وَإِذَا سَمِعُوا ۲۵۴ المائدة

يَوْمَ يَجْمَعُ اللَّهُ الرُّسُلَ فَيَقُولُ مَاذَا أُجِبْتُمْ قَالُوا لَا عِلْمَ لَنَا إِنَّكَ أَنْتَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ ﴿۱۰۹﴾ إِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِي عَلَيْكَ وَعَلَى وَالِدَتِكَ إِذْ أَيَّدْتُكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ تُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَإِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ وَإِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ بِإِذْنِي فَتَنْفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِي وَتُبْرِئُ الْأَكْمَهَ وَالْأَبْرَصَ بِإِذْنِي وَإِذْ تُخْرِجُ الْمَوْتَى بِإِذْنِي وَإِذْ كَفَفْتُ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَنْكَ إِذْ جِئْتَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ مُبِينٌ ﴿۱۱۰﴾

په کومه ورځ چه جمع کړی اللّه تعالٰی رسولان پس اوبه وائی څنگه قبول شوی وئ تاسو دوی به وائی هیڅ علم نیشته مونږلره بیشکه ته ښه پوهه ئی په پتوڅیزونو ﴿۱۰۹﴾
کوم وخت چه اوبه وائی اللّه تعالٰی ای عیسیٰ ځوی دمریم یادکړه نعمت ځما په تاباندی او مورستاباندی کوم وخت چه کلک کړی ماتهٔ په روح پاک سره خبری دِ کولی خلقوسره په غیږه دمورکښی اوپه پوخ عمرکښی اوکله چه اوخودلوماتاته کتاب (قرآن) اوسنت او تورات اوانجیل اوکله چه جوړولی تا خټونه به شان دشکل دمرغئ په حکم ځما پس پوکی به کؤوتاپه هغی کښی پس شوه به مرغئ‌ په حکم ځما اوجوړه ؤو تازیږیدلی ړوند اوبرگی والا په حکم ځما، اوکله چه راویستل تا (دځمکی نه) مړی په حکم ځما اوکله چه بندکړل ما بنی اسرائیل ستا (دوژلونه) کله چه راوړوتادویته ښکاره معجزات پس اویل کافرانوددوی نه نه دی دامگرجادو دی ښکاره ﴿۱۱۰﴾

[۱۰۹] ربط دادی چه مخکی چه کوم احکام اوشرائع ذکر کړل نواوس تخویف اخروی ذکرکوی دپاره دهغه احکامومنلو (يَوْمَ يَجْمَعُ اللَّهُ الرُّسُلَ) جمع خودټولوامتونو سره درسولانونه ده لیکن سوال دانبیاؤ جدا دی دسوال دامتیانونه دوجی دشرافت درسولانونه دهغوی سوال او جواب ئی جدا ذکرکړی دی اومراد ددی نه ټول رسولان دی سره دآخری رسول نه (فَيَقُولُ مَاذَا أُجِبْتُمْ) اشاره ده ددوی نه دتبلیغ تپوس نه کوی بلکه حال دامت تپوس کوی اجابت مستلزم دی دعوت لره یعن تاسو دعوت دتوحید او ددین کړی امتیانوته لیکن هغوی تاسوته څنگه جواب درکړی دی یاڅنگه اجابت (قبولیت) ستاسو کړی شوی دی اواجابت عام دی (قَالُوا لَا عِلْمَ لَنَا) (سوال) دسوال دانبیاؤنه څه فائده ده؟ (جواب) اثبات دعقیدی دنفی دعلم غیب دهغوی نه په دنیا کښی اوتوبیخ او زجر مخالفت کؤونکو ته - (سوال) انبیاؤ ته علم وؤ چه چا موافقت دهغوی کړی دی اوچانه دی کړی نوددی قول څه مقصد دی؟ (جواب (۱)) په ظاهری اقوالوسره چه کومه پوهه حاصلیږی هغه په اصل کښی علم نه دی بلکه ظن دی یعنی داجابت کوؤنکوپه حال باندی علم یقینی زمونږ نه وؤ بلکه صرف ظن وؤ دا جواب امام رازی ذکر کړی دی - (جواب (۲)) دقیامت د هیبت او دفرع دوجی نه به انبیاء داسی اوائی لیکن، قرطبی، خارن او رازی په دی جواب باندی ردکړی دی ځکه چه انبیاء علیهم السلام (وَهُم مِّن فَزَعٍ يَوْمَئِذٍ آمِنُونَ ،لَا يَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الْأَكْبَرُ) (جواب (۳)) داقول ددوی دپاره داظهار د انکسار او د تواضع دی لیکن مراد ددی نه انکساراوتواضع ده په نفس الامرکښی نه په طور ددروغو ځکه چه انبیاء علیهم السلام ددروغونه پاک اومعصوم دی - په دی دواړو جوابونوباندی بریلیانو خپل استدلال کړی دی یعنی دوی وائي چه انبیاء خوپه غیب باندی علم لری لیکن دهیبت دوجی یا دتواضع دوجی نه ئی ویلی دی لاعلم لنا؟ نوجواب به اوکړی (لَا عِلْمَ لَنَا بِمَااَحْدَثُوْا بَعْدَنَا) په هغه کارونو اوبدعاتو چه دی خلقو روستو دمرگ زمونږنه پیداکړی دی اوتائید ددی حدیث د حوض کوثردی چه بخاری او مسلم ذکر کړی دی چه په هغی کښی جواب دملائکو اخری نبی ﷺ ته داسی دی (انک لا تدری ما احدثوا بعدک) یقیناً ته نه پوهیږی چه دی خلقو ستانه روستو کوم بدعات پیداکړی دی (إِنَّكَ أَنْتَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ ) دا آیت صریح دلیل دی چه انبیاء علیهم السلام ترمرگ پوری عالم الغیب نه وؤ اوکوم کارونه چه امتیان کوی دهغه اعمالونه هم انبیاء علیهم السلام خبرنه دی اوپه کوم حدیث کښی چه عرض داعمالو (پیش کول) په نبی باندی ذکردی روستو دوفات دهغه نه نوهغه حدیث دروافضو دی اوحدیث ضعیف دی -
[۱۱۰] دادلیل نقلی تفصیلی (خاص) دی د عیسیٰ علیه السلام په نفی دعلم غیب سره دهغه نه روستو ددلیل نقلی اجمالی نه (اذْكُرْ نِعْمَتِي عَلَيْكَ) قرطبی وئیل دی چه مراد دذکرنه دادی چه امت ته ئی بیان کړه دپاره اظهار دعزت دموراوځوی اودپاره دتاکید دحجت دهغه - نعمتی، مفردپه معنیٰ دجنس دی چه په هغی کښی نبوت رسالت دهغه داخل دی (وَعَلَى وَالِدَتِكَ) چه هغه دمس دنارینه بچ ساتلی شوی ده او پاک ساتلی شوی ده اوپه نورو زنانوباندی غوره والی ورکړی وؤ (إِذْ أَيَّدْتُكَ) دابدل دی دنعمتی بدل بعضی یعنی نعموته نه ئی بی شماره دی لیکن دامذکور خاص نعمتونه دی (بِرُوحِ الْقُدُسِ) مصداق ددی جبرائیل علیه السلام دی چه د عیسیٰ علیه السلام سره به هروخت گرځیدلو - یامراد ددی نه روح اونفس د عیسیٰ علیه السلام دی چه پاک وؤ دخیرودگناه نه (تُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا) دابیان دتائید دهغه دی په ذکر دخاص حال سره چه هغه تقویت دقوت ناطقه دی اومراد دکلام نه دعوت الی اللّه دی (سوال) په کهولت کښی خو هرڅوک خبری کولی شی نوددی حالت ذکرئی ولی اوکړو؟ (جواب) په دی کښی ډیرفائدی دی اول داچه دکلام دمهد او کهولت فرق نیشته دوهمه داچه په عیسیٰ علیه السلام باندی هغه حالات راځی کوم چه عام بشرباندی راځی (وړوکوالی زوړوالی وغیره) دریمه فائده بعضی مفسرینو وئیلی دی چه دده نبوت اوبیاآسمان ته پورته کول دزمانی دکهولت نه وړاندی وؤ نوپه کهولت کښی دکلام کولومقصد دادی چه دی به دآسمان راکوزیږی اوعمربه ئی دکهولت وی اوکلام به کوی (الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ) دکتاب نه مراد ظاهری عمل دی کوم چه لیکلی کیږی اوحکمت نه مراد اسراراوباطنی علم دی چه بغیردکتابت نه وی دوهم قول دادی چه دنعمت دنزول د عیسیٰ علیه السلام نه روستو دی اومراددی نه قرآن اوسنت د نبی ﷺ دی او (التَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ ) ورته مخکی درفع السماء نه ورته خودلی شوی وؤ اول مکلف وو په توراة باندی بیاروستو ورته انجیل ورکړی شو (إِذْ تَخْلُقُ) داهم تفصیل دی دنورو نعمتونو - اوپه دی کښی دوهم قسم احتیاج دهغه ذکر کوی یعنی په تصرفاتو معجزانه کښی اللّه تعالٰی ته محتاج وؤ په دلیل دلفظ د اِذنِی سره (وَإِذْ كَفَفْتُ) په دی سره هغه نعمت ذکرکوی چه په هغی کښی دفع دضررده اوپه دی کښی دریم حاجت (په حفاظت دهغه کښی) ذکرکړی دی یعنی هرکله چه بنی اسرائیلو ته دغه معجزات ئی راوړل نوبعضی کسانو کفراوکړو اومعجزاتو ته ئی سحر اوئیل نوبیائی د عیسیٰ علیه السلام دقتل کولو تدبیرونه جوړکړل نو اللّه تعالٰی دهغوی دشرنه بچ کړوپه رفع سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>