وَلَوْ أَنَّنَا ۳۰۷ الأنعام

قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ قَتَلُوا أَوْلَادَهُمْ سَفَهًا بِغَيْرِ عِلْمٍ وَحَرَّمُوا مَا رَزَقَهُمُ اللَّهُ افْتِرَاءً عَلَى اللَّهِ قَدْ ضَلُّوا وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ ﴿۱۴۰﴾ وَهُوَ الَّذِي أَنْشَأَ جَنَّاتٍ مَعْرُوشَاتٍ وَغَيْرَ مَعْرُوشَاتٍ وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفًا أُكُلُهُ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُتَشَابِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ كُلُوا مِنْ ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَآتُوا حَقَّهُ يَوْمَ حَصَادِهِ وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ ﴿۱۴۱﴾

یقیناً تاوانیان دی هغه کسان چه وژلی دی بچی خپل په کم عقل تیا بغیر ددلیل نه اوحرام کړی دی هغه څه چه حلال کړی دی اللّه تعالٰی دوجی ددروغ جوړولو نه په اللّه تعالٰی باندی یقیناً گمراه دی دوی اونه دی دوی هدایت والا ﴿۱۴۰﴾
او اللّه هغه ذات دی چه پیداکړی دی باغونه سپرونووالا اوبی د سپرونونه او کجوری او فصل چه مختلف دی میوی دهغی او خونه او انارچه یو شان پانړووالااو نه دی یوشان میوو والا خورئ دمیؤو دهغی نه چه کله میوه اوکړی اوورکوئ حق د اللّه تعالٰی په ورځ د شوکولو دهغی کښی اواسراف مه کوئ یقیناً اللّه تعالٰی نه خوښوی مشرکان ﴿۱۴۱﴾

[۱۴۰] داآیت دنذرغیراللّه او اوتحریم غیراللّه دواړوسره متعلق دی اودهغی دری وجوه ئی ‌ذکرکړی دی - سفه، غیرعلم او افتراء‌ اوپه هغی ئی دری حکمونه مرتب کړیدی خسران، ضلال او عدم اهتداء خسران خوځکه دی چه اولاد نعمت عظیمه دی اوپه قتل دهغی سره لوی نقصان حاصلیږی هم ددنیا او هم دآخرت اوضلال ځکه دی چه بی دلیله او بی علمه کارئی کړی دی - اوعدم اهتداء ځکه ده چه افتراء ده په اللّه تعالٰی باندی -
[۱۴۱] دادلیل عقلی دی دپاره د رد شرک فعلی اوداشرک په فصلونو اوڅاروؤ کښی اکثروی نودلیلونه هم ددی دواړو قسمونوسره متعلق ذکر کوی (مَعْرُوشَاتٍ) هغه چه غوړیدلی دی په مخ دځمکه لکه خټکی خربوزه وغیره یاد انگوربعضی قسمونه وغیره (غَيْرَ مَعْرُوشَاتٍ) چه په خپله پنډئ باندی ولاړ وی داخوډیرقسمونه دی (مُخْتَلِفًا أُكُلُهُ) ضمیرراجع دی صرف زرع ته یاراجع دی نخل اوزرع ته په تاویل دکلَّ واحد منها سره (وَالزَّيْتُونَ) ددی نه تیل را اوځی (وَالرُّمَّانَ) دا دوایئی دپاره اکثراستعمالیږی - (مُتَشَابِهًا) حال دی دزیتون او رمان نه یاحال دی د ټولونه اومراد داچه دیو جنس اونه اوبوټی دی لکه کجوره اوپه میوؤ کښی اختلاف وی همداسی په فصل وغیره کښی (كُلُوا) مراد ددی نه اباحت د اکل دی یعنی حرام ئی مه گنړئ (آتُوا حَقَّهُ يَوْمَ حَصَادِهِ) ورکوئ‌ حق د اللّه تعالٰی خاص په ورځ دلوکولوکښی اودلوکولو قید کښی اشاره ده چه هغه فصل او میوه چه په لاس حاصل شی اومخکښی هلاک شوی نه وی نوپه هغی کښی حق د اللّه تعالٰی واجب کیږی (وَلَا تُسْرِفُوا) اسراف نه مراد شرک دی یعنی دافصلونه او میوی په نذر دغیراللّه سره مه ورکوئ اوتحریم په کښی دځان نه مه کوئ ابن جریردایاس نه نقل کړی دی هرهغه چه مخالف وی دامرد اللّه تعالٰی نه نوهغه مسرف دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>