يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا شَهَادَةُ بَيْنِكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ حِينَ الْوَصِيَّةِ اثْنَانِ ذَوَا عَدْلٍ مِنْكُمْ أَوْ آخَرَانِ مِنْ غَيْرِكُمْ إِنْ أَنْتُمْ ضَرَبْتُمْ فِي الْأَرْضِ فَأَصَابَتْكُمْ مُصِيبَةُ الْمَوْتِ تَحْبِسُونَهُمَا مِنْ بَعْدِ الصَّلَاةِ فَيُقْسِمَانِ بِاللَّهِ إِنِ ارْتَبْتُمْ لَا نَشْتَرِي بِهِ ثَمَنًا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى وَلَا نَكْتُمُ شَهَادَةَ اللَّهِ إِنَّا إِذًا لَمِنَ الْآثِمِينَ ﴿۱۰۶﴾
ای ایمان والو: وصی جوړول د مینځ ستاسو کله چه نزدی شی توتن ستاسو ته مرگ په وخت دوصیت کول دوه تنه دِ وی انصاف والا ستاسونه یانور دوه تنه سوا ستاسونه که تاسو سفرکوئ په ځمکه کښی پس اورسی تاسوته مصیبت دمرگ حصاروئ به دی دواړولره روستو دمانځه (دمازیگرنه) پس قسم به کوی دواړه په اللّه تعالٰی که شک کوئ تاسو (وائی به دوی) نه آخلو مونږدی سره عوض اگرچه وی خپلوان اونه پټوو مونږشهادت د اللّه تعالٰی یقیناً مونږپه دغه وخت خامخا دگنهکارو نه یو ﴿۱۰۶﴾
[۱۰۶] ربط دادی چه مخکی آیت کښی ئی حفاظت دنفوسو ذکر کړو نوپه دی آیت کښی حفاظت دمالونو ذکر کوی په طریقه دوصیت او دقسم سره (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا) اشاره ده چه معاملات مالیه په شرعی طریقه سره حل کول دایمان تقاضا ده (شَهَادَةُ بَيْنِكُمْ) مراد دشهادت نه اشهاد (حاضرول) دی په وخت دوصیت کښی اوبعضو وئیلی دی چه مراددی نه قسم دی (إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ) حضرپه معنیٰ دقرب دی (نزدی شی) یامراد ددی نه دادی چه اسباب دمرگ حاضر شی اوداتاویل ددی وجی نه کیږی چه هرکله مرگ حاضرشی نو بیا خبری نشی کولی (حِينَ الْوَصِيَّةِ) په دی کښی تنبیه ده په اهتمام دوصیت باندی اودلته وصیت کول په مال سره نه دی بلکه وصی گرځول په باره دمال کښی دی - (ذَوَا عَدْلٍ مِنْكُمْ) یعنی اسلام او عدالت دواړه په کار دی عدل په مقابل دفسق کښی دی (أَوْ آخَرَانِ مِنْ غَيْرِكُمْ) په دی کښی داهل علمو اختلاف دی اکثرو وئیلی دی چه مراد ددی نه غیرمسلم دی - اوبعضو وئیلی دی چه مراد دمنکم نه ستاسو اقرباء اوغیرکم نه مراد اجانب (پردی) دی (إِنْ أَنْتُمْ ضَرَبْتُمْ فِي الْأَرْضِ) اشاره ده چه داسی ضرورت په وخت دسفرکولوکښی پیش راځی (تَحْبِسُونَهُمَا) اشاره ده چه دوی مدعاعلیها اوگرځی نودوی دتختیدلوکوشش کوی ددی وجی نه لفظ حبس ئی ذکرکړو (مِنْ بَعْدِ الصَّلَاةِ ) مونځ دمازیگرمراد دی یامطلق مونځ دی (فَيُقْسِمَانِ بِاللَّهِ) یعنی په دوی باندی دعویٰ چه اوکړی شی په باره دخیانت کولوسره په وصیت ادا کولوکښی اودوی ترینه انکار اوکړی اونورگواهان دمدعی دپاره نیشته نومنکرباندی قسم وی نوددی وجی نه دوی به قسم کوی اودلیل دی چه قسم اللّه تعالٰی پوری خاص دی اگرچه اهل ذمه کافروی نوهم به قسم ورکیدی شی په اللّه تعالٰی سره (إِنِ ارْتَبْتُمْ) ارتیاب نه مراد په هغوی باندی دعویٰ کول دی په سبب دشک کولوسره په وصیت اداکولوکښی اشاره ده چه بغیردعویٰ نه مدعا علیه قسم نشی ورکید لی (لَا نَشْتَرِي بِهِ ثَمَنًا) داجواب قسم دی اشتراء په معنیٰ دحصول دعوض ده اوثمناپه معنیٰ دعوض دنیوی دی یعنی مونږد اللّه تعالٰی نوم ددی دپاره نه دی ذکرکړی چه دنیوی عوض پری حاصلوؤ بلکه زمونږمقصد دحق اقامت دی (وَلَا نَكْتُمُ شَهَادَةَ اللَّهِ) هغه شهادت چه اللّه تعالٰی مونږته دهغی علم راکړی دی -