وَلَوْ أَنَّنَا ۳۰۴ الأنعام

يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِنْكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِي وَيُنْذِرُونَكُمْ لِقَاءَ يَوْمِكُمْ هَذَا قَالُوا شَهِدْنَا عَلَى أَنْفُسِنَا وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَشَهِدُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ أَنَّهُمْ كَانُوا كَافِرِينَ ﴿۱۳۰﴾ ذَلِكَ أَنْ لَمْ يَكُنْ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرَى بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا غَافِلُونَ ﴿۱۳۱﴾ وَلِكُلٍّ دَرَجَاتٌ مِمَّا عَمِلُوا وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ ﴿۱۳۲﴾

(اوبه وائی) ای ډلی دپیریانو او انسانانو آیا نه دی راغلی تاسوته رسولان ستاسونه چه بیانول ئی په تاسوباندی آیاتونه خما اوویره ئی درکوله تاسوته دملاقات ددی ورځی نه اوبه وائی دوی اقرارکوومونږپه ځانونوخپلو (چه دوی تبلیغ کړی وو) اودهوکه کړیدی دوی لره ژوند دنیوی اواقرار به اوکړی په ځانونوباندی چه دوی کافران ؤو ﴿۱۳۰﴾
دا ددی وجی نه چه نه دی ستارب هلاکؤونکی دکلو په سبب دشرک دهغوی چه اوسیدونکی دهغی بی خبره وی ﴿۱۳۱﴾
اودهریو دپاره مختلفی مرتبی دی دوجی دعملونو ددوی نه اونه دی رب ستاغافل دهغی نه چه دوی څه عملونه کوی ﴿۱۳۲﴾

[۱۳۰] داهم ویره اخروی ده اوپیریانو کښی دآدم علیه السلام نه بعد او د محمد ﷺ نه مخکښی درسولانوپه راتلوکښی دعلماؤاختلاف دی لیکن دحق داعیان په کښی ډیرراغلی دی - داکثرعلماؤ قول دادی چه د آدم علیه السلام نه روستو جناتوکښی پیغمبرنه دی راغلی اودحق داعیان (نذیران) په کښی راغلی دی دا ابن جریراوابن کثیرغوره کړی دی نو (مِنْكُمْ) خطاب کښی ډیراقوال دی اول داچه خطاب په اعتبار دمجموعه سره دی تغلیب ئی ورکړی دی انس لره په جن باندی دوهم داچه رسل په معنیٰ دنذیرسره دی (يَقُصُّونَ) لوی مقصد درسولانو آیاتونه دتوحید اوتذکیردقیامت دی (شَهِدْنَا عَلَى أَنْفُسِنَا) داروستو دگواهئ داندامونونه (وَغَرَّتْهُمُ) داعلت دتکذیب دی اوداد جانب د اللّه تعالٰی نه جمله معترضه ده (أَنَّهُمْ كَانُوا كَافِرِينَ) اول شهادت داقرار درسولانو دی اودوهم دکفر کولودی -
[۱۳۱] داد رسول درالیږلو وجه ذکر کوی کوم چه مخکښی آیت کښی ذکردارسال الرسول وؤ چه کله خلق په شرک کښی اخته وی لیکن رسول ورته نه وی راغلی اوبیان دتوحید او دحق ورته نه وی شوی نودوی له په دنیا کښی عذاب نه ورکوی (بِظُلْمٍ) نه مراد ظلم دخلقو دی په کفروشرک وبدعملونوسره لیکن مخکښی دارسال درسول نه عذاب نه ورکوی لکه سورة اسراء (۱۵) کښی دی دوهم قول دادی چه ارسال رسول نه مخکښی عذاب ورکول ظلم دی لیکن اول قول غوره دی ځکه اللّه تعالٰی باندی رسول رالیږل واجب نه دی (غَافِلُونَ) نه مراد هغه څوک دی چه دعوت درسولانو ورته نه وی رسیدلی -
[۱۳۲] یعنی هریو دپیریانو او انسانانونه که جنت والادی اوکه جهنم والا دی دوی دپاره مختلفی مرتبی دی اودهرچا مرتبه دهغه عمل مناسب ده که په دنیاکښی وی اوکه په آخرت کښی وی - اواشاره ده چه مدار دجزااوسزا په عمل باندی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>