وَلَوْ أَنَّنَا ۳۰۶ الأنعام

وَكَذَلِكَ زَيَّنَ لِكَثِيرٍ مِنَ الْمُشْرِكِينَ قَتْلَ أَوْلَادِهِمْ شُرَكَاؤُهُمْ لِيُرْدُوهُمْ وَلِيَلْبِسُوا عَلَيْهِمْ دِينَهُمْ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا فَعَلُوهُ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ ﴿۱۳۷﴾ وَقَالُوا هَذِهِ أَنْعَامٌ وَحَرْثٌ حِجْرٌ لَا يَطْعَمُهَا إِلَّا مَنْ نَشَاءُ بِزَعْمِهِمْ وَأَنْعَامٌ حُرِّمَتْ ظُهُورُهَا وَأَنْعَامٌ لَا يَذْكُرُونَ اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهَا افْتِرَاءً عَلَيْهِ سَيَجْزِيهِمْ بِمَا كَانُوا يَفْتَرُونَ ﴿۱۳۸﴾ وَقَالُوا مَا فِي بُطُونِ هَذِهِ الْأَنْعَامِ خَالِصَةٌ لِذُكُورِنَا وَمُحَرَّمٌ عَلَى أَزْوَاجِنَا وَإِنْ يَكُنْ مَيْتَةً فَهُمْ فِيهِ شُرَكَاءُ سَيَجْزِيهِمْ وَصْفَهُمْ إِنَّهُ حَكِيمٌ عَلِيمٌ ﴿۱۳۹﴾

اودغسی ډولی کړی دی ډیرومشرکانوته وژل دبچوخپلو (محبت) دمددگارو ددوی دی دپاره چه هلاک کړی دوی اوگډوډ وکړی په دوی باندی دین ددوی اوکه غوښتی اللّه تعالٰی نه به وی کړی دوی داکار پس پریږده دوی سره دهغی چه څه دروغ جوړوی ﴿۱۳۷﴾
اودوی وائی داڅاروی اوفصل منع دی نه به خوری دامگرهغه څوک چه مونږغواړو په گمان ددوی کښی اوڅاروی چه حرام شوی دی شاگانی دهغی (دپاره دسورلئ یا باراوړلو) اوڅاروی دی چه یادوی نوم د اللّه تعالٰی په هغی باندی (یواځی) دروغ جوړول دوی په اللّه تعالٰی باندی زردی سزابه ورکړی دوی ته په سبب ددی چه دوی دروغ جوړوی ﴿۱۳۸﴾
اودوی وائی هغه څه چه په گیډو ددی څاروو کښی دی (پئ او بچی) خاص دی نارینولره اوحرام دی په ښځوزمونږباندی اوکه وی مرداربچی پس دوی په هغی کښی برابرشریک دی زردی چه سزابه ورکړی دوی ته دغلط بیان ددوی یقیناً هغه حکمتونو والادی پوهه دی په هرڅه ﴿۱۳۹﴾

[۱۳۷] داهم رد دی په نذرغیراللّه باندی چه اولاد دغیراللّه په نوم منخته کوی اومنجورانواوملنگانوته ئی بخی (داقتل حکمی دی) اوکله دغیراللّه په نوم اولادهم ذبحه کوی داپه هندوانواوشیعه گانو کښی شته اوداباباگانوپه نوم خپلی لونړه دهغوی منجورانو او نوسو ته بخی اوپه نکاح ئی ورکوی داشرک دی اودانکاح فاسد دی (شُرَكَاؤُهُمْ) مراد ددی نه محبت دمعبودانوباطلودی یامراد ددی نه منجوران اوپیران دی (قَتْلَ أَوْلَادِهِمْ) کښی لونړه یاځامن ژوندی خخول هم داخل دی (لِيُرْدُوهُمْ) اشاره ده چه نذردغیراللّه سبب داوردجهنم دی (دِينَهُمْ) مراد د دین نه دین اسلام دی چه خلق پیداشوی دی په هغی باندی یامراد ددی نه دین د ابراهیم او اسماعیل علیهما السلام دی چه مشرکین دهغی دعویٰ کوله (وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ) مفعول پټ دی یعنی (بچ کول دخلقو دشرک کولونه) -
[۱۳۸] دارد دی په تحریماتودغیراللّه باندی اودهغی دری قسمه ئی ذکرکړه (إِلَّا مَنْ نَشَاءُ) مراد ددی نه منجوران دی (هَذِهِ) مراد هغه دی کوم چه (۱۳۶) کښی ذکرشول (هذالشرکائنا) یانورهغه څاروی اوفصلونه چه دوی ئی تعیین اوکړی (حِجْرٌ) په دی لفظ کښی مذکراومونث مفرد او جمع یوشان دی - (حُرِّمَتْ ظُهُورُهَا) سورلی کول اوبار راوړل چه په هغی باندی منع کړی دی هغه بحیری سائبی اوحام دی (لَا يَذْكُرُونَ) بلکه نوم دغیراللّه په وخت دذبح کښی ذکرکوی یامراد دذکراللّه نه ددین دکارونودپاره استعمالول دی (افْتِرَاءً) دادری واړوقسمونوسره متعلق دی یعنی اللّه تعالٰی ته په دروغه سره نسبت کوی -
[۱۳۹] داهم رد دی په تحریم دغیراللّه باندی یعنی دبعضوڅاروؤبچی به ژوندی پیداشول نوهغه به ئی په زنانوحرام گنړل چه په دی سره زنانوته ضرر رسی اوکه مړه به پیداشو نوبیابه په کښی هغوی له برخه ورکوله - (مَا فِي بُطُونِ) عام دی بچو اوپیوته په دی شرط سره چه ژوندی به پیداشو (خَالِصَةٌ، وَمُحَرَّمٌ) تادتانیث دپاره نه ده مبالغی دپاره ده ددی وجه نه محرم مذکر ذکرکړی دی بنا په اصل باندی نوخالصةً په معنیٰ دحلال دی سره دخصوصیت نه (وَصْفَهُمْ) وصف په معنیٰ دبیان کولودی اوجزاء لفظ پټ مراد دی اودوصفهم تفصیل په سورة نحل (۱۱۶) کښی شته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>