ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِهِ عَلِيمًا ﴿۱۲۷﴾ وَإِنِ امْرَأَةٌ خَافَتْ مِنْ بَعْلِهَا نُشُوزًا أَوْ إِعْرَاضًا فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا أَنْ يُصْلِحَا بَيْنَهُمَا صُلْحًا وَالصُّلْحُ خَيْرٌ وَأُحْضِرَتِ الْأَنْفُسُ الشُّحَّ وَإِنْ تُحْسِنُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا ﴿۱۲۸﴾ وَلَنْ تَسْتَطِيعُوا أَنْ تَعْدِلُوا بَيْنَ النِّسَاءِ وَلَوْ حَرَصْتُمْ فَلَا تَمِيلُوا كُلَّ الْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَالْمُعَلَّقَةِ وَإِنْ تُصْلِحُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿۱۲۹﴾ وَإِنْ يَتَفَرَّقَا يُغْنِ اللَّهُ كُلًّا مِنْ سَعَتِهِ وَكَانَ اللَّهُ وَاسِعًا حَكِيمًا ﴿۱۳۰﴾
اوتپوس کوی دوی ستانه په باره دزنانؤ کښی اوایه اللّه تعالٰی پوخ حکم کوی تاسوته په باره ددوی کښی اوهغه حکم هم دی چه بیانیږی په تاسوباندی په دی کتاب کښی (دی سورت کښی) په باره دیتیموزنانؤ کښی هغه دی چه نه ورکوئ تاسو دوی ته هغه څه چه مقرر کړی شوی دی دوی لره اوغواړئ تاسو چه نکاح اوکړئ ددوی سره اوپه باره دکمزورو وړو کښی (دټولو دحق اداکولو) اوچه کلک شئ دپاره دیتیمانو په انصاف سره اوهغه چه کوئ تاسو څه نیک کار پس یقیناً اللّه تعالٰی دی په هغه باندی پوهه ﴿۱۲۷﴾
اوکه یوه زنانه ویریږی دخاوند خپل نه د بد خویئ (طبعاً) یا دمخ گرځولو (قصداً) پس گناه نیشته په دی دواړوباندی چه روغه اوکړی په مینځ د دواړو کښی روغه کول، اوروغه کول غوره کاردی اوکیخودلی شوی دی په زړونوکښی حرص اوکه ښه ژوند کوئ ددوی سره اوځان بچ کوئ (داختلاف نه) پس یقیناً اللّه تعالٰی دی ستاسوپه عملونو خبردار ﴿۱۲۸﴾
اوهیڅ چیری طاقت نه لرئ چه انصاف اوکړئ په مینځ دزنانوکښی (په مینه کولوکښی) اگرچه حرص کوئ تاسو پس مه کږیگئ یوته په پوره گږیدلو سره پس چه پریږدئ هغه بله په شان د زوړندی اوکه اصلاح کوئ تاسو اوځان ساتئ (دظلم دښځونه) پس یقیناً اللّه تعالٰی دی بخنه کؤونکی رحم کؤونکی ﴿۱۲۹﴾
اوکه جداشول دواړه نوبی پرواه به کړی اللّه تعالٰی هریولره په وجه دفضل خپل اودی اللّه تعالٰی فراخ فضل والا حکمتونووالا ﴿۱۳۰﴾
[۱۲۷] دا آیت تنویر (زیات وضاحت) دی په (۳) باندی د عائشة رضی اللّه عنها نه روایت دی چه دا آیت دهغه چاپه باره کښی دی چه یتیمه جینئ به دهغه په تربیت کښی وه نوکه هغه به مالداره اوحسن داره وه نوده به رغبت کوو دهغه په نکاح کښی لیکن مهردهغی به ئی نه ورکوؤ ، اوکه داسی به نه وه نوبیابه ئی اعراض کوو دهغی دنکاح نه ، اودارنگ به ئی په وړو بچو او یتیمانو به ئی ظلمونه کول - نودی آیت کښی ئی اوفرمائیل چه ددی ټولوسره انصاف کوئ اورد دی په طریقه دجاهلیت باندی هغه داده چه څوک به د جنگ کولو اهل نه وو لکه زنانه، واړه بچی نوهغوی له به ئی په میراث کښی حصه نه ورکوله (وَمَا يُتْلَى) رغبت په معنیٰ د میلان کولو اواعراض کولوباندی استعمالیږی دلته دواړه معنی صحیح دی -
[۱۲۸] دا آیت تنویر دی په (۳۴) باندی هلته حکم وو دبدخویه زنانؤ، اودلته حکم دی دبدخویه خاوند، اوترغیب دی په صلح کولوباندی (نُشُوزًا) مخالفت ظاهری او اعراض مخالفت باطنی یا نشوز طبعی خفگان او اعراض قصداً خفگان کولو ته وئیلی شی (الشُّحَّ) بخل دی سره د حرص نه یعنی طبعی عادت دی دنفسونو -
[۱۲۹] دا آیت متعلق دی په مخکښی آیت پوری - چه خاوندله نشوز اواعراض نه دی په کار - یعنی برابری دښځوپه مینځ کښی دزړه په محبت کښی نشی کیدی لیکن دحقوقوپه ادا کولوکښی طرفداری مه کوئ - (وَلَوْ حَرَصْتُمْ) لووصیله دی یعنی اگرچه تاسو حرص دعدل کوئ (په مینه کولوکښی) لیکن داستاسودطاقت نه بهردی نودلته دعدل نه مساوات کول دی په غیراختیاری کارونوکښی - اوپه (۳) کښی مراد دعدل نه برابری په حقوق اختیاری کښی وه -
[۱۳۰] داتسلی په وخت دعدم اصلاح کښی ده - یعنی خاوند له بله ښځه ورکړی اوزنانه نه بل خاوند ورکړی -