وَلَوْ أَنَّنَا ۳۰۳ الأنعام
لَهُمْ دَارُ السَّلَامِ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَهُوَ وَلِيُّهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۲۷﴾ وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ قَدِ اسْتَكْثَرْتُمْ مِنَ الْإِنْسِ وَقَالَ أَوْلِيَاؤُهُمْ مِنَ الْإِنْسِ رَبَّنَا اسْتَمْتَعَ بَعْضُنَا بِبَعْضٍ وَبَلَغْنَا أَجَلَنَا الَّذِي أَجَّلْتَ لَنَا قَالَ النَّارُ مَثْوَاكُمْ خَالِدِينَ فِيهَا إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ إِنَّ رَبَّكَ حَكِيمٌ عَلِيمٌ ﴿۱۲۸﴾ وَكَذَلِكَ نُوَلِّي بَعْضَ الظَّالِمِينَ بَعْضًا بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۱۲۹﴾
دوی لره کور دسلامتیا دی په نیزدرب ددوی اوهغه مددگار ددوی دی په سبب دهغه عمل چه دوی کوی ﴿۱۲۷﴾
اوپه کومه ورځ چه جمع به کړی دوی ټولولره (اوبه وائی) ای ډلی دپیریانو یقیناً ډیرتابع کړی دی تاسو په ځان پسی دانسانانونه اووائی به دوستان ددوی دانسانونه ای ربه زمونږفائدی اخستی دی بعضی زمونږپه بعضوسره اورسیدلی یو مونږ نیټی خپلی ته هغه چه تامقرر کړی ده مونږلره اوبه وائی اللّه تعالٰی اور ستاسو داوسیدلوځای دی همیشه به ئی په هغی کښی مگرهغه چه اوغواړی اللّه تعالٰی یقیناً ستارب حکمتونووالادی پوهه دی په هرڅه ﴿۱۲۸﴾
اودغسی ملگری کؤو مونږ بعضی ظالمان دبعضو سره په سبب دعملونو چه دوی ئی کوی ﴿۱۲۹﴾
[۱۲۷] دا زیری اخروی دی دپاره دمنونکو (دَارُ السَّلَامِ) حسن وئيلی دی چه سلام نوم د اللّه تعالٰی دی اوزجاج وئیلی دی چه سلام مصدر دی په معنیٰ دسلامتیا دټولو آفتونونه یاسلام نه مراد تحیه ده یعنی کورد ډیرو سلامونو دی دهرطرف نه به سلام وی (عِنْدَ رَبِّهِمْ) کښی اشاره ده چه دهغی د نعمتونو تفصیلی علم صرف اللّه تعالٰی سره دی (وَلِيُّهُمْ) ولی په معنیٰ دحافظ ناصر مؤید (ابن کثیر) او ذمه داردکارونو ددوی بل چاته ئی نه سپاری (شربینی) -
[۱۲۸] داویره اخروی ده دپاره دنه منونکو (اسْتَمْتَعَ بَعْضُنَا بِبَعْضٍ) دا اعتراف دجرم دی لویوپیریانوبه انسانانولره په ځنگلاتوکښی دوړو پیریانونه ساتنه کوله دارنگ دپیریانو په ذریعه عاملان دجناتوڅه بعضی کارونه کوی دارنگ په چاچه جن راشی نوهغوی په دهوکواودروغوسره دخلقو نه روپئ او سامانونه حاصلوی دافائدی دانسانانو دی په ذریعه دجناتوسره اوانسانانوبه دپیریانوپه نوم نذرانی کولی اودپیریانونه ویره کوی - شیخ الاسلام په تفسیرکښی ددی استمتاع ډیرصورتونه ذکر کړی دی (إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ) ددی نه مراد داورنه علاوه نورعذابونه دی لکه زمهریر اومکان دخوراک څښکاک یامؤمنان گنهگار ترینه مراد دی -
[۱۲۹] داشپږمه عقبه دتبلیغ ده چه آخری مرحله ده یعنی حق پرست دی ته اورسی چه ظلم یعنی شرک اوبدعت والا ټول دده په مقابله کښی متفق شی اودده سره تعلقات پریږدی - ددی آیت بله معنیٰ داده چه په ظالمانوباندی نورو ظالمانولره حاکمان اوگرځوی اوداعذاب دنیوی دی بناپه اول باندی (نُوَلِّي) دولایت نه په معنیٰ ددوستانی دی یعنی باطل پرست ظالمان دیوبل سره ملگرتیا کوی په مقابله د صالحینوکښی اوبنا په دوهمه معنیٰ باندی نولی دولایت نه حکومت دی په اوله معنیٰ سره داآخری عقبه ده په دوهمه معنیٰ تخویف دنیوی دی -