وَلَوْ أَنَّنَا ۳۰۸ الأنعام
وَمِنَ الْأَنْعَامِ حَمُولَةً وَفَرْشًا كُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ ﴿۱۴۲﴾ ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ مِنَ الضَّأْنِ اثْنَيْنِ وَمِنَ الْمَعْزِ اثْنَيْنِ قُلْ آلذَّكَرَيْنِ حَرَّمَ أَمِ الْأُنْثَيَيْنِ أَمَّا اشْتَمَلَتْ عَلَيْهِ أَرْحَامُ الْأُنْثَيَيْنِ نَبِّئُونِي بِعِلْمٍ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۱۴۳﴾ وَمِنَ الْإِبِلِ اثْنَيْنِ وَمِنَ الْبَقَرِ اثْنَيْنِ قُلْ آلذَّكَرَيْنِ حَرَّمَ أَمِ الْأُنْثَيَيْنِ أَمَّا اشْتَمَلَتْ عَلَيْهِ أَرْحَامُ الْأُنْثَيَيْنِ أَمْ كُنْتُمْ شُهَدَاءَ إِذْ وَصَّاكُمُ اللَّهُ بِهَذَا فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا لِيُضِلَّ النَّاسَ بِغَيْرِ عِلْمٍ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۴۴﴾
(اوپیداکړی دی) د څاروونه بار اوړونکی اوچیت قدوالا خورئ دهغی نه چه حلال کړی دی تاسوله اللّه تعالٰی اوتابعداری مه کوئ دقدمونو دشیطان یقیناً دی تاسولره دشمن ښکاره دی ﴿۱۴۲﴾
(پیدا کړی دی) اته جوړئ دگډونه اودبیزونه دوه اوایه آیا دا دوه نران (گډ اوپیس) حرام کړی دی اللّه تعالٰی یا دواړه مادی (گډه اوبیزه) اوکه هغه شی چه مشتمل دی په هغی باندی رحمونه دمیندو خبرکړئ ماپه دلیل سره که تاسو رشتینی يئ ﴿۱۴۳﴾
اوداوښانونه دوه اود غوایانو نه دوه اوایه آیا دوه نران (اوښ او غوئی) حرام کړی دی اللّه تعالٰی یا دوه مادی (اوښه اوغوا) یاهغه شی چه مشتمل دی په هغه باندی رحمونه دمیندو یاوئ تاسو حاضر کله چه حکم درکؤو تاسوته اللّه تعالٰی په دی سره پس څوک ډیرلوی ظالم دی دهغه چانه چه جوړوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ دی دپاره چه گمراه کړی خلقولره بی دعلم نه یقیناً اللّه تعالٰی توفیق نه ورکوی قوم عنادیاتوته ﴿۱۴۴﴾
[۱۴۲] دابل دلیل دی دپاره د رد شرک فعلی اوانشاء لفظ پټ دی (حَمُولَةً) هغه څاروی چه بار ورباندی اچولی کیږی اودځمکی نه اوچت وی اوښان اسونه خچراو خره وغیره (فَرْشًا) گډی بیزی چه بار نشی اوړلی اوزمکی ته نزدی وی یادهغی دڅرمنونه فراشونه جوړیږی (كُلُوا) دا مطلب دی چه دځان نه تحریم مه کوئ (وَلَا تَتَّبِعُوا) دامطلب دی چه دغیراللّه په نوم ئی مه نذرکوئ -
[۱۴۳] دابل دلیل عقلی دی (ثَمَانِيَةَ) بدل دی د حمولة وفرشا نه اوتفصیل په طریقه دلف نشرغیرمرتب سره دی (أَزْوَاجٍ) جمع د زوج ده هرهغه څیزچه دهغه سره دهغه جنس نه ملگری وی نوزوج یوته هم وئیلی شی دلته دا معنیٰ مراد ده - او ددی سره طلب دی ددلیل دمشرکانونه حاصل ئی دادی چه تاسوچه دا بعضی څاروی په ځان باندی حرام گنړئ آیا ددی حرمت سبب دذکورت (نارینه والی) دی اوکه انوثت (زنانه والی) دی اوکه په رحم دمورکښی زیږیدل دی - نوکه اول سبب وی نوبیاټول نارینه څاروی حرام شول اوکه دوهم سبب وی نوبیا ټول مونث څاروی حرام شول اوکه دریم سبب وی نوبیاخو ټول څاروی نراوماده حرام شول نوتاسوپه کښی فرق ولی کوئ چه بعضی حرام گنړئ اوبعضی حلال - داطلب ددلیل عقلی وؤ لیکن هغه ددوی سره نیشته (نَبِّئُونِي بِعِلْمٍ) داطلب د دلیل نقلی دی ځکه چه مراد علم نه هغه حکم دی چه معلوم وی په وحی سره دطرف د اللّه تعالٰی نه دا معنیٰ دعلم ده په شرعی کښی -
[۱۴۴] دا آیت هم د مخکښی آیت په شان دی اول طلب دلیل عقلی بیاپه دی لفظ (أَمْ كُنْتُمْ شُهَدَاءَ) سره طلب ددلیل نقلی دی یعنی که اللّه تعالٰی تاسوته حکم کړی وی اوتاسوحاضروئ اوریدلی وی تاسو (فَمَنْ أَظْلَمُ) سره زورنه ده هغه مشرک ته چه نورخلق هم شرک ته را بلی لکه عمروبن لحی بن قمعه خزاعی چه عربوته اول ده شرک راوړی وؤ اوشربینی وئیلی دی په دی وعید کښی هرهغه څوک داخل دی چه په دین د اللّه تعالٰی کښی هغه څیزداخل گنړی کوم چه دهغی نه نه وی او (الظَّالِمِينَ) نه همدغه کسان مراد دی -