لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۱۶ المائدة

وَاذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَمِيثَاقَهُ الَّذِي وَاثَقَكُمْ بِهِ إِذْ قُلْتُمْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۷﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۸﴾ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿۹﴾ وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ ﴿۱۰﴾

اویادکړی نعمت د اللّه تعالٰی په تاسوباندی (اوپوره کړی) وعده دهغه چه پخه کړی ده تاسوسره هغه کوم وخت چه اویل تاسو آوریدلی دی مونږ اوتابعداری کړی ده مونږ او اویریږئ د اللّه تعالٰی نه یقیناً‌ اللّه تعالٰی پوهه دی په هغه خبرو چه په سینوکښی دی ﴿۷﴾
ای ایمان والو: شئ تاسو کلک دپاره د اللّه تعالٰی بیان کؤونکی شئ دانصاف او تیزدِ نه کړی تاسولره بغض دیوقوم په دی چه انصاف اونه کړئ - انصاف کوئ داډیرنزدی دی تقویٰ اواویریږئ د اللّه تعالٰی نه یقیناً اللّه تعالٰی خبردار دی په هغه عملونوچه تاسوئی کوئی ﴿۸﴾
وعده کړی ده اللّه تعالٰی دهغه چاسره چه ایمان ئی راوړی دی اوعمل ئی کړی دی په طریقه دپیغمبر دوی لره بخنه ده اوثواب لوی دی ﴿۹﴾
اوهغه کسان چه کفرئی کړی دی (په زړه) اودروغژن کړی دی آیاتونه ځمونږ(په ژبه) دغه کسان دوزخ والادی ﴿۱۰﴾

[۷] داهم تعلق لری د اوفوبالعقود سره ، ترغیب دی ایفاء دعقودوته په دری طریقو سره اول ذکر دنعمت په طریقه دشکرسره دی اودلته نعمت نه مراد جنس نعمتونه دی چه بی شماره دی هدایت کول دین اسلام ته، ژوند، صحت وغیره اوهغه نعمتونه چه مخکښی آیت کښی ذکرشول (وَمِيثَاقَهُ) دا دوهمه طریقه دترغیب ده چه داعقود خو ستاسو په میثاق کښی داخل دی نوددی ایفاء‌ واجب ده اکثرمفسرینووئیلی دی چه صحابه کرامو په وخت دبیعت د نبی ﷺ عقد کړی وؤ اوبیعت دنبی بیعت دی د اللّه تعالٰی سره ، اوبعضی مفسرینو وئیلی دی چه مراد ددی نه میثاق د یوم الذّر دی (الَّذِي وَاثَقَكُمْ بِهِ) توثیق د اللّه تعالٰی دطرف نه په هروخت کښی یاداشت ورکول دی په قرآن کښی اوپه ژبه د رسول اللّٰه ﷺ سره (وَاتَّقُوا اللَّهَ) دادریمه طریقه دترغیب ده اومراد دتقویٰ نه ځان ساتل دی دبی لوظئ نه اگرچه په زړه کښی وی اوپټه وی -
[۸] داهم متعلق دی په اوفوابالعقود پوری اوترغیب دی ایفاء عقود ته په دری طریقوسره (قوام، عدل، تقویٰ ) او نهی دسبب دنقض عهدنه چه تعصب ددشمنئ دی (كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ) پوره استقامت کوونکی او پوره کوشش صرف کوونکی په حقوق اللّه کښی لِلَّهِ فقط د اللّه تعالٰی دپاره (شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ) دا حقوق العباد ته اشاره ده شهادت عام دی گواهی کول اودارنگ بیان اودعوت دحق خلقو ته په عدل اورشتیاسره چه دخپلو لحاظ نه وی او دشمنئ تعصب نه وی (وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ) اجرام باعث جوړیدل دی په جرم باندی (شَنَآنُ) دشمنئ او بغض دباطن ته وئيلی شی (قَوْمٍ) مراد ددی نه عام دی کافران مشرکان یاهغه خلق چه روستو دکفرنه ئی ایمان راوړی دی دا رنگ هغه څوک چه هغوی سره دنیوی عداوت وی نودغه دشمنی دترک عدل دپاره سبب نشی کیدلی (اعْدِلُوا) عام دی عدل په حقوق اللّه او حقوق العباد کښی -
[۹] په دی آیت کښی بشارت دی په ایمان او عمل صالح سره اگرچه درجه دقوامین ته رسیدلی نه وی -
[۱۰] په دی کښی تخویف اخروی دی ( أُولَئِكَ) دادلالت کوی په حصرباندی او اصحاب لفظ دلالت کوی په ملازمت باندی او ملازمه دلالت کوی په همیش والی یعنی همیشه عذاب حصر دی په کافرانو کښی -