وَالْمُحْصَنَاتُ ۱۹۴ النِّســاء

لَعَنَهُ اللَّهُ وَقَالَ لَأَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِيبًا مَفْرُوضًا ﴿۱۱۸﴾ وَلَأُضِلَّنَّهُمْ وَلَأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلَآمُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ آذَانَ الْأَنْعَامِ وَلَآمُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ وَمَنْ يَتَّخِذِ الشَّيْطَانَ وَلِيًّا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُبِينًا ﴿۱۱۹﴾ يَعِدُهُمْ وَيُمَنِّيهِمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلَّا غُرُورًا ﴿۱۲۰﴾ أُولَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَلَا يَجِدُونَ عَنْهَا مَحِيصًا ﴿۱۲۱﴾ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا وَعْدَ اللَّهِ حَقًّا وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللَّهِ قِيلًا ﴿۱۲۲﴾

لعنت کړی دی په هغه باندی اللّه تعالٰی اوده ویلی دی خامخا جوړه ؤم دبندگانوستانه برخه مقرره ﴿۱۱۸﴾
اوضرورگمراهئ ته بلم دوی لره اوضرور امیدونه به ورکؤومه دوی ته اوضرور خایم به دوی ته پس ضرور پری کوی به غوږونه دڅارؤو، اوضرور خایم به دوی ته پس بدلوی به جوړخ د اللّه تعالٰی - اوچاچه اونیؤو شیطان دوست (تابعداری کړی شوی) سیوا داللّه تعالٰی نه پس یقیناً‌ تاوان ئی اوکړو تاوان ښکاره ﴿۱۱۹﴾
وعدی کوی شیطان ددوی سره اوامیدونه اچوی دوی ته، اووعده نه کوی شیطان دوی سره مگر دهوکی والا ﴿۱۲۰﴾
دغه کسان ځای ددوی جهنم دی اونه به مومی دهغی نه ځای دتیختی ﴿۱۲۱﴾
اوهغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوعمل ئی کړی دی په طریقه د نبی ﷺ سره زر دی داخل به ئی کړو جنتونوته چه بهیږی لاندی دهغه نه ولی همیشه به وی په هغی کښی همیشه وعده کړی ده اللّه تعالٰی یقینی ئی گرځولی ده اوڅوک دی ډیر رشتینی د اللّه تعالٰی نه په وینا کښی ﴿۱۲۲﴾

[۱۱۸] دبندگانو برخه نیول دادی چه څوک ئی مشرکان اوگرځول یائی څوک نومونه شرکیه کیدی - اوڅوک دهغه تابعداری کوی -
[۱۱۹] (وَلَأُمَنِّيَنَّهُمْ) امیدونه ورکول دادی چه گناه ورته طاعت ښکاره کړی اوهغه بدعت دی (آذَانَ الْأَنْعَامِ) هغه څاروی چه دوی په ځان باندی حرام کړی اوغوږئی ورله غوڅ کړی وی دپاره دعلامت اوهغی ته بحیره وائی (خَلْقَ اللَّهِ) د اللّه تعالٰی جوړخ یعنی دانسان شکل دی چه دشرع دحکم نه بغیرئی بدلوی سړی ځان دښځی سره مشابه کوی اوښځه ځان دسړی سره مشابه کړی گیره خریل او دموټی نه کمول هم په دی کښی داخل دی بل جوړخ د اللّه تعالٰی دین د اللّه تعالٰی دی چه هغه توحید اوسنت دی چه دوی ئی په شرک او په بدعت سره بدلوی -
[۱۲۰] وعده داده چه په معصیت سره طمع دجنت ورکوی اوارزوگانی دزیات عمرورکوی -
[۱۲۱] داویره اخروی ده (مَحِيصًا) ځای دتختیدلو اوځای دپناهئ ته ویلی شی -
[۱۲۲] دا زیری اخروی دی ( وَعْدَ اللَّهِ حَقًّا) ددی سره فعلونه پټ دی وعداللّه وعداً‌ وَ حقَّ حقاًّ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>