لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۱۴ المائدة

يَسْأَلُونَكَ مَاذَا أُحِلَّ لَهُمْ قُلْ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ وَمَا عَلَّمْتُمْ مِنَ الْجَوَارِحِ مُكَلِّبِينَ تُعَلِّمُونَهُنَّ مِمَّا عَلَّمَكُمُ اللَّهُ فَكُلُوا مِمَّا أَمْسَكْنَ عَلَيْكُمْ وَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿۴﴾

تپوس کوی دوی ستانه چه څه شی حلال کړی شوی دی دوی لره؟ اوایه: حلال کړی شوی دی تاسوته پاک څیزونه اوښکار دهغه چه تعلیم ورکړی وی تاسو دښکارکؤونکونه چه لیږونکی یئ تاسو، خودنه ورکوئ تاسو هغوی ته دهغه څه چه خودنه کړی ده تاسوته اللّه تعالٰی پس خوری دهغی نه چه بند ساتلی وی دوی تاسوله اویادوئ نوم د اللّه تعالٰی په هغی باندی اواویریږئ د اللّه تعالٰی نه یقیناً اللّه تعالٰی زر حساب کؤونکی دی ﴿۴﴾

[۴] هرکله چه تیرشوی آیت کښی محرمات ذکرشول نوضرور سوال پیدا شو چنه ددی په مقابله کښی حلال څه دی اوخصوصاً تپوس کړی شوی وؤ په باره دښکارکولو کښی نوپه دی آیت کښی اوددی نه روستو ایت کښی تفصیل دحلالو دی (الطَّيِّبَاتُ) سمعانی وئیلی دی چه مراد په دی سره هغه دی چه عرب ئی ښه گنړی اومزه ورکوی اودهغی په حرمت باندی کتاب و سنت نه وی راغلی ( وَمَا عَلَّمْتُمْ) دا معطوف دی په الطیبات باندی په خذف دمضاف سره (صید ماعلمتم) یا دا مستقل کلام دی دامبتدا ده او فکلوا ئی خبردی او ددی دحلت دپاره پنځه شرطونه دی (جوارح، تکلیب، تعلیم، امساک، اوذکراسم اللّه ) (الْجَوَارِحِ) دا جمع د جارحة ده اوجرح په معنیٰ د کسب سره دی لکه په سورة انعام (۶۰) کښی اومراد ددی نه سپی، پړانگ، باز، شاهین، اوهغه ټول څیزونه چه تعلیم قبلوی اوهرکله چه جرح زخم ته هم وئیلی شی نوامام ابوحنیفه رحمة اللّٰه علیه زخم د ښکار هم شرط کړی دی (مُكَلِّبِينَ) تکلیب لیږل او تیزی ورکول دی په ښکارباندی ددی نه معلومه شوه چه کوم سپی (مثلاً) بغیر دلیږلو دمالک نه څه ښکار اونیسی او مړشی نو هغه ښکار حلال نه دی (عَلَّمَكُمُ اللَّهُ) هغه شرطونه چه قرآن او سنت کښی خودلی شوی دی چه ښکارپسی په ارسال دمالک سره ځی ، اوهسی نه ځی، اوچه مالک ئی واپس را غواړی نوواپس راځی اودښکارنه هیڅ حصه نه نیمگړی کوی (فَكُلُوا مِمَّا أَمْسَكْنَ عَلَيْكُمْ) امساک دادی چه دښکارنه هیڅ حصه ځان دپاره نه خوری اواهل علم شرط لگولی دی چه دا کار (امساک) دری کرته اوکړی نو معلّم به شی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>