وَإِذَا سَمِعُوا ۲۵۶ المائدة
قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا أَنْزِلْ عَلَيْنَا مَائِدَةً مِنَ السَّمَاءِ تَكُونُ لَنَا عِيدًا لِأَوَّلِنَا وَآخِرِنَا وَآيَةً مِنْكَ وَارْزُقْنَا وَأَنْتَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ ﴿۱۱۴﴾ قَالَ اللَّهُ إِنِّي مُنَزِّلُهَا عَلَيْكُمْ فَمَنْ يَكْفُرْ بَعْدُ مِنْكُمْ فَإِنِّي أُعَذِّبُهُ عَذَابًا لَا أُعَذِّبُهُ أَحَدًا مِنَ الْعَالَمِينَ ﴿۱۱۵﴾
اوئیل عیسیٰ علیه السلام ځوی دمریم ای اللّه ربه ځمونږنازل کړی په مونږباندی دسترخوان دآسمان نه چه وی مونږله اختر مخکنوځمونږلره اوروستنو ځمونږلره او نښه به وی ستانه اورزق راکړی مونږله اوته غوره درزق ورکؤونکو نه ئی ﴿۱۱۴﴾
اوفرمائیل اللّه تعالٰی یقیناً زه نازلوونکی دهغی یم په تاسوباندی، پس چاچه کفراوکړو روستو ددی ستاسونه زه به عذاب ورکړم هغه لره داسی عذاب چه نه به ورکړی وی ما داسی عذاب هیچ چاته دخلقو نه ﴿۱۱۵﴾
[۱۱۴] هرکله چه عیسیٰ علیه السلام پوهه شو چه ددوی مقصد صحیح دی نودعائی اوغوختله اشاره ده احتیاج دهغه ته په دی واقعه کښی اودارنگ ددی نه معلومه شوه چه انبیاء علیهم السلام په معجزاتو کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی (اللَّهُمَّ رَبَّنَا) صفت د الوهیت او ربوبیت ئی دواړه په وسیله کښی ذکر کړی دی دډیرتضرع دپاره (مَائِدَةً) کوفیان وائی په دی کښی معنیٰ دفاعلیت ده یعنی لاسونه دخوراک والو ځان ته مائل کوی اوبصریان وائی داپه معنیٰ دمفعول ده یعنی لاسونه دخوراک والو هغی ته مائل کیږی - (عِيدًا) دعود نه ماخوذ دی ځکه چه هغه په هرکال کښی واپس (دوه کرته) راځی په خوشحالولو سره نودلته معنیٰ عرفی مراد ده یا معنیٰ لغوی مرادده (خوشحالی باربار) اودا معنیٰ غوره ده اووئیلی شویدی چه مائده په ورځ داتوار نازل شوی وه ددی وجی نه دوی په ورځ داتوار باندی عید مناؤ کړو لیکن داقول خلاف دی د حدیث صحیح نه (مضمون ئی دادی چه یهودو دځان دپاره دخالی ورځ او نصاراؤ داتوار ورځ مقررکړه او اللّه تعالٰی مونږته هدایت اوکړو دپاره دورځ دجمعی) نومعلومه شوه چه ورځ داتوار جوړول خلاف ده د هدایت د اللّه تعالٰی نه ( لِأَوَّلِنَا وَآخِرِنَا) په هغه زمانه کښی حاضرین او روستو راتلونکی دروستودپاره دعید کولو وجه داده چه هغوی به ددی مائدی نه خوری اودا به باقی وی یعنی یااللّه دمائده جاری اوساتی (وَارْزُقْنَا) یعنی دامائده مونږدپاره رزق اوگرځوی -
[۱۱۵] په دی آیت کښی ذکر داجابت ددعا دعیسیٰ علیه السلام دی سره دذکر دادب نه په طریقه دتخویف سره ( فَإِنِّي أُعَذِّبُهُ عَذَابًا) په دی کښی اشاره ده یوقوم چه معجزه طلب کړی اوهغوی ته نصیحت هم اوکړی شی اودهغی باوجود دهغی معجزی انکاریا بی ادبی کوی نوهغه دسخت عذاب مستحق دی -
فائده: په نزول دمائده کښی اختلاف دی حسن بصری او مجاهد نه ابن جریر او ابن کثیر په صحیح سند سره نقل کړی دی چه هرکله دوی داسخت تخویف واوریدلو نودوی مطالبه پریخودله او مائده نازله نه شوه اوددی قول تقویت په دی وجه سره کیدی شی چه دنزول دمائدی خبرپه نصاریٰ کښی مشهورنه دی اونه دهغوی په کتاب کښی شته دی - دوهم قول دجمهور اهل علمودی چه مائده نازل شوی ده اوابن جریرداقول غوره کړی دی په دی دلیل چه اللّه تعالٰی وعده کړی وه چه (إِنِّي مُنَزِّلُهَا) او اللّه تعالٰی خپله وعده پوره کوی اوپه دی باندی ډیراثار دسلفونه دلالت کوی چه دیو دهغی نه ترمذی مرفوع سند سره نقل کړی دی (په کتاب التفسیرکښی) چه نازل شوی وه مائده دآسمان نه ډوډئ اوغوښه اودوی ته امر کړی شوی وؤ چه خیانت به نه کوئ اودصبادپاره په ذخیره نه کوئ نودوی خیانت اوکړو او ذخیره ئی اوکړله اودصبا دپاره ئی کیخودل شروع کړل نوددوی شکلونه دشادوگانو اوخنزیرانوپه شان اوگرځیدل او اول قول والا چه وئیلی دی چه نصاریٰ په کتاب کښی نیشته دهغی جواب دادی چه په دی واقعه کښی دهغوی دمشرانو مسخ ذکر شویده ددی وجی نه دوی داواقعه پټه ساتله - اوخپلو کتابونوکښی ئی لیکلی نه ده -