وَإِذَا سَمِعُوا ۲۵۷ المائدة
وَإِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنْتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَهَيْنِ مِنْ دُونِ اللَّهِ قَالَ سُبْحَانَكَ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أَقُولَ مَا لَيْسَ لِي بِحَقٍّ إِنْ كُنْتُ قُلْتُهُ فَقَدْ عَلِمْتَهُ تَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِي وَلَا أَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِكَ إِنَّكَ أَنْتَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ ﴿۱۱۶﴾
اوکوم وخت چه اوبه وائی اللّه تعالٰی ای عیسیٰ ځوی دمریم آیا تا وئیلی دی خلقو ته؟ اونیسئ ما اومورځما دبندگئ حق دار سیوا د اللّه تعالٰی نه ، اوبه وائی پاکی ده تالره (دشرک نه) نه دی جائزمالره چه اوایم هغه چه نه دی مالره لائق که ماوئیلی وی پس یقیناً ته عالم ئی په هغی پوهیږی په هغه څه چه په زړه ځما کښی دی اونه پوهیږم زه په هغه څه چه په نفس ستاکښی دی یقیناً ته ښه پوهیږی په پتو څیزونو ﴿۱۱۶﴾
[۱۱۶] دا اعاده دهغه اذقال ده چه په (۱۱۰) کښ ذکروؤ او دی ته اعاده بعد عهد وئیلی شی یعنی د ماقبل او ددی مضمون وخت یودی - ددی مقالی په وخت کښی اختلاف دی سدی اوقطرب وئیلی دی چه داروستو درفع د عیسیٰ علیه السلام نه آسمان نه په دنیاکښی ده اوداقول ابن جریرغوره کړی دی دوهم اکثرمفسرینووئیلی دی چه دا مخاطبه به په ورځ دقیامت کښی وی (إِنْ تُعَذِّبْهُمْ) داشفاعت نه دی بلکه تفویض (سپارل دی) حکم د اللّه تعالٰی ته لکه روستوذکر کیږی - اودلیل دادی چه دا د (یوم یجمع اللّه الرسل) سره تعلق لری ( وَأُمِّيَ) دالفظ په ځای دمریم کښی ددی دپاره ذکر کړو چه دلیل شی په نفی دالوهیت د عیسیٰ علیه السلام اودمریم باندی - ځکه نسبت دتوالد منافی دی د الوهیت سره (مِنْ دُونِ اللَّهِ) دون په معنیٰ دغیردی دلالت په دی نه کوی چه د اللّه تعالٰی الوهیت ئی پریخودلی دی بلکه دشرک دپاره استعمالیږی (قَالَ سُبْحَانَكَ) حدیث ترمذی کښی راغلی دی چه دا حجت اللّه تعالٰی عیسیٰ علیه السلام ته تلقین کړی دی ترمذی وئیلی دی چه داحدیث حسن صحیح دی سبحانک داتحقیقی جواب دی اواظهار دعقیدی د عیسیٰ علیه السلام دی چه پاکی دهرعیب او د شریک او ولدنه اللّه تعالٰی دپاره ثابته ده نودهغه شریک امکان نه لری (مَا يَكُونُ لِي) داتفریع ده په سبحانک باندی اودوهم جواب دی مایکون په معنیٰ د مَایَتَصَوَّرُا او مَا یَنبَغِی او مَا یِمکِنُ سره دی (مَا لَيْسَ لِي بِحَقٍّ) داپه معنیٰ داستحقاق دی یعنی دعوت کول دخپل الوهیت ځماپه هیڅ طریقی سره حق نه دی (إِنْ كُنْتُ قُلْتُهُ فَقَدْ عَلِمْتَهُ) هرکله چه احتمال وؤ چه کیدی شی عیسیٰ علیه السلام چیری داسی وئیلی وی لیکن اوس انکار کوی نورد ددی احتمال کوی په طریقه ددلیل برهان (تَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِي) دا دلیل دماقبل ملازمی دی چه اللّه تعالٰی په هرڅیزعالم دی نوپه نفس د عیسیٰ علیه السلام هم عالم دی اوپه دی جمله کښی بل احتمال رد دی حاصل درد دادی چه ځما په نفس کښی داخیال نه دی تیرشوی نوپه ژبه ښکاره کول خو ډیره بعیده خبره ده (وَلَا أَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِكَ) دابیان دواقع اواظهار دخپل قصورعلم دی اونفس ذات ته وئیلی شی اود اللّه تعالٰی په صفت کښی نفس لفظ ثابت دی ددی تاویل ته حاجت نیشته -