وَإِذَا سَمِعُوا ۲۶۲ الأنعام

وَلَوْ نَزَّلْنَا عَلَيْكَ كِتَابًا فِي قِرْطَاسٍ فَلَمَسُوهُ بِأَيْدِيهِمْ لَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ مُبِينٌ ﴿۷﴾ وَقَالُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ مَلَكٌ وَلَوْ أَنْزَلْنَا مَلَكًا لَقُضِيَ الْأَمْرُ ثُمَّ لَا يُنْظَرُونَ ﴿۸﴾ وَلَوْ جَعَلْنَاهُ مَلَكًا لَجَعَلْنَاهُ رَجُلًا وَلَلَبَسْنَا عَلَيْهِمْ مَا يَلْبِسُونَ ﴿۹﴾ وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِنْ قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِينَ سَخِرُوا مِنْهُمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۱۰﴾

اوکه نازل کړی وی مونږ په تاباندی غونډ کتاب (انعختی) په کاغذونوکښی پس لگولی به وی دوی په هغی لاسونه خپل خامخا اوبه وائی کافران نه دی دا مگر جادو ښکاره دی ﴿۷﴾
او دوی وائی: ولی نشی نازلیدی په ده باندی ملک؟ اوکه نازل کړی وی مونږملک خامخا فیصله به شوی وی دکار ددوی بیابه ورله مهلت نشی ورکیدی ﴿۸﴾
اوکه جوړکړی وی مونږرسول ملک نوخامخاجوړکړی به وی مونږدی سړی (په شکل کښی) اوخامخا شک به راوستی وی مونږپه دوی باندی هغه چه کوم اوس شک کوی ﴿۹﴾
اویقیناً توقی کړی شوی دی په ډیررسولانوپوری ستانه مخکی پس راگیرکړوهغه کسانو لره چه مسخری ئی کولی ددوی نه (عذاب) دهغه څه چه دوی ورپوری ټوقی کولی ﴿۱۰﴾

[۷] دادری سوالونو جوابونه دی، اول سوال په یوځل کتاب راوړه دهغی جواب دی په (۷) کښی (فِي قِرْطَاسٍ) لیکلی شوی کاغذته قرطاس وئیلی شی (كِتَابًا) په معنیٰ د مکتوب سره دی یامراد کتاب دی اوتقدیر دادی ملفوفا (انغښتی شوی) سوال: فرء باعینهم ئی ولی ذکر نه کړو؟ (جواب) سمعانی وئیلی دی چه لمس ډیر ابلغ دی په حصول دعلم کښی ځکه چه به مرئی سحرراځی اوپه ملموس سحرنه راځی اوبله وجه داده چه لمس خوړاندوته هم شامل دی -
[۸] دادوهم سوال دی چه ملک په ده باندی ولی نه راځی چه دده سره ویره ورکونکی شی لکه په سورة فرقان (۷) کښی دی نودهغی جواب اوشو (لَقُضِيَ الْأَمْرُ) مراد ددی نه نزول دعذاب دی لکه چه سورة فرقان (۲۲) اوسورة حجر (۸) کښی دی -
[۹] دا دریم سوال جواب دی د سوال داچه رسول (بشر) په ځای ملک ولی نه راځی؟ (جواب) اوشو چه هغه به ضرور په شکل دبشرکښی راخی، نوبیابه په تاسواشتباه راځی وجه داده چه د اللّه تعالٰی احسان دی چه هری نوعی د مخلوق نه دهغوی رسول رالیږی دی دپاره چه هغه نه پوره فائده حاصله کړی (لَلَبَسْنَا) یعنی اوس په اشتباه کښی دی درسول نه چه دابشردی نوبیابه هم داسی شبه کښی وی -
[۱۰] دا تسلی ده نبی ﷺ ته اومراد ددی استهزاء نه دغه سوالونه دی چه بیان شول اودهغی په مثل نور - او داستهزاء سره مسخره لازمه ده ځکه ئی سخروا ورپسی ذکر کړوځکه چه په استهزاء کښی معنیٰ دسپکوالی پرته ده (فَحَاقَ) په معنیٰ دنزل، حَلَّ اواحاط سره راغلی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>