لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۱۸ المائدة

فَبِمَا نَقْضِهِمْ مِيثَاقَهُمْ لَعَنَّاهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَنْ مَوَاضِعِهِ وَنَسُوا حَظًّا مِمَّا ذُكِّرُوا بِهِ وَلَا تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلَى خَائِنَةٍ مِنْهُمْ إِلَّا قَلِيلًا مِنْهُمْ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاصْفَحْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۳﴾ وَمِنَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّا نَصَارَى أَخَذْنَا مِيثَاقَهُمْ فَنَسُوا حَظًّا مِمَّا ذُكِّرُوا بِهِ فَأَغْرَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَسَوْفَ يُنَبِّئُهُمُ اللَّهُ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ ﴿۱۴﴾ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ قَدْ جَاءَكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ كَثِيرًا مِمَّا كُنْتُمْ تُخْفُونَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ قَدْ جَاءَكُمْ مِنَ اللَّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُبِينٌ ﴿۱۵﴾

پس په وجه دماتولود دوی لوظ خپل لعنت اوکړو مونږپه هغوی او اوگرځول مونږزړونه دهغوی سخت بدلول کلمی اللّه تعالٰی د (مناسب) ځایونونه اوهیره کړه دوی حصه لویه دهغی نه چه بیان شوی وو دهغی اوهمیشه به ته خبریږی په خیانت (نقصان) ددوی نه مگرلږ ددوی نه پس معافی کوه ددوی نه اومخ واړوه (دملامته کولو ددوی نه) یقیناً‌ اللّه تعالٰی خوښوی احسان کؤونکی ﴿۱۳﴾
اود دغه کسانونه چه دوی وائی بیشکه مونږنصاریٰ یو، واخیسته مونږپخه وعده دهغوی نه پس هیره کړه دوی یوبرخه دهغی نه چه بیان کړی شوی ده دوی ته پس راپورته کړه مونږ په مینځ ددوی کښی دشمنی (په ظاهرکښی) او کینه (په زړه کښی) ترورځ دقیامت پوری اوزردی خبربه ورکړی دوی ته اللّه تعالٰی په هغه کارونو چه دوی ئی کوی ﴿۱۴﴾
ای کتاب والو: یقیناً راغلی دی تاسوته رسول ځمونږ (ښکاره) بیانوی تاسوته ډیری (مسئلی) دهغی نه چه تاسوپټولی دکتاب د اللّه تعالٰی نه اومخ اړوی دډیرونه یقیناً راغلی وی تاسوته دطرف د اللّه تعالٰی نه رنړا اوکتاب واضح بیان والا ﴿۱۵﴾

[۱۳] په دی کښی ذکردپنځه عذابونو دنیویه دی په سبب دلوظ ماتولو سره (قَاسِيَةً) چه په هغوی کښی هیڅ وعظ او تخویف او بشارت اثرنه کوی اوحسنة ته سیئة او سیئة ته حسنة وائی (يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ) دااثرقسوة قلب دی ددی وجی نه بغیردعطف نه ئي ذکرکړو او مراد ددی نه تحریف معنوی دی یعنی داسی تاویلونه کوی چه په هغی سره شرک، کفر اوبدعات او گناهونه ثابتوی داسی په سورة بقره ۷۵ کښی هم راغلی دی (عَنْ مَوَاضِعِهِ ) مراد ددی نه معانی مناسبه (حقیقی) دی نوتحریف معنوی ا وتفسیرپه رایئ مذموم سره مراد دی (وَنَسُوا حَظًّا) دتورات او انجیل هغه حصه چه په هغی کښی توحید او ذکردرسالت دآخری رسول وؤ هغه دوی داسی پریخودل لکه چه نسیا منسیا وی اگرچه بعضی حصه منی نومصداق دی ددی قول (أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ) یا داچه تحریف دوجی نه ددوی قوت حافظه خرابه شوه نو د کتاب اللّه او ددین الٰهی ډیره حصه ترینه هیره شوه (فَاعْفُ عَنْهُمْ) داضمیرراجع دی قلیلا (مؤمنانو) ته یاراجع دی ناقضینو دعهد ته اومراد عفو نه عفو ده دهغه جرم نه چه ستاپه حق کښی ئی کړی دی یعنی دهغی بدله ترینه مه آخله لکه چه نبی ﷺ سحر کوؤنکی په هغه باندی اوزهر ورکو‌ؤنکی ښځه معاف کړی وو (وَاصْفَحْ) مراد ددی نه سره دعفوی نه مخ گرځول دی دهغو دملامته کولو نه -
[۱۴] په دی ذکرد دوهمی نمونی د بی لوظئ دی دهغوی بی لوظئ ئی ذکر کړه اویو عذاب دنیوی ئی ذکرکړی دی او داذکر دی د حال دنصاریٰ روستو دحال دیهودیانونه (قَالُوا إِنَّا نَصَارَى) په قالوا کښی اشاره ده چه نصاریٰ نوم دی خلقو ځان دپاره په خپله ایخودلی وؤ په دی دعویٰ سره چه مونږ د عیسیٰ علیه السلام نصرت کوؤنکی یو ، دانوم ددوی د طرف د اللّه تعالٰی نه، نه دی خومراد په دی هغه نصاریٰ دی چه بی لوظی ئی کړی ده (فَنَسُوا حَظًّا) دلته نقض عهد ئی په طریقه دنسیان ذکرکړو ځکه ددوی بی لوظی داول وخت نه یهودیانوپه شان ښکاره نه وه بلکه دجهل دوجی نه وه اوبی لوظو دیهودو سرهٔ دعمل نه ده او(حَظًّا مِمَّا ذُكِّرُوا) کښی مراد مسئله دتوحید ده (فَأَغْرَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ) اغراء ماخوذ دی د غِرا نه سریش او جولی ته وئيلی شی یعنی دشمنی په دوی کښی داسی پیدا شوه چه یوبل پوری دبغض او د حسد دوجی اونختل یاهغه دشمنی په دوی‌ پوری اونختله، اشاره ده چه په دوی کښی فرقه بازی دیهودیانونه ډیره پیدا شوه اول په دوی کښی یعقوبیه نسطوریه اوملکانیه پیداشول په باره د عیسیٰ علیه السلام کښی اوبیانوری ډلی ددوی نه پیداشوی اوډیراختلاف او جنگ جگړی په دوی کښی پیداشوی - (إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ) مراد ددی نه وخت دنزول د عیسیٰ علیه السلام دی اوهغه زمان قریب ده ورځ دقیامت ته -
[۱۵] ددی آیت نه ددی حصی دوهم باب دی تر ۴۱ پوری په دی کی ذکر د احوال تفصیلیه دکتابیانو دی چه نقض دعهد ئی کړی وؤ په دی دوه خطابات داهل کتابو اویو خطاب دایمان والو ذکردی - په دی (۱۵) کښی خطاب دی اهل کتابوته دپاره داطاعت د آخری رسول اودقرآن په ذکر دعظمت شان درسول دقرآن (يَا أَهْلَ الْكِتَابِ) کتاب په معنیٰ د جنس دکتاب دی که تورات وی او که انجیل وی نوشامل دی یهود او نصاریٰ دواړوته (وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ) دعفونه مراد پریخودل او اعراض دی دبیان دهغی نه اومراد ددی نه هغه مسائل دی چه دآخری دین سره ئی تعلق نیشته بلکه په دی دین کښی هغه منسوخ دی او دواړه طرف ته خو کثرت نشی کیدلی نومراد ددی نه کثرت فی نفسه دی (قَدْ جَاءَكُمْ مِنَ اللَّهِ) داترغیب دی قرآن ته په ذکرد دوه صفتونو دهغه اول نوریعنی قرآن نور دی چه په سبب دده سره حق واضح کیږی اوتیاری دجهل زائله کیږی (وَكِتَابٌ مُبِينٌ) داعطف دصفت دی په صفت باندی اوموصوف یودی (مبین) لازمی او متعدی دواړه معنی لری په ځپله په کښی احکام ښکاره دی یا ښکاره کوؤنکی دی -