وَلَوْ أَنَّنَا ۳۰۵ الأنعام
وَرَبُّكَ الْغَنِيُّ ذُو الرَّحْمَةِ إِنْ يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَسْتَخْلِفْ مِنْ بَعْدِكُمْ مَا يَشَاءُ كَمَا أَنْشَأَكُمْ مِنْ ذُرِّيَّةِ قَوْمٍ آخَرِينَ ﴿۱۳۳﴾ إِنَّ مَا تُوعَدُونَ لَآتٍ وَمَا أَنْتُمْ بِمُعْجِزِينَ ﴿۱۳۴﴾ قُلْ يَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَى مَكَانَتِكُمْ إِنِّي عَامِلٌ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ مَنْ تَكُونُ لَهُ عَاقِبَةُ الدَّارِ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ ﴿۱۳۵﴾ وَجَعَلُوا لِلَّهِ مِمَّا ذَرَأَ مِنَ الْحَرْثِ وَالْأَنْعَامِ نَصِيبًا فَقَالُوا هَذَا لِلَّهِ بِزَعْمِهِمْ وَهَذَا لِشُرَكَائِنَا فَمَا كَانَ لِشُرَكَائِهِمْ فَلَا يَصِلُ إِلَى اللَّهِ وَمَا كَانَ لِلَّهِ فَهُوَ يَصِلُ إِلَى شُرَكَائِهِمْ سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ ﴿۱۳۶﴾
اورب ستا بی حاجته دی رحمت والا دی که اوغواړی بوبه ځی تاسو اونائبان به کړی روستو ستاسو نه هغه څوک چه اوغواړی لکه چه پیدا کړی یئ تاسو داولاد دقوم نورنه ﴿۱۳۳﴾
یقیناً هغه چه وعده ئی کیدی شی تاسوسره خامخاراتلونکی دی اونه ئی تاسو بچ کیدونکی ﴿۱۳۴﴾
اوایه: ای قومه عمل کوئ په خپله طریقه باندی یقیناً زه عمل کؤونکی یم پس زردی چه تاسوته به معلومه شی چه څوک دی چه وی به هغه له انجام د کور دآخرت یقیناً نشی بچ کیدی ظالمان ﴿۱۳۵﴾
اومقررکوی دوی اللّه تعالٰی لره دهغی نه چه پیداکړی دی دفصلونو او د څاروو نه برخه پس وائی دوی دابرخه د اللّه تعالٰی ده په گمان ددوی (بغیردمقدارشرعی نه) اودابرخه دمددگارو ځمونږ ده پس هغه برخه چه وی ددوی دمددگارو دپاره پس نه رسی اللّه تعالٰی ته اوهغه برخه چه وی د اللّه تعالٰی پس هغه رسی مددگارانوددوی ته بده ده هغه فیصله چه دوی ئی کوی ﴿۱۳۶﴾
[۱۳۳] داویره ورکول دی نه منونکوته یعنی اللّه تعالٰی بی حاجته رحم والا دی لیکن عضب والاهم دی که اوغواړی نو نه منونکی به فنا کړی اونورخلق په ددوی په ځای راولی (إِنْ يَشَأْ) داذکردضد دڅیز دی پس دهغه نه یعنی د رحمت ضد غضب او عذاب دی چه په إِنْ يَشَأْ اه سره ئی ذکرکوی -
[۱۳۴] داهم ویره دعذاب ده نه منونکوته (مَا تُوعَدُونَ) عام دی عذاب ددنیا اوبعث بعدالموت دواړو ته شامل دی -
[۱۳۵] دااعلان برائت دی نه منونکوته اوسخته زورنه ده (مَكَانَتِكُمْ) مراد ددی نه تمکن اوطاقت دی یامراد ترینه حال اوطریقه ده اوداسی په سورة هود (۱۲۱) کښی دی (عَاقِبَةُ الدَّارِ) عاقبت محموده د دارآخرت (إِنَّهُ) دا ذکر دفیصلی دفریقینو دی اجمالاً -
[۱۳۶] ددی آیت نه تر (۱۵۰) پوری دوهم باب دی په دی کښی رد دی په رسمونودجاهلیت باندی په تحلیل او تحریم کښی (لِلَّهِ) معلومه شوه چه دوی د اللّه تعالٰی په نوم صدقه خیرات زکوٰة ورکوو - (بِزَعْمِهِمْ) په دی کښی اشاره ده چه حصه د اللّه تعالٰی کښی دوی دقدر شرعی لحاظ نه کوؤپه خپل خیال سره ئی حصه جوړوله - او حصه دشرکاؤ اللّه تعالٰی ته نه رسی ددی یومطلب دادی چه نذر دغیراللّه عامومسکینانوته نه ورکوی دوهم مطلب دادی چه نذر د غیراللّه څه دانی وغیره په دهغه مال سره شریک شی کوم چه د اللّه تعالٰی په نوم وی نوزرئی ترینه جداکړی دریم داچه کوم شی دغیراللّه نذروی نوپه هغی د اللّه تعالٰی نوم نه یادوی - اوحصه د اللّه تعالٰی شرکاؤ ته رسی ددی هم دغه دری مقصد دی خوپه عکس سره -