لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۱۳ المائدة

پوهه چه اصنام هغه بتان دی چه شکل دهغی جوړکړی شوی وی اونصب هغه څیزونه دی چه شکل دهغی نه وی جوړکړی شوی لیکن دهغی عبادت کیږی اوپه هغی باندی نذرانی او شکرانی اچولی کیږی اوپه هغی باندی ذبح کوی (وَأَنْ تَسْتَقْسِمُوا بِالْأَزْلَامِ) استقسام قسمة معلومول دی یابرخه معلومول - ازلام جمع دزلم ده هغه غشی چه دهغه وزر او تیره څوکه نه وی صرف لرگی وی ابن جریروئیلی دی چه دا غشی (دری یا اووه) دهبل بت په خواکښی دکعبی په مینځ کښی به پراته وؤ چاچه به خپل قسمت معلومول غوختل مثلاً سفراوکړم یا نه فلانی کار اوکړم که نه نودهبل مجاورته به لاړو اوهغه ته به ئی سل درهمه اویو اوښه پیش کړه په نذرانه کښی بیابه هغه مجاور دده دپاره غشی راویستل په هغی باندی مختلف لیکل موجود وؤ اوهغه به دی شخص خپل یقینی قسمت گنړلو اووئیل به ئی چه دا دهبل (شهید) فیصله ده (ذَلِكُمْ فِسْقٌ) دا اشاره ده ماقبل ذکرکړی شوو ټولو محرماتوته یعنی استحلال ددی حرامو وتل دی دطاعت د اللّه تعالٰی نه بالکل یعنی کفراوشرک دی (الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ دِينِكُمْ) مراد د الیوم نه زمانه حاضر دنزول ددی محرماتوده سره دراتلونکو زمانونه (قرطبی اوسراج المنیر) (مِنْ دِينِكُمْ) قرطبی وئیلی دی چه کافران ناامیده شول د رجوع ستاسو ددین ستاسونه دین دمشرکانوته - (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) الیوم نه مراد ورځ دجمعی نه چه ورځ دعرفی ده په مقام عرفات کښی روستو د مونځ دظهر اوعصرنه اوورځ د حجة الوداع وه اود سعید بن جبیر نه روایت دی چه نبی ﷺ روستو دنزول ددی جملونه یواتیا (۸۱) ورځی ژوندی وو بیا وفات شو - اومعنیٰ داکمال دا نه ده چه ددی نه روستو وحی بنده شوه بلکه مراد دادی چه تردی پوری فرائض او احکام تشریعیه اوحلال او حرام بیان شول ددی نه روستو فرائض حلال حرام حدود نه دی نازل شوی اونوره وحی نازلیدله -
سوال: اکمال خو دلالت کوی چه تردغه وخت پوری دین ناقص وؤ آیا نبی او صحابه کرامو تردغه وخت پوری په ناقص دین باندی عمل کوؤ اودارنگ ددغه ورځ نه وړاندی چه کوم صحابه وفات شوی دی نودهغوی دین ناقص وؤ؟
جواب: دین د نبی ﷺ هره ورځ کامل دی په کمال سره ترخاص وخت پوری لیکن انتظار دنسخ یا دزیادت پکښی موجود وو اوپه دغه ورځ کمال مطلقه راغی یعنی کامل دی دورځ دقیامت پوری نه به منسوخ کیږی اونه به پکښی زیادت داحکامووغیره راځی (وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي) خازن وئیلی دی چه ددغه اکمال دین سبب دی داتمام دنعمت ځکه ددین کامل (اسلام) نه زیات بل نعمت نیشته، اوابن قیم رحمه اللّه وئیلی دی چه فرق د اکمال او اتمام دادی چه اکمال په اصولو او ذواتو کښی استعمالیږی او اتمام په فروعو او صفاتو کښی استعمالیږی (وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا) الاسلام کښی الف لام عهدی دی یعنی هغه چه کامل او تام دی (فِي مَخْمَصَةٍ) اکراه او لوگی ته شامل دی په سورة بقره آیت (۱۷۳) کښی ځکه ددغی سورتونو نزول مخکښی دغلبی داسلام نه وؤ، اوپه هغه وخت کښی د اکراه حالات پیش راتلل اوپه دی سوره کښی صرف مخمصه ذکر کړی ده ځکه داسورة دغلبی د اسلام نه روستو نازل شویدی اوپه دغه حالت کښی صرف دلوږی ویره وه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>