وَإِذَا سَمِعُوا ۲۵۳ المائدة

فَإِنْ عُثِرَ عَلَى أَنَّهُمَا اسْتَحَقَّا إِثْمًا فَآخَرَانِ يَقُومَانِ مَقَامَهُمَا مِنَ الَّذِينَ اسْتَحَقَّ عَلَيْهِمُ الْأَوْلَيَانِ فَيُقْسِمَانِ بِاللَّهِ لَشَهَادَتُنَا أَحَقُّ مِنْ شَهَادَتِهِمَا وَمَا اعْتَدَيْنَا إِنَّا إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۰۷﴾ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يَأْتُوا بِالشَّهَادَةِ عَلَى وَجْهِهَا أَوْ يَخَافُوا أَنْ تُرَدَّ أَيْمَانٌ بَعْدَ أَيْمَانِهِمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاسْمَعُوا وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ ﴿۱۰۸﴾

پس که خبراوکړی شوپه دی خبره چه یقیناً دی دواړوکړی دی گناه (په دروغ قسم کولوسره) پس نودوه کسان اودریږی به په ځای ددی دواړو دهغه کسانونه چه دعویٰ دحق شوی ده په هغوی باندی چه نزدی وی دا دواړه مړی ته پس قسم به کوی په اللّه تعالٰی چه خامخا زمونږبیان رشتینی دی دبیان ددغه دواړونه اوزیاتی نه دی کړی مونږ یقیناً مونږبه دغه وخت دظالمانونه یو ﴿۱۰۷﴾
داطریقه ښه نزدی ده دی ته چه راتلل به کوی دوی په شهادت سره په طریقه دهغی (دوجی دویری د اللّه تعالٰی نه) یابه اویریږی واپس به شی قسمونه ددوی پس دقسم کولو ددوی نه او اوریږئ‌ د اللّه تعالٰی نه او واورئ‌ اللّه تعالٰی توفیق نه ورکوی قوم نافرمان ته ﴿۱۰۸﴾

[۱۰۷] داتتمه دماقبل ده یعنی حکم دی روستودښکاره کیدلو ددروغونه په قسم کښی (فَإِنْ عُثِرَ) عثرة په اصل کښی غورزیدلو ته وئیلی شی په یوڅیزباندی اوپه معنیٰ داطلاع هم راځی لکه سورة کهف کښی (أَعْثَرْنَا عَلَيْهِمْ) (اسْتَحَقَّا إِثْمًا) استحقاق په معنیٰ دکولو دهغه فعل دی چه موجب او سبب وی دیوکار دپاره اثمانه نه مراد گناه دخیانت دی په حصول دمال حرام سره یاپه دروغه قسم کول دی - یعنی روستو دفیصلی نه په قسم دمنکرینوسره معلومه شی چه داقسم دوی په دروغه کړی دی نوهغه فیصله به ماته کړی شی (فَآخَرَانِ) داصفت دی اوموصوف پټ دی یعنی رجلان آخران (يَقُومَانِ مَقَامَهُمَا ) هما ضمیرراجع دی اثنان ته (یعنی چه اول قسم ئی په دروغه کړی وؤ) اوداقیام په کولو دقسم کښی دی اوداپه هغه وخت کښی ده چه روستو دښکاره کیدلو دخیانت نه مخکنی دواړه کسان دعویٰ دملکیت دهغه څیزاوکړی اوورثه دهغی نه انکارکوی نوحق دقسم ثابت شوپه ورثؤباندی دانکاردوجی نه (مِنَ الَّذِينَ اسْتَحَقَّ عَلَيْهِمُ) من بیان داخران دی استحق داپه معنیٰ د ثبت الحق علیهم دی اودحق نه مراد دعویٰ دملکیت ده اوهغه سبب دقسم کولودی یعنی په سبب د دعویٰ داول دواړه کسانو دملکیت حق ثابت شو په ورثؤباندی دقسم کولو (الْأَوْلَيَانِ) دا تنبیه د اولیٰ ده او اولیٰ په معنیٰ داقرب دی یعنی هغه دوه وارثان چه مړی ته زیات نژدی وی په نسب کښی (لَشَهَادَتُنَا أَحَقُّ مِنْ شَهَادَتِهِمَا) دامضمون دقسم ددوی دی اوشهادت په معنیٰ دقسم دی احق په معنیٰ دصدق اوحق دار دقبلولو دی (إِنَّا إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ) هرکله چه دوهم قسم کښی زیات تاکید په کاردی دوجی دردکولوداول نه ددی وجی نه دلته ئی ظالمین اوئیل اومخکی ئی اثمین وئیلی وؤ حاصل دمعنیٰ ددواړو آیاتونو دادی چه په حال دسفرکښی په یوشخص باندی مرگ راشی اودده سره مال وی نودوه کسانو ملگروته دی وصیت اوکړی هغوی په صفت دگواهانو هم دی اووصیان هم دی اووصیت کښی دِ دا اوائی چه ځما دامال ځما ورثوته اورسوئ‌ هغوی هغه مال چه ورثؤته اورسوی اوورثه ورباندی دخیانت دعویٰ اوکړی اودوی انکار کوی دخیانت نه نودوی باندی قسم کول لازم شول هرکله چه څه وخت روستوپه څه وجی سره معلوم شی چه دوی واقعی خیانت کړی دی اوقسم ئی په دروغه کړی وؤ نودوی دخیانت نه دبچ کیدلودپاره دعویٰ اوکړی دملکیت دهغه څیزاوورثه دهغوی دملکیت نه انکاراوکړی نوبیابه ورثؤته قسم ورکړی شی که هغوی قسم اوکړو نومخکنئ فیصله به ماته کړی شی اوهغه وصیان به دخیانت ذمه وارشی اوکه ورثؤ دقسم کولو نه انکاراوکړو نومخکنئ فیصله به په خپل ځای باندی پاتی شی -
[۱۰۸] په دی کښی دماقبل طریقی فائده ذکرکوی یعنی په شهادت او په قسم کښی ددروغونه دبچ کیدلودپاره دا طریقه ده (ذَلِكَ) ماقبل طریقی دفیصلی ته اشاره ده (عَلَى وَجْهِهَا) وجه په معنیٰ د دحقیقت اوطریقه اصلی ده (أَوْ يَخَافُوا) (سوال) اَوْ خودپاره دتردید اودتنویع او تخییرراځی دلته خودماقبل سره ددی هیڅ معنیٰ صحیح نه ده؟ (جواب) اَوْ دپاره دتنویع دی اومعطوف علیه پټ دی یعنی (یاًتوا بالشًَهَادة علی وَجهِهَا لِخَوُف اللّٰه اَویخافوا آه) یعنی صحیح او حقیقی شهادت به کوی دویری د اللّه تعالٰی نه اودهغه دعذاب نه (اودادمتقیانوحال دی) اویابه ویریږی ددی نه چه مخکنی قسمونه به ئی دروغژن ثابت شی نوواپس به کړی شی نوپه خلقو کښی به اوشرمیږی (دادعاموخلقوحال دی) (أَنْ تُرَدَّ أَيْمَانٌ) رد مقابل دی دقبول نودایمان مراد قسمونه دموصیٰ الیهم دی چه خیانت ئی کړی وی یارد په معنیٰ دپیش کولودی (الْفَاسِقِينَ ) دلته فسق نه مراد تقویٰ اوسمع پریخودل دی اودهدایت نه هدایت دحجت مراد دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>