وَإِذَا سَمِعُوا ۲۶۳ الأنعام

قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ ثُمَّ انْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ ﴿۱۱﴾ قُلْ لِمَنْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قُلْ لِلَّهِ كَتَبَ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۱۲﴾ وَلَهُ مَا سَكَنَ فِي اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۱۳﴾ قُلْ أَغَيْرَ اللَّهِ أَتَّخِذُ وَلِيًّا فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ يُطْعِمُ وَلَا يُطْعَمُ قُلْ إِنِّي أُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَسْلَمَ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۴﴾

اوایه: اوگرځئ په ځمکه کښی بیا اوگورئ چه څنگه ؤو انجام ددروغژن کؤونکو (دحق) ﴿۱۱﴾
اوایه: چالره دی؟ اختیار دهغه څه چه په آسمانونوکښی دی اوځمکه کښی دی؟ اووایه اللّه تعالٰی لره دی لازم کړی دی په خپل ځان باندی رحم کول خامخا به جمع کړی تاسو په ورځ دقیامت کښی شک نیشته په هغی کښی هغه کسان چه تاوان کښی اچولی دی ځانونه خپل پس دوی ایمان نه راوړی ﴿۱۲﴾
اوخاص اللّه تعالٰی اختیارکښی دی هغه څه چه آرام کوی په شپه کښی اوخوزیږی دورځی، اوهغه هرڅه آوری اوپه هرڅه پوهه دی ﴿۱۳﴾
اووایه: آیا سیوا د اللّه تعالٰی نه اونیسم زه مدد گار، پیدا کؤونکی دی دآسمانونو او دځمکی اوهغه خوراک ورکوی اوخوراک نشی ورکیدی هغه ته - اوایه یقیناً حکم کړی شوی دی ماته چه یم به زه اول دهغه چانه چه توحید منی اومه کیږه ته دمشرکانونه ﴿۱۴﴾

[۱۱] داتعلق لری دمخکی آیت سره (سِيرُوا) سیر دقدمونومراد دی اوسیر دمطالعی په کښی داخلیږی (ثُمَّ انْظُرُوا) نظرنه مراد عام دی (۱) کتل په سترگو (۲) فکراوسوچ کول -
[۱۲] ددی ځای نه دوهم باب دی تر (۳۷) پوری په دی کښی څلورعقلی دلیلونه دی اوڅلورطریقی دتعلیم دی په لفظ دقل سره اوڅلورزجرونه دی او څلورتسلئ دی اوڅلورتخویف اخروی اویوتزهید فی الدنیا اودیوسوال جواب دی - دا آیت دلیل اعترافی سکوتی دی چه اختیاردبره اوښکته دیو اللّه تعالٰی دی اوهغه په ځان باندی رحم لازم کړی دی دپاره دایمان والو داسی ددی سورت په ۵۵ کښی دی اورحم په کافرانوباندی دادی چه عذاب ئی دهغوی نه ترورځ دقیامت پوری روسته کړی دی لیکن کوم خلق چه ځان ئی په نقصان کښی اچولی دی اودتوحید نه منکردی پس هغوی پس ددلیل نه هم ایمان نه رواړی - (سوال) عدم ایمان سبب دی دپاره دخسران اوددی ځای نه برعکس معلومیږی (جواب) دلته خسران نه مراد دادی چه کاردعلق او علم ئی پریخودلی دی دلیلونودقرآن ته غوږ نه نږدی اوپه تقلید کښی اخته شوی دی نودا سبب دی دپاره دعدم ایمان - نوپه دی آیت کښی اول دلیل عقلی اعترافی دی بیاترغیب دی ایمان ته بیاتخویف دی بیازجر دی -
[۱۳] دا بل دلیل دی (سَكَنَ) ارام کوی دشپی او خوریږی (وَالنَّهَارِ) په ورځ کښی نشر (خوریدل) لفظ‌ پټ دی په دلیل دسورة فرقان (۴۷) سره او تخصیص دسکون ئی ددی وجی نه اوکړو چه رحمت او نعمت په سکون کښی زیات دی دحرکت اود نشرنه - مخکښی دلیل دمکانیاتوپوری متعلق وؤ اودا دلیل دزمانیاتوسره تعلق لری - اوکه سکن په معنیٰ داوسیدلوسره وی نوبیا نشرته ضرورت نیشته -
[۱۴] دا طریقی د تعلیم دی اوجوابونه د سوالونو او دا اول قسم دی مقصد په کښی پخیدل دی په عقیده دتوحید باندی - اول سوال زمونږمبعودانوته مددگار اووایه؟ جواب اوشوپه اول قل سره - دوهم سوال دا توحید منل څه ضروری خبره نه ده؟ جواب اوشوپه دوهم قل سره چه دا خومامور به مسئله ده - تردی پوری چه ددی مسئلی دوجی نه برائت کول لازم دی دمشرکانونه (ولاتکونن من المشرکین) (وَلِيًّا) رب، معبود او مددگار (فَاطِرِ) په دی کښی اشاره ده چه دا دواړه ئی د جدا جدا مادونه راویستل په اول راویستلوسره (وَهُوَ يُطْعِمُ) روزی ورکول دهغه په اختیارکښی دی (وَلَا يُطْعَمُ) په دی سره هغه وهم رد کوی چه والدین هم اولادته طعام ورکوی بعضی پیران لنگری کوی؟ جواب دادی چه اللّه تعالٰی طعام ته حاجت نه لری اونورمخلوق خو طعام ته محتاج دی سورة مائده (۷۵) سورة ذاریات (۵۸،۵۷) - (أَوَّلَ مَنْ أَسْلَمَ) ځکه چه نبی په امت کښی اول مسلمان دی لکه دسورة په (۱۶۳) کښی راځی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>