يَهْدِي بِهِ اللَّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلَامِ وَيُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۱۶﴾ لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ قُلْ فَمَنْ يَمْلِكُ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ أَنْ يُهْلِكَ الْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱۷﴾ وَقَالَتِ الْيَهُودُ وَالنَّصَارَى نَحْنُ أَبْنَاءُ اللَّهِ وَأَحِبَّاؤُهُ قُلْ فَلِمَ يُعَذِّبُكُمْ بِذُنُوبِكُمْ بَلْ أَنْتُمْ بَشَرٌ مِمَّنْ خَلَقَ يَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ ﴿۱۸﴾
خودنه کوی په دی سره اللّه تعالٰی هغه چاته چه تابعداری کوی درضا د اللّه تعالٰی دلارو د سلامتیا اواوباسی دوی لره د تیارونه رنړا ته په حکم دخپل سره اورسوی دوی لره لاری نیغی ته ﴿۱۶﴾
یقیناً کفرکړی دی هغه کسانوچه وائی یقیناً اللّه تعالٰی (واکدار) هغه خو مسیح ځوی دمریم دی اوایه پس څوک اختیارلری په مقابله د اللّه تعالٰی کښی دڅه څیز که اوغواړی اللّه تعالٰی چه مړه کړی مسیح ځوی دمرم او مور دهغه اوهغه څوک چه په ځمکه کښی دی ټول او خاص اللّه تعالٰی لره بادشاهی د آسمانونو او دځمکی ده او دمینځ ددی دواړو پیدا کوی څه چه اوغواړی او اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی قدرت لری ﴿۱۷﴾
اووائی یهود او نصاریٰ مونږ نازولی د اللّه تعالٰی یو او دوستان د اللّه تعالٰی یو اوایه پس ولی عذاب درکوی تاسوته په گناهونو بلکه تاسو بندگانی يئ دهغه چانه چه پیداکړی دی اللّه تعالٰی بخنه کوی هغه چاله چه اوغواړی اوعذاب ورکوی چاته چه اوغواړی، اوخاص اللّه تعالٰی لره بادشاهی د آسمانونو او دځمکی ده او دمینځ ددی دواړو اوخاص هغه ته دی گرځیدل ﴿۱۸﴾
[۱۶] په دی کښی دری فائدی دآخری رسول درالیږلو یادقرآن دپاره ئی ذکرکړی دی (يَهْدِي بِهِ) دااوله فائده ده اوضمیردبهِ قرآن یا رسول ته راجع دی هریو سبب دهدایت الٰهیه دی (مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ) دا قید ئی ددی وجی نه ذکرکړی دی چه مراد دیهدی نه ایصال الی المطلوب او توفیق دی (سُبُلَ السَّلَامِ) سلام نوم د اللّه تعالٰی دی یامراد ددی نه سلامتیا دعذاب دجنهم ده اوسلامتیا ده دټولو آفاتونه او هغه جنت دی ، دوهمه فائده (يُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ) مراد ددی نه ظلمات او نورگناهونه معنویه دی یعنی تیاری دشرک او کفر اودبدعاتو رسوماتو اونورگناهونونه دقرآن او رسول په وجی سره نجات حاصلیږی - (بِإِذْنِهِ) اشاره ده چه داخراج دظلماتونه په معنیٰ دتوفیق سره دی اودهغه دپاره اذن د اللّه تعالٰی شرط دی ، یهدی سره ئی دا ذکر نه کړوځکه چه هلته ئی یِهِ دسببیت ذکرکړی دی -
[۱۷] دامتعلق دی د ( يُبَيِّنُ لَكُمْ كَثِيرًا آه) سره اورد دی په یوه ډله داهل کتابوچه نصاریٰ دی چه هغوی ته په انجیل کښی عبدیت د عیسیٰ علیه السلام بیان شوی وؤ اوهغه دوی پټ کړو او الوهیت د عیسیٰ علیه السلام ئی خپل دین اوگرځوؤ نوقرآن هغه خبره ښکاره کړه اوحکم ئی اوکړو چه دا قول او عقیده خو کفردی چه څوک عیسیٰ علیه السلام ته الٰه وائی دا قول دیعقوبیه ډلی وؤ دنصاریٰ نه ددوی مقصد داوؤ چه اللّه تعالٰی په عیسیٰ علیه السلام کښی حلول کړی دی (قُلْ فَمَنْ يَمْلِكُ) نوپه څلورو طریقو سره ددغی عقیدی تردید کوی اوله طریقه داده چه دا عالم سره د عیسیٰ علیه السلام سره فناکیدونکی دی اوڅوک دفنا کیدلو نه بچ کوؤنکی نیشته نو عیسیٰ علیه السلام هم فنا کیدونکی دی اودفنا نه ځان او نورخلق هم نشی بچ کولی نوڅنگه مدبر او الٰه کیدی شی ، یملک په معنیٰ د دیقدر او یستطیع یا یمنع سره دی (مِنَ اللَّهِ) نه مراد عذاب اللّه یا من امراللّه (وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ) دادوهمه طریقه ده چه نظام چلوؤنکی د ټول عالم اللّه تعالٰی دی او عیسیٰ علیه السلام خو په مابینهما کښی داخل دی نوهغه رعیت او مملوک دی الٰه نه دی (يَخْلُقُ) دا دریمه طریقه ده یعنی عیسیٰ علیه السلام خلق په معنیٰ دایجاد سره نشی کولی هغه صرف صورت جوړوؤ اوصرف مرغئ ئی جوړولی هرڅیزمایشاء ئی نشو جوړولی (وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) داڅلورمه طریقه ده چه اللّه تعالٰی خوقدرت مطلقه لری چه بغیر داصل نه خلق کولی شی لکه آسمانونه اوځمکه شوه -
[۱۸] دابل رد دی په عقیده د اهل کتابو (چه یهود اونصاریٰ دی) اوشاره ده لکه چه دوی افراط کړی وؤ په باره د عیسیٰ او عزیر علیهم السلام کښی نو داسی دوی افراط کوؤ دخپل ځانونوباره کښی دپاره دتزکیی او غوره والی ښکاره کولو په نورو خلقو اودپاره ددی چه څوک په دوی باندی هیڅ قسم طعن او اعتراض اونه کړی نودوی وئیل (نَحْنُ أَبْنَاءُ اللَّهِ وَأَحِبَّاؤُهُ) په دی سره دوی خپل عصمت ثابتولو ، په دی قول کښی ډیرتوجیهات دی اول دا چه دا دعویٰ ددوی په تشبیه باندی بنا ده یعنی اللّه تعالٰی په مونږباندی په شان دپلار شفقت کؤونکی دی اومونږدهغه خواص او مقربین یو په شان د ځامنو پلار ته او احبائه دهغی تفسیردی ، دوهمه توحیه، الوسی وئیلی دی چه دتورات او انجيل په اصطلاح کښی ابن تابعدار او مقرب او دوست ته وئیلی کیدلو اوالوسی په روح المعانی دهغوی نه ډیر عبارتونه په دی طریقی سره نقل کړی دی (قُلْ فَلِمَ يُعَذِّبُكُمْ بِذُنُوبِكُمْ) په دی قول سره ددوی په څلورطریقو سره رد دی اوله داده چه پلار خپل خوږ ځوی او دوست خپل محبوب دوست ته خوعذاب نه ورکوی اوتاسوله خو اللّه تعالٰی ډیرعذابونه درکړی دی په مسخ سره، په غرونوپورته کولوسره ، په تذلیل او پریشان کولو سره اوپه مقتضیٰ دقول ددوی سره چه ( لَن تَمَسَّنَا النَّارُ إِلَّا أَيَّامًا مَّعْدُودَةً) سره او يُعَذِّبُ مضارع په معنیٰ دماضی ده (بَلْ أَنْتُمْ بَشَرٌ) دا دوهمه طریقه ده رد دقول د هغوی یعنی ابنیت د اللّه تعالٰی خو وتل دی دبشریت نه اوتاسوخوبشرئی (وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ) دادریمه طریقه درد ده یعنی مملوک یئ د اللّه تعالٰی اوراگیریئ په آسمانونو او ځمکو کښی (وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ) داڅلورمه طریقه د رد ده یعنی په آخرت کښی دهغه دملک او مشیت نه نشی بهرکیدلی بلکه دجزا او سزا دپاره هغه ته ورگرځیدل دی -