وَإِذَا سَمِعُوا ۲۵۵ المائدة
وَإِذْ أَوْحَيْتُ إِلَى الْحَوَارِيِّينَ أَنْ آمِنُوا بِي وَبِرَسُولِي قَالُوا آمَنَّا وَاشْهَدْ بِأَنَّنَا مُسْلِمُونَ ﴿۱۱۱﴾ إِذْ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ هَلْ يَسْتَطِيعُ رَبُّكَ أَنْ يُنَزِّلَ عَلَيْنَا مَائِدَةً مِنَ السَّمَاءِ قَالَ اتَّقُوا اللَّهَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۱۱۲﴾ قَالُوا نُرِيدُ أَنْ نَأْكُلَ مِنْهَا وَتَطْمَئِنَّ قُلُوبُنَا وَنَعْلَمَ أَنْ قَدْ صَدَقْتَنَا وَنَكُونَ عَلَيْهَا مِنَ الشَّاهِدِينَ ﴿۱۱۳﴾
اوکله چه واچولو ماپه زړه دحوارینوکښی چه ایمان راوړئ په ما اوپه رسول ځما اوئیل دوی ایمان راوړی دی مونږاوته گواه شه چه یقیناً مونږه منونکی یو ﴿۱۱۱﴾
کله چه اوئیل حواریانو: ای عیسیٰ ځویه دمریم آیا اونه منی ستارب چه رانازل کړی په مونږباندی یودسترخوان د آسمان نه اوئیل هغه اویریږئ د اللّه تعالٰی که تاسو یئ مؤمنان ﴿۱۱۲﴾
اوئیل دوی غواړومونږچه خوراک اوکړو دهغی نه اوچه کلک شی زړونه ځمونږ اوښه پوهه شو چه تارشتیا وئیلی دی مونږته اوشوبه مونږه په هغی باندی د گواهی کؤونکونه ﴿۱۱۳﴾
[۱۱۱] روستو دذکر دنعمتونولازمه نه ذکردمتعدی نعمتونوکوی اوپه دی کښی د عیسیٰ علیه السلام څلورم احتیاج الی اللّه ذکر کوی یعنی حواریین ملگری کول د عیسیٰ علیه السلام سره لکه چه زمونږ دنبی ﷺ صحابه هم اللّه تعالٰی پیداکړی وؤ دهغه دملگرتیا او تائید دپاره ( الْحَوَارِيِّينَ) جمع دحواری ده اوماخوذ دی دحورنه په معنیٰ دسپین والی نوحواری داسی دوست ملگری ته وئیلی شی چه مخلص اواراز دار وی زړه ئی سپین وی (خالی دمنافقت نه) (قَالُوا آمَنَّا وَاشْهَدْ بِأَنَّنَا مُسْلِمُونَ) قاعده داده چه ایمان او اسلام یوځای ذکرشی نوپه هغی کښی فرق مقصد وی نوایمان صفت دزړه دی اواسلام نوم دظاهری اعمالودی نوددی وجی نه ایمان ئی مخکی کړوپه اسلام باندی -
[۱۱۲] په دی آیت اوورپسی آیت کښی تمهید دی دپاره ددعا دمائدی اودنزول د هغی اوپه دی واقعه کښی ذکر دپنځم احتیاج د عیسیٰ علیه السلام دی اللّه تعالٰی ته په باره دمعجزی دمائده کښی (يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ) مهائمی ویلی دی چه دی خطاب کښی اشاره ده چه مونږتا عبد د اللّه تعالٰی گنړومونږتاته الٰه یا ابن اللّه نه وایو ددی وجی ستانه دعا غواړو اوانزال دمائدی ستا په اختیارکښی نیشته (هَلْ يَسْتَطِيعُ) (سوال) حواریین خوکامل مؤمنان دی اوهغوی اللّه تعالٰی او دهغه صفتونه پیژنی نودهغوی د اللّه تعالٰی په قدرت کښی شک نیشته نوهل یستطع ئی ولی اوئیلو؟ (جواب) د ااستفهام تقریری دی هل په معنیٰ دقد سره دی اوداتاویل په دی سبب سره دی چه خازن وئیلی دی چه نه دی جائز هیچ چالره چه وهم اوکړی په حواریین کښی چه هغوی شک کوؤ په قدرت د اللّه تعالٰی کښی (مَائِدَةً مِنَ السَّمَاءِ) په مائده کښی دوه قولونه دی اول داچه نفس تیارطعام ته وئیلی شی دوهم داچه دسترخوان چه په هغی باندی طعام پروت وی -
[۱۱۳] داذکر دعذر اوسبب دطلب مائده دی (نُرِيدُ أَنْ نَأْكُلَ مِنْهَا) څلورمقاصد ئی ذکرکړی دی اول خوراک کول قرطبی دماوردی نه نقل کړی دی چه دلته مراد اکل دپاره دحصول دبرکت دی (وَتَطْمَئِنَّ قُلُوبُنَا) مراد داطمینان نه زیادت دیقین دی په قدرت د اللّه تعالٰی باندی یااطمینان په دی خبره چه اللّه تعالٰی مونږ ددعوت ددین دپاره منتخب کړی یو (وَنَعْلَمَ أَنْ قَدْ صَدَقْتَنَا) مراد علم نه زیادت دعلم دی په صدق د رسالت دهغه باندی (وَنَكُونَ عَلَيْهَا مِنَ الشَّاهِدِينَ) مراد ددی نه شهادت د توحید د اللّه تعالٰی دپاره اودرسالت درسول دپاره یا شهادت په معنیٰ دخبرورکوؤنکی دی غائبینوته په صدق دتوحید اورسالت او ددی معجزی -