وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَى مَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ قَالُوا حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ ﴿۱۰۴﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا عَلَيْكُمْ أَنْفُسَكُمْ لَا يَضُرُّكُمْ مَنْ ضَلَّ إِذَا اهْتَدَيْتُمْ إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۱۰۵﴾
اوکله چه اوئیلی شی دوی ته راشئ هغی ته چه نازل کړی دی اللّه تعالٰی او (راشئ) رسول ته وائی دوی پوره ده مونږله هغه لار چه موندلی دی مونږپه هغی باندی مشران خپل آیا اگرچه ؤو مشران ددوی نه پوهیدل په څه شی ددین باندی اونه ئی صحیح لارموندلی وه ﴿۱۰۴﴾
ای ایمان والو: لازم ده په تاسو باندی ذمه واری دځانونو ستاسو ضرر نه درکوی تاسوته هغه څوک چه گمراه وی کله چه تاسو هدایت اوموندلو خاص اللّه تعالٰی ته گرځیدل ستاسودټولودی پس خبربه درکړی تاسوته په هغه عملونو چه کوئ ئی تاسو ﴿۱۰۵﴾
[۱۰۴] په دی کښی زجردی په تقلید کولو دجاهلانو اوابطال دی ددلیل دباطل پرستانو چه اتباع د آباؤ ده یعنی دوی په شرکیاتو او په جوړلو دبحیره سائبه وغیره کښی دلیل شرعی نه لری بل دلیل ئی طریقه مشرانو ده (وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ) مجهول صیغه دپاره دتعمیم دقائلانوده یعنی چه هرڅوک او هروخت چه هغوی ته دا دعوت ورکړی شی (تَعَالَوْا) دالفظ دخپلی مادی (علو) په وجی سره په هغه آواز کښی ذکر کیدی شی چه ترقئ طرف ته بلنه وی (إِلَى مَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ) اشاره ده چه قرآن او حدیث دواړه مستقل شرعی دلیلونه دی معلومه شوه چه حجت په دین کښی قرآن اوحدیث دی اواجماع اوقیاس په دغی دواړوباندی بنادی که ددی مستند وی نوهغه اجماع اوقیاس مقبول دی اوکه ددی مستند نه وی نومردود دی (قَالُوا حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا) په لفظ دحسبنا کښی ډیرتاکید دجهل دهغوی دی یعنی قرآن اوسنت ته حاجت نه گنړی ځکه چه طریقه دمشرانوپوره گنړی - آباءنا مراد ددی نه ددوی دمسلک علماء او مشران دی لکه چه راغب په مفردات کښی لیکلی دی (أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ) حاصل دا چه تابعداری (دهغه آباؤچه عالمان اوهدایت والا وی) په کارونو دشرک کښی اوپه بی دلیله خبروکښی جائز نه ده نوچه بی علمه او بی هدایته وی نوپه طریقه اولیٰ سره جائز نه ده (لَا يَعْلَمُونَ شَيْئًا) مراد دشئ نه دلیل اوحق دی (وَلَا يَهْتَدُونَ) مراد اهتداء نه عمل کول دی په دلیل شرعی باندی یعنی نه عالمان دی اونه هدایت والا دی بلکه جاهلان اوگمراهان دی - اوخازن ، رازی او نسفی وغیره دلته لیکلی دی چه معلومه شوه چه اقتداء دعالم مهتدی صحیح ده په دی شرط چه قول دهغه په حجت اوبرهان اودلیل باندی بنا وی نوکه عالم مهتدی وی لیکن یوقول ئی بی دلیله وی نودهغه تقلید هم جائز نه دی نوداآیت دلیل دی په رد دتقلید باندی په شرعیاتو کښی ځکه چه تقلید په معنیٰ دقبلولودقول دغیر دی په شرعیاتوکښی بغیرد دلیل یا دمعرفت ددلیل نه -
[۱۰۵] ربط ددی آیت دمخکی سره قرطبی دجابربن زید نه نقل کړی دی هغه دادی چه هرکله به یوکس اسلام راوړو نوکافرانو به ورته وئیل چه تاخپل مشران کم عقل اوگنړل اوگمراه دِ اوگنړل نوکه زمونږمشران بی علمه بی هدایته وؤ نوستاسو مشران هم داسی وؤ نوپه دی آیت کښی دهغی جواب ذکر کوی (عَلَيْكُمْ أَنْفُسَكُمْ) علیکم اسم فعل دی په معنیٰ د الزاموا سره یعنی لازم اونیسئ اصلاح دخپلو ځانونو په تابعدارئ دکتاب او سنت سره (کله چه مخالفین ئی نه منی) مهائمی معنیٰ لیکلی چه په تاسوباندی اصلاح دخپلو نفسونو لازم ده په اتباع دکتاب اوسنت اوپه دعوت کولو او امربالمعروف اونهی عن المنکر کولو سره په هغی کښی کوتاهی مه کوئ نودهغی نه روستو چه څوک گمراهی کوی نوپه تاسو هیڅ وبال نیشته نوداآیت صریح دی په وجوب د امربالمعروف اونهی عن المنکرباندی (لَا يَضُرُّكُمْ مَنْ ضَلَّ) یعنی دهغوی دگناه په تاسو باندی اثرنه پریوځی که هغوی حسبناماوجدنا اه وائی یا عناد کوی په قول اوپه عمل - دارنگ ستاسو هغه مشران چه گمراه تیرشوی دی دهغوی دگمراهئ په تاسو باندی عیب اوگناه نیشته (إِذَا اهْتَدَيْتُمْ) اهتداء داده چه تاسو اتباع دقرآن اوسنت کوئ اوامربالمعروف او نهی عن المنکر د خپل طاقت موافق کوئ (فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ) مراد دنباءنه جزا اوسزا ورکول دی اوشربینی وئیلی دی چه اشاره ده چه هیڅ څوک دبل چاپه گناه باندی نشی نیولی کیدلی -