لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۱۵ المائدة

الْيَوْمَ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حِلٌّ لَكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلٌّ لَهُمْ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الْمُؤْمِنَاتِ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ مُحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَافِحِينَ وَلَا مُتَّخِذِي أَخْدَانٍ وَمَنْ يَكْفُرْ بِالْإِيمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۵﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ وَإِنْ كُنْتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُوا وَإِنْ كُنْتُمْ مَرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاءَ أَحَدٌ مِنْكُمْ مِنَ الْغَائِطِ أَوْ لَامَسْتُمُ النِّسَاءَ فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً فَتَيَمَّمُوا صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُوا بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ مِنْهُ مَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُمْ مِنْ حَرَجٍ وَلَكِنْ يُرِيدُ لِيُطَهِّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۶﴾

نن حلال کړی شوی دی تاسولره پاک څیزونه اوحلاله دهغه کسانو چه ورکړی شوی دی ورته کتاب حلال ده تاسولره او حلاله ستاسو حلال ده هغوی لره اوپاک لمنی مؤمنی ښځی اوپاک لمنی دهغه چانه چه ورکړی شوی دی هغوی کتاب مخکښی ستاسونه کله چه ورکوئ تاسو هغوی ته مهرونه د هغوی نکاح کؤونکی به يئ نه به یئ ښکاره بدکاری کؤونکی اونه به یئ پټی اشنائی نیؤونکی اوچاچه کفرگډ کړو دایمان سره پس یقیناً برباد شو عمل دده اودی به په آخرت کښی د تاوان والو نه وی ﴿۵﴾
ای ایمان والو کله چه پاڅیږئ مانځه ته پس اوینځی مخونه خپل اولاسونه خپل دڅنگلوسره او مسحه اوکړئ په سرونو خپلو او (اوینځی) خپی خپلی دگیټو سره اوکه یئ تاسوجنب پس ځان ښه پاک کړئ ، اوکه تاسویئ بیماران یاکه یئ په سفرباندی یاراشی یوتن ستاسو دلوی حاجت نه یایوځای شوی یئ تاسو دزنانوسره پس نه مومئ تاسواوبه، پس تیمم اوکړی په خاوره پاکه پس مسحه اوکړئ‌ په مخونوخپلواوپه لاسونوخپلو دهغی نه، نه غواړی اللّه تعالٰی چه کیدی په تاسوباندی تنگسیا، اولیکن غواړی چه پاک کړی تاسو اودی دپاره چه پوره کړی نعمت خپل په تاسوباندی دپاره د دی چه شکراوکړئ‌ تاسو ﴿۶﴾

[۵] داهم تفصیل دحلالو دی هغه حلال چه تعلق لری دکتابیانو او مسلمانانوسره (وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حِلٌّ لَكُمْ) ابن کثیروئیلی دی چه اجماع ده دمسلمانانو چه مراد دطعام نه ذبائح دی یاعام دی چه ذبائح پکښی داخل دی په دی شرط چه نوم دغیراللّه ئی ورباندی نه وی ذکر کړی - او دلته مراد دطعام نه ذبائح دی ځکه چه سیوا دمذبوح نه نورخوراکونه ډوډئ، میوی وغیره خودغیرکتابی کافرانو هم جائزدی اودلیل نقلی دادی چه نبی ﷺ په ورځ دخیبر دکتابیانو دعوت قبول کړی وؤ چه غوښه د بیزی وه اودوی پکښی زهراچولی وؤ - او تخصیص دذبح دیهودیانو دحل په دی وجه سره دی چه ددوی په دین کښی ذبح په نوم د غیراللّه باندی حرام ده ، اودوی هم په خپله مذبوحه باندی نوم د اللّه تعالٰی ذکر کوی (وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الْمُؤْمِنَاتِ) مراد ددی نه پاکدامنی دی که حره آزاده وی اوکه وینزه وی ځکه حلالوالی دوینزو په سوره نساء (۳۵) کښی ذکردی اوداجمله تمهید دی روستوجملی ته - (وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ) دلته محصنات کښی دوه قولونه دی اول داچه په معنیٰ د پاکدامنودی که حره وی اوکه وینزه وی که حربیه وی اوکه ‌ذمیه وی او دا قول د امام ابوحنیفه رحمة اللّٰه علیه دی او دوهم داچه په معنیٰ د حرایرو( آزادو) دی نونکاح دوینزی کتابی جائزنه دی اوداقول د امام شافعی رحمة اللّٰه علیه دی أُوتُوا الْكِتَابَ مراد ددی نه یهود اونصاریٰ دی سره ددی نه کفراوشرک کوی ځکه چه مؤحدی مؤمنی خوپه مخکی لفظ (المؤمنات) کښی داخلی دی اوداقول دټول اهل سنت والجماعت دی -
سوال: دابن رضی اللّه عنهما نه روایت دی چه نکاح د کتابیانو مشرکانوسره جائز نه دی؟
جواب: منع دهغه په کراهیت باندی حمل ده لکه چه دعمررضی اللّه عنه نه هم کراهیت نقل دی سره دجواز نه (وَمَنْ يَكْفُرْ بِالْإِيمَانِ) داجواب دسوال دی هرکله چه نکاح دکتابیه مشرکی سره جائزکړی شو نومعلومیږی چه دهغوی دین هم صحیح دی؟ جواب اوشو چه دهغوی په دین کښی کفرگډ دی دایمان سره نوهغه دین باطل دی، بِالْإِيمَانِ مراد ددی نه مؤمن بِهِ دی یعنی توحید، رسالت قرآن، بعث بعدالموت وغیره اوکفرپه معنیٰ دجحود اوانکار سره دی -
[۶] ربط دادی چه هرکله طهارة معنویه دخوراک او دنکاح دپاره ذکرشو نواوس طهارت ظاهره ذکر کوی دحدیث (پلیتئ) اوجنابت نه اودا داستعمل دخوراک او نکاح نه پیداکیږی اودایوعقد دعقودو دی دایمان والونه (إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ) مراد ددی نه اراده دقیام ده لیکن په لفظ دقیام سره ئی ذکراوکړو اشاره ده چه دفعل دارادی نه جداوالی په کار نه دی -
سوال: ددی نه معلومیږی چه دهرمونځ سره اودس کول واجب دی؟
جواب: په دی کښی لفظ دمحدثون (چه بی اودسه یئ) پټ دی په دلالت دحدیث صحیح سره چه نبی ﷺ په واقعه دخندق کښی څلور مونځونه اوپه واقعه دفتح مکه کښی پنځه مونځونه په یو اودس سره کړی دی (فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ) قرآن کریم کښی دا اعضاء خاص ذکر کری دی دلیل دی چه په اعتبار دغسل او دمسح (پاکوالی) سره داڅلور فرض دی نوکه په بل حیثیت سره دیوڅیزفرضیت یعنی په حدیث سره معلوم شی نوهغه ددی سره منافات نه لری لکه نیت کول وغیره -
فائده: ددی اعضاؤ تخصیص په دی وجه سره دی چه دانسان دپاره پاکوالی خو دټول بدن ضروری دی لیکن ټول بدن وینځل هروخت تکلیف دی نودهغه اندامونوذکر اوشو چه دانسان دبدن نه هروخت ښکاره وی یا ښکاره کول ئی هروخت آسان وی اوهغه دا څلور دی (إِلَى الْمَرَافِقِ) الٰی په معنیٰ د مع سره ډیرو آیاتونو کښی شته لکه سورة نساء (۲) اوهود (۵۲) باداچه ید اصل کښی تراوگوپوری دی نوالٰی دپاره دغائی د اسقاط دی یعنی مرافقو نه بره حصه ساقطه ده (وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ) با دپاره دالصاق ده یا زائد ده یاپه معنیٰ دتبعیض ده ، بیاپه اول دوه دوه توجیهاتوباندی مسح دټول سرمراد ده لکه چه دا قول دامام مالک رحمة اللّٰه علیه اوامام احمد رحمة اللّٰه علیه دی اوبنا په دریم قول باندی مسح دبعضی حصی دسرفرض ده چه هغه په مقدار د ناصیه ده (وَأَرْجُلَكُمْ) په دی کښی دوه قراءات دی اول په زور دلام سره نوعطف دی په وجوهکم اوایدیکم باندی نودا دلیل دی چه غسل (وینځل) دخپو فرض دی اوبل قرائت په زیردلام سره دی نودا وجی دجوار نه دی یعنی وجی د گاوندگیرئ‌ دبرؤسکم نه زیردی - اوپه معنیٰ کښی عطف دی په ایدیکم باندی یاعطف دی په ارجلکم باندی لیکن مراد ددی نه مسح ده په حال دموزو اغوستلوکښی - اوشیعگان وائی چه دقرائت دزیرنه معلومه شوه چه مسح په بربنډو خپو باندی فرض ده او ددی وجی نه هغوی انکارکوی دمسح دموزو او دجورابو نه - اودا قول ددوی د اول قرائت نه خلاف دی اودارنگ داحادیث متواتره نه راغلی دی په باره دوینځلو دخپو اوپه باره دمسح دموزو کښی نه ددوی قول مخالف دی (إِلَى الْكَعْبَيْنِ) قرطبی وئیلی دی چه په لغت او سنت سره ثابت ده چه دکعب نه مراد هغه دوه گیټئ دی چه دپنډئ نه لاندی او خپی دپاسه دی اوپه هره خپه کښی دوه دی (وَإِنْ كُنْتُمْ مَرْضَى) مراد دمرض نه هغه مرض دی چه په هغی سره عاجزوی داستعمال د اوبونه یامرض زیاتیږی (مِنَ الْغَائِطِ) په لغت کښی کوزځای ته وئیلی شی نوذکر دمحل او اومراد ترینه حال دی یعنی اودس ماتی کول (أَوْ لَامَسْتُمُ النِّسَاءَ) په لمس کښی اختلاف دی دصحابه کرامو او ابن مسعود رضی اللّه عنه په نزد باندی لمس په لاس سره دی اوښکلول هم په دی کښی داخل دی چه په هغی سره اودس ماتیږی اوپه نزد ابن عباس رضی اللّه عنهم لمس په معنیٰ د جماع کولودی چه په دی سره جنابت حاصلیږی (فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً) وجدان لفظ دلالت کوی په طلب داوبوباندی تراستطاعت پوری اوعدم وجدان عام دی نه موندل په ظاهرکښی یانه موندل په اعتبار دعدم قدرت بدنی یعنی دبیمارئ دوجی نه (تَشْكُرُونَ) شکرکښی مراد عمل کول دی په دی اموروباندی -