وَالْمُحْصَنَاتُ ۱۹۵ النِّســاء
لَيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ وَلَا أَمَانِيِّ أَهْلِ الْكِتَابِ مَنْ يَعْمَلْ سُوءًا يُجْزَ بِهِ وَلَا يَجِدْ لَهُ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا ﴿۱۲۳﴾ وَمَنْ يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ نَقِيرًا ﴿۱۲۴﴾ وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ وَاتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَاتَّخَذَ اللَّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا ﴿۱۲۵﴾ وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ مُحِيطًا ﴿۱۲۶﴾
نه دی (دین اوجزاموقوف) په خواهشاتو ستاسو اونه په خواهشاتو دکتاب والو، چاچه عمل اوکړو بدعمل (شرک) بدله به ورکړی شی دهغی اونه به مومی ځان لره سیوا د اللّه تعالٰی نه دوست بچ کؤونکی اونه امدادی ﴿۱۲۳﴾
اوچاچه عمل اوکړو دنیکو اعمالونه نارینه وی اوکه زنانه وی اودی وی مؤحد پس دغه کسان به داخلیږی جنت ته اوظلم نشی کیدی په دوی باندی په قدرد داغ دهډوکی دکهجوری ﴿۱۲۴﴾
اوڅوک ښائسته دین والادی دهغه چانه تابع ئی کړو مخ خپل خاص اللّه تعالٰی ته اودی ؤو ښائسته عمل والا اوتابع دار وی ددین دابراهیم علیه السلام چه پوخ مؤحد ؤو اونیولی دی اللّه تعالٰی ابراهیم علیه السلام لره دوست ﴿۱۲۵﴾
اوخاص د اللّه تعالٰی په اختیار کښی دی هغه څه چه په آسمانونوکښی دی اوهغه څه چه په ځمکه کښی دی اودی اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی راگیرؤونکی (په علم اوپه قدرت کښی) ﴿۱۲۶﴾
[۱۲۳] دازجردی او مطلب دآیت دادی چه دین دعوامو اودملایانو د خواهشاتو تابع نه دی ځکه چه دین د خواهشاتو شرک اوبدعت دی اودارنگ جزا ددوی دخواهش تابع نه ده چه شرک کوی اوجزابه ورته نشی ورکیدی داخیال ئی غلط دی (سُوءًا) کفراوشرک مراد دی چه په هغی باندی سزا ورکول لازم دی اوکه عام مراد شی نومراد ترینه هغه گناه دی چه اللّه تعالٰی ئی معاف نه کړی او (يُجْزَ بِهِ) جزا هم عامه ده هرتکلیف او غم چه په انسان باندی راځی تردی پوری چه اغزی ئی په خپه کښی مات شی نوداهم دمسلمان دگناه بدله کیدی شی -
[۱۲۴] دازیری دی اخروی اوبیان دحاصل ددین دی چه ایمان اوعمل صالح دی (ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى) دارد دی په هغه چاباندی چه دمؤنث دومره تحقیر کوی چه دبدلی دنیک عمل نه ئي هم محرومه گنړی -
[۱۲۵] داعلت دمخکنی زیری دی چه جنت ته ځکه داخلیږی چه دین ئی ښائسته دی په موافقت ددین ابراهیمی سره (أَسْلَمَ) دلته اسلام په معنیٰ دتابعدارئ کولو دی اواحسان په معنیٰ دتوحید اواخلاص سره دی (خَلِيلًا) خالص دوست ته وئیلی شی چه دهغه په زړه کښی دبل چا دوستانی دپاره ځای نه وی -
[۱۲۶] دا مسئله دتوحید ده چه واکدار او اختیارمند صرف اللّه تعالٰی دی اوغیب دان هم صرف اللّه تعالٰی دی اوداخلاصه دصفاتو د اللّه تعالٰی ده اوخلاصه ددین ابراهیمی ده -