لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۲۰ المائدة

يَا أَهْلَ الْكِتَابِ قَدْ جَاءَكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ عَلَى فَتْرَةٍ مِنَ الرُّسُلِ أَنْ تَقُولُوا مَا جَاءَنَا مِنْ بَشِيرٍ وَلَا نَذِيرٍ فَقَدْ جَاءَكُمْ بَشِيرٌ وَنَذِيرٌ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱۹﴾ وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَعَلَ فِيكُمْ أَنْبِيَاءَ وَجَعَلَكُمْ مُلُوكًا وَآتَاكُمْ مَا لَمْ يُؤْتِ أَحَدًا مِنَ الْعَالَمِينَ ﴿۲۰﴾ يَا قَوْمِ ادْخُلُوا الْأَرْضَ الْمُقَدَّسَةَ الَّتِي كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ وَلَا تَرْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِكُمْ فَتَنْقَلِبُوا خَاسِرِينَ ﴿۲۱﴾

ای کتاب والو: یقیناً راغلی دی تاسوته رسول ځمونږ بیان کوی تاسو په وخت د بندیدلو د سلسلی د رسولانو کښی چه اونه وایئ‌ چه نه ؤو راغلی مونږ ته څوک زیری ورکؤونکی اونه ویره ورکؤونکی پس یقیناً راغی تاسوته زیری درکؤونکی اوویره درکؤونکی - او اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی قدرت لرونکی دی ﴿۱۹﴾
اوکوم وخت چه اوئیل موسیٰ علیه السلام قوم خپل ته ای قومه ځما: یادکړئ‌ نعمت د اللّه تعالٰی په تاسوباندی کله چه پیدا ئی کړو په تاسوکښی پیغمبران اوجوړئی کړئ تاسو بادشاهان اودرکړی دی تاسوته هغه نعمتونه چه نه ئی دی ورکړی هیچاته خلقونه ﴿۲۰﴾
ای قومه ځما: داخل شئ ځمکی پاکی ته هغه چه فرض کړی دی اللّه تعالٰی په تاسوباندی جهاد دهغی اومه واپس کیږئ په شاگانو خپلو پس شئ‌ به تاوان والا ﴿۲۱﴾

[۱۹] داتکرار دخطاب دی چه ارسال ددی رسول دپاره ددفع کولو دعذر دخلقو دی اوپه دی سره دفع کول دیووهم دی هغه دادی چه دوی وئیل چه زمونږپه کتابونوکښی متاشبهات دی دهغی وجی نه عیسیٰ علیه السلام ته الٰه وایو اوځان ته ابناء اللّه وایو. حاصل دجواب دادی چه رسول تاسوته رالیږلی شوی دی هغه محکمات پیش کړی دی تاسوته اوبیان کړی ئی دی اوطریقه دعمل په متشابهاتوباندی درخودلی ده نواوس هیڅ عذر مه کوئ (يُبَيِّنُ لَكُمْ) مفعول ددی حذف دی ددی وجی نه چه مخکښی تیرشوی دی (کثیرامماکنتم تخفونه) یا الشرائع و الاحکام (عَلَى فَتْرَةٍ مِنَ الرُّسُلِ) دفتور نه ماخوذ دی سست کیدل او سکون اوانقطاع ته وئیلی شی یعنی په داسی زمانه کښی چه شرائع دمخکنوانبیاؤ باندی عمل کول سست شوی وؤ اومنقطع شوی وؤ دهغی اٍثار هم ختم شوی وؤ ځکه چه دانبیاؤ سلسله قطع شوی وه اوټول عالم په هدایت کښی اخری رسول ته محتاج وؤ نوداسی وخت کښی اللّه تعالٰی دی را اولیږلو اود عیسیٰ علیه السلام او د محمدﷺ په مینځ کښی دمدت اختلاف دی یو قول داچه شپږسوه کلونه دی دوهم پنځه سوه او شپیته کاله (أَنْ تَقُولُوا) کراهیة ان تقولوا یا لئلا تقولو اول قول دبصریانو او دوهم دکوفیانو دی (فَقَدْ جَاءَكُمْ) ددی نه مخکښی عبارت پټ دی یعنی (فلاتعتذرو ا بهٰذالعذر) دغه بهانه مه کوئ -
[۲۰] ربط ددی دمخکښی مضمون سره دادی چه مخکی ددوی ئی بعضی خبائث ذکر کړل چه هغه د افراط سره تعلق لری نواوس ددوی تفریط ذکر کوی چه هغه (۲۲ او ۲۴) کښی ذکر دی (وَإِذْ قَالَ مُوسَى) دا عطف دیو مضمون دی په بل مضمون باندی یعنی مخکښی چه تا ددوی افراط ذکر کړو نودارنگ ذکر کړه دوی ته داقصه (إِذْ جَعَلَ فِيكُمْ أَنْبِيَاءَ) داتفصیل دنعمت دی په ذکر ددری امورو سره اول په کثرت سره انبیاء را لیږل په بنی اسرائيلوکښی دیعقوب علیه السلام ته تر عیسیٰ علیه السلام پوری او دوهم (وَجَعَلَكُمْ مُلُوكًا) ددی نه عامه معنیٰ مراد ده یعنی آزاد د غلامئ‌ د فرعونیانونه اوخاوندان دخادمانو او کورونو اوښخو اودانعمت په ټولو کښی موجود وؤ ځکه ئی جعلکم اوئیل او دریم (وَآتَاكُمْ مَا لَمْ يُؤْتِ) دا نعمتونه معجزانه ظاهری او باطنی دواړه دی اومراد اهلاک ددشمن اوفلق البحر، اوانزال د من و سلویٰ اواوبه را ویستل دگټی نه او سوری کول په غمام سره (مِنَ الْعَالَمِينَ) مرا ددی نه هغه خلق دی چه دبنی اسرائیلو په وخت کښی یا دهغوی نه مخکښی وؤ -
[۲۱] مخکښی آیت کښی تمهید وؤ اوپه دی آیت کښی دشکرنعمت طریقه ذکر کوی (ادْخُلُوا) دادخول په طریقه دجهاد سره دی (الْأَرْضَ الْمُقَدَّسَةَ) په معنیٰ د مبارکه او پاکه یعنی برکات دنیویه اواخرویه په کښی ډیردی اوقتاده وئیلی دی چه دا دشام ځمکه ده ، اوپه هغی کښی بیت المقدس او دمشق فلسطین اوبعضی حصه د اردن داخله ده (الَّتِي كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ) په معنیٰ دتقدیر سره په لوح محفوظ کښی یا په معنیٰ د وعدی د اللّه تعالٰی په ژبه دیعقوب علیه السلام یا په معنیٰ دفرض یعنی فرض کړی دی اللّه تعالٰی په تاسو جهاد دهغی ابن کثیرلیکلی دی چه ځمکه مقدس مسکن وؤ دیعقوب علیه السلام او د اولاد دهغه بیاپه امر دیوسف علیه السلام دوی ټول مصرته نقل شول نوبیاد موسیٰ علیه السلام زمانه کښی چه دوی دمصرنه هجرت اوکړو نودوی ته دی ځمکی ته د داخلیدلو حکم اوشو اودحالات معلوملولو دپاره ئی دولس نقیبان اولیږل نوهغه ځمکه باندی عمالقه جبابره قوم آباد شوی وؤ نودوی ته حکم اوشو چه دهغوی نه داځمکه مقدسه په ذریعه دقتال سره آزاد کړئ‌ -