لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۱۷ المائدة

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ هَمَّ قَوْمٌ أَنْ يَبْسُطُوا إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ فَكَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۱۱﴾ وَلَقَدْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَبَعَثْنَا مِنْهُمُ اثْنَيْ عَشَرَ نَقِيبًا وَقَالَ اللَّهُ إِنِّي مَعَكُمْ لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلَاةَ وَآتَيْتُمُ الزَّكَاةَ وَآمَنْتُمْ بِرُسُلِي وَعَزَّرْتُمُوهُمْ وَأَقْرَضْتُمُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا لَأُكَفِّرَنَّ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَلَأُدْخِلَنَّكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ فَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ مِنْكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ ﴿۱۲﴾

ای ایمان والو: یاودوئ نعمت د اللّه تعالٰی په تاسوباندی کوم وخت چه قصد اوکړو یوقوم چه اوږده کړی تاسوته لاسونه خپل پس بندئی کړل لاسونه دهغوی ستاسونه ، ا واویریږئ د اللّه تعالٰی نه اوخاص په اللّه تعالٰی دی پس ځان اوسپاری مؤمنان ﴿۱۱﴾
او یقیناً‌ اخیستی دی اللّه تعالٰی پوخ لوظ د بنی اسرائیلو نه اولیږلی دی مونږ ددوی نه دولس مشران (ممبران) او ویلی ؤو اللّه تعالٰی چه یقیناً زه ستاسو ملگری یم که تاسو پابندی کوی دمانځه او ورکوئ زکوٰة او ایمان مو اولرلو په رسولانو ځما او امداد مو اوکړو ددوی او قرض مو ورکړو اللّه تعالٰی ته قرض په اخلاص خامخا لری به کړم ستاسونه بدی ستاسو اوخامخا داخل به کړم تاسو جنتونو ته چه بهیږی لاندی دهغی نه ولی پس چاچه کفر اوکړو روستو ددی ستاسو نه پس یقیناً غلط شو دبرابرلاری نه ﴿۱۲﴾

[۱۱] داهم ترغیب دی ایفاء بالعقود ته په ‌ذکردنعمت دحفاظت سره د دشمنانونه او بشارت دنیویه دی روستو دآخروی بشارت نه (إِذْ هَمَّ قَوْمٌ) داشامل دی واقعه دغزوه عسفان ته چه مشرکینو اراده کړی وه چه په دی مؤمنانو حمله کوؤ په وخت دمونځ ددوی کښی نو صلوٰة خوف نازل شو او واقعه داعرابی چه په رسول اللّٰه ﷺ باندی ئی توره راویستلی وه اوبیائی ایمان راوړلو اوواقعه دبنی نضیرو چه نبی ﷺ هغوی ته په باره دصلح کښی ورغلی وؤ اودوی اراده دقتل دهغه اوکړله لیکن اللّه تعالٰی بچ کړلو اودعموم وجی نه په دی کښی مراد مغلوبیت دکافرانو او محفوظیت او امن د مؤمنانو په هردوی کښی دی دالوی نعمت د اللّه تعالٰی دی (وَاتَّقُوا اللَّهَ) اشاره ده چه داسی نعمت حاصلیږی په تقویٰ او توکل علی اللّه سره -
[۱۲] دا متعلق دی داوفوبالعقود سره یعنی ذکر کوی حال دوفا نه کوؤنکو (ناقضین دعهد) چه هغه یهودیان دی ، نودا اوله نمونه ده دپاهر دبی لوظئ کوؤنکی په طریقه دتخویف دنیوی سره په ذکر دپنځه لوظونو اوبیا پنځه عذابونه دنیوی په سبب دبی لوظئ سره (نَقِيبًا) تفتیش کوؤنکی د حالاتو دبنی اسرائیلو اوهغه ته کفیل او امین او ضامن هم وئیلی شی ، دولس خاندانونه وؤ دبنی اسرائیلو نو دهریو خاندان داصلاح او نظم ونسق جوړلودپاره یویو نقیب مقرر وؤ اوداپه دوی کښی هروخت موجود وؤ او ددوی نومونه قرطبی او ابن کثیر لیکلی دی (إِنِّي مَعَكُمْ) دسلف صالحینواجماع ده چه مراد ددی نه معیت خاصه دی په نصرة او معونت سره (لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلَاةَ) داتفصیل دمیثاق دی په ذکر دپنځه اموروسره - (وَآمَنْتُمْ بِرُسُلِي) ټول رسولان بغیر دتفریق نه منل اودهغوی تصدیق کول (وَعَزَّرْتُمُوهُمْ ) دالفظ چه دنصرة سره یوځای ذکر شی نودیوبل په معنیٰ سره وی یعنی نصرت او مدافعت کول ددین دهغه نه د شبهاتو دخلقو او دشمنانو اودااشاره ده دعوت او جهاد کولوته (وَأَقْرَضْتُمُ اللَّهَ) د زکوٰة نه روستو دقرض نه مراد انفاق فی سبیل اللّه دی ځکه چه ددعوت او جهاد سره دانفاق ډیرضرورت دی -