وَالْمُحْصَنَاتُ ۱۹۳ النِّســاء
لَا خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِنْ نَجْوَاهُمْ إِلَّا مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلَاحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۱۱۴﴾ وَمَنْ يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءَتْ مَصِيرًا ﴿۱۱۵﴾ إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا بَعِيدًا ﴿۱۱۶﴾ إِنْ يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ إِلَّا إِنَاثًا وَإِنْ يَدْعُونَ إِلَّا شَيْطَانًا مَرِيدًا ﴿۱۱۷﴾
او نیشته هیڅ فائده په ډیروجرگو ددوی کښی مگرجرگه دهغه چاچه حکم کوی په صدقی سره یاپه نیک کار یاپه صلح کولو سره په مینځ دخلقو کښی - اوچاچه کؤو داکاردپاره دطلب درضا داللّه تعالٰی پس زردی چه وربه کړو مونږهغه ته ثواب لوی ﴿۱۱۴﴾
اوچاچه خلاف اوکړو د رسول اللّٰه ﷺ نه روستو دهغی نه چه ښکاره شو هغه ته هدایت اوروان شوپه غیرد لاری دمؤمنانو (صحابؤ) نووابه ړؤو ده لره کوم خواته چه دوی واوړیدو او داخل به کړو دی جهنم ته اوبد دی ځای د ورتللو ﴿۱۱۵﴾
یقیناً اللّه تعالٰی نه بخی چه شرک اوکړی شی دهغه سره اوبخی نورهغه گناهونه چه کم دی دهغی نه چالره چه اوغواړی - اوچاچه شرک اوکړو د اللّه تعالٰی سره پس یقیناً گمراه شو په گمراهی لری سره ﴿۱۱۶﴾
نه رابلئ دوی سیوا د اللّه تعالٰی نه مگرزنانه اونه بلی دوی مگرشیطان سرکش لره ﴿۱۱۷﴾
[۱۱۴] داهم رد دی په منافقانو باندی چه د گناهونودپاره ئی جرگی کولی (بِصَدَقَةٍ) لکه چنده جمع کول دپاره دضرورت شرعی (أَوْ مَعْرُوفٍ) لکه ددعوت او تبلیغ ددین دپاره مشوره کول (أَوْ إِصْلَاحٍ) مخکښی دواړه دفائدی رسولوکارونه دی ، اول جسمانی، دوهم روحانی - اودادپاره ددفع دشراوفساد ده لیکن په دی کښی نیت درضا د اللّه تعالٰی ضروری دی (لَا خَيْرَ) دالفظ په شریعت کښی دنیشتوالی د جواز دپاره دی په تاکید سره -
[۱۱۵] دشان د نبی ﷺ دبیان کولو نه روستو دهغه مخالفینوته اخروی ویره ورکوی (الْمُؤْمِنِينَ) نه مراد صحابه کرام دی ، الف لام عهدی دی نومراد دآیت دادی چه د سنت د نبی ﷺ اواتباع دجماعت صحابونه څوک خلاف کوی نوهغه جهنمی دی اوهغه ته خرابه لاره به ښه ښکاریږی - مفسرینولیکلی دی چه ددی سبیل المؤمنین نه استدلال کړی شوی دی چه اجماع ددی امت دلیل شرعی دی لیکن روستو دکتاب او سنت نه
[۱۱۶] دی آیت کښی رد د شرک دی یعنی نبی ﷺ او دصحابولوی مخالفت شرک کول دی -
فائده: په دی آیت کښی رد دی په شرک دامیانوباندی نوگمراهی ئی ځکه ذکرکړه چه امیان ددی لفظ ده ډیر ویریږی ، اوپه آیت (۴۸) ددی سورة کښی رد وو په شرک دملایانوهغوی ورله دلیلونه گوری، ځکه ئي هلته افتراء لفظ ذکر کړی وؤ - په دی آیت کښی رددی په خوارجوی باندی چه هغوی په ارتکاب کبیره سره بغیردشرک نه مسلمان ته کافروائی -
[۱۱۷] په دی کښی رددی دشرک فی الدعاء (إِنَاثًا) نه مراد ملائک دی په گمان ددوی کښی، یا رد دی په هغه مشرکانو چه مؤنث نه ئی معبود جوړکړی دی لکه عُزّ یٰ اوبعل وغیره یا ددی نه مراد کمزوری دی ځکه کمزوروالی لازم دی دمؤنث سره، ذکردملزوم مراد ترینه لازم دی - اودشیطان دبلنی مطلب دادی چه شیطان سبب دی ددی په وسوسه کولو یا داوجه ده شیطان به ددوی معبودانوکښی داخلیدلو اودوی سره به ئی خبری کولی لکه اوس دبعضی قبرونونه شیطان خپه یالاس رااوباسی اوخلق دهوکه کوی اوصاحب دقبربالکل خبرهم نه وی - داول دعا نه مراد دعا دعبادت را بلل دحاجت روائی دپاره او دوهم دعا نه مراد تابعداری کول دی -