وَإِذَا سَمِعُوا ۲۵۸ المائدة

مَا قُلْتُ لَهُمْ إِلَّا مَا أَمَرْتَنِي بِهِ أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ وَكُنْتُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا مَا دُمْتُ فِيهِمْ فَلَمَّا تَوَفَّيْتَنِي كُنْتَ أَنْتَ الرَّقِيبَ عَلَيْهِمْ وَأَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ﴿۱۱۷﴾

نه دی وئیلی ما دوی ته مگرهغه چه تاحکم کړی دی ماته (دبیان دهغی) چه بندگی خاص کړئ اللّه لره چه رب ځما اورب ستاسو دی او ؤوم زه په دوی باندی خبر څوپوری چه ؤوم په دوی کښی پس هرکله چه تا زه واخستم نوته خاص ته ساتونکی ددوی ئی (په هرحال کښی) اوته په هرڅیزباندی حاضر او ناظر ئی ﴿۱۱۷﴾

[۱۱۷] داهم جواب دهغه سوال دی (أَأَنْتَ قُلْتَ) په طریقه د ادب سره (أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ) ان تفسیردی دماموربه اوپه دی کښی تفسیر دالوهیت او دربوبیت دواړه ذکردی - نومعلومه شوه چه دا اخبارد عیسیٰ علیه السلام بالکل رشتیا دی ددروغو هیڅ احتمال په کښی نیشته دی (وَكُنْتُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا مَا دُمْتُ فِيهِمْ) په دی کښی ذکر دبرائت دی د عیسیٰ علیه السلام دهغه اعمالونه چه نصاراؤ دهغه نه روستو پیدا کړی دی او (مَا دُمْتُ فِيهِمْ) عام دی د ما دمت حیا نه اشاره ده چه بعضی حصه د ژوند ئی آسمان کښی تیره کړی ده دهغه وخت دعملونو دنصاراؤ علم هم ورسره نیشته اگرچه ژوندی وؤ خولری وؤ اوهیڅ اسباب ئی نه وؤ - (فَلَمَّا تَوَفَّيْتَنِي كُنْتَ أَنْتَ الرَّقِيبَ عَلَيْهِمْ) دلته توفی په عامه معنیٰ سره ده یعنی اخستل دڅیز پوره برابر خبره ده که روح اوبدن ئی په جمع اخستلی وؤ په وخت درفع د عیسیٰ علیه السلام آسمان ته اوکه په روح اخستلوسره وؤ چه مرگ دی روستو دنزول دهغه نه ځمکی ته په آخره زمان کښی په متواتراحادیثوسره ثابت دی - الرقیب، ساتنه کوؤنکی عالم دهغوی داحوالو او اعمالو (وَأَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ) کل شئ کښی اقوال اعمال د عیسیٰ علیه السلام اود هغه قوم اوهرمطیع او هرعاصی اوهرڅیز داخل دی -
فائده: امام بخاری په تفسیر دسورة مائده کښی اودارنگ مسلم په باب فناءالدنیا وبیان الحشرکښی حدیث مرفوع په روایت دابن عباس رضی اللّه عنهما سره راوړی دی چه په هغی کښی دا ټکړه ده چه دقیامت په میدان کښی به څه کسان ځما امت نه راوستلی شی او گس طرف (جهنم) ته به روان کړی شی زه به اوایم یا ربه دوی خو زما سره ملگرتیا کړی وه نوورته به اوئیلی شی (انک لاتدری مااحدثوابعدک) (یقیناً تاته پته نیشته چه دوی ستانه روستو څه پیدا کړی دی) نو زه به اوایم لکه چه بل صالح بنده وئیلی دی کنت علیهم شهیدا مادمت فیهم الایة - نو دا حدیث صحیح صریح دلیل دی چه زمونږ نبی ﷺ هم داعمالو او احوالونه روستو دوفات نه علم نه لری او احادیث د عرض داعمالو صحیح ثابت نه دی (سوال) ددی حدیث نه مرزائی قادیانی ملعون استدلال کړی دی چه عیسیٰ علیه السلام وفات شوی دی او په دی آیت کښی فلماتوفیتنی په معنیٰ مرگ سره دی وجه داستدلال داده چه زمونونبی هم دا آیت په خپل مثال کښی پیش کوی نوزمونږ نبی ﷺ خو وفات شوی دی دوفات نه روستو علم دامت نه لری نومعلومه شوه چه توفیتنی کښی معنیٰ د مرگ مراد ده؟ (جواب (۱) عامومفسرینو توفیتنی په معنیٰ درفع سره کړی ده (جواب (۲) که دلته توفیتنی په معنیٰ دمرگ سره شی نوهم اشکار نه راځی روستو دنزول نه نوپه دی سره نفی درفع دهغه نه لازمیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>