وَلَوْ أَنَّنَا ۳۰۹ الأنعام
قُلْ لَا أَجِدُ فِي مَا أُوحِيَ إِلَيَّ مُحَرَّمًا عَلَى طَاعِمٍ يَطْعَمُهُ إِلَّا أَنْ يَكُونَ مَيْتَةً أَوْ دَمًا مَسْفُوحًا أَوْ لَحْمَ خِنْزِيرٍ فَإِنَّهُ رِجْسٌ أَوْ فِسْقًا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَإِنَّ رَبَّكَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۴۵﴾ وَعَلَى الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا كُلَّ ذِي ظُفُرٍ وَمِنَ الْبَقَرِ وَالْغَنَمِ حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ شُحُومَهُمَا إِلَّا مَا حَمَلَتْ ظُهُورُهُمَا أَوِ الْحَوَايَا أَوْ مَا اخْتَلَطَ بِعَظْمٍ ذَلِكَ جَزَيْنَاهُمْ بِبَغْيِهِمْ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ ﴿۱۴۶﴾
اوایه نه مومم ځه په هغه وحی کښی چه کړی شوی ده ماته حرام کړی شوی (دهغی نه چه تاسوحرام گنړئ) په یوخوړونکی چه خوری هغی لره مگرچه وی مرداره یاوینه بیولی شوی یاغوښه دخنزیر پس یقیناً دا پلیت دی یاوی (یوشی) ویستونکی دایمان نه چه آواز شوی وی دنذردغیراللّه په هغی باندی پس څوک چه ناچاره شو نه ووزیاتی کؤونکی په بل باندی اونه ؤو ډیره خوړونکی پس یقیناً رب ستا بخنه کؤونکی دی رحم کؤونکی دی ﴿۱۴۵﴾
اوپه هغه کسانوباندی چه یهودیان دی حرام کړی دی مونږهریو نوکونووالا څاروی (اوښه او شترمرغ اوبطح) او دغوایانونه اوگډوبیزونه حرام کړی دی مونږپه دوی باندی وازږی دهغوی مگر هغه چه پورته کړی وی شاگانو دهغوی یا کُلْموبا هغه چه گډه وی دهډوکی سره داسزاورکړه مونږدوی ته په سبب دظلم ددوی اویقیناً مونږ خامخا رشتینی یو ﴿۱۴۶﴾
[۱۴۵] داهم رد دی په تحریمات دغیراللّه باندی په دلیل دوحی سره روستو ددلیل عقلی نه چه مخکښی معلومه شوه چه دمشرکانو دتحریم دلیل عقلی او نقلی نیشته نواوس فرمائی چه د اللّه تعالٰی په وحی کښی هم نیشته (مُحَرَّمًا) ابن کثیروئیلی دی چه مراد هغه دی چه مشرکانوپه ځان باندی حرام کړی وی (إِلَّا أَنْ يَكُونَ) په دی کښی مقصد حصراضافی دی حقیقی نه دی ځکه چه حرام مطعومات ددی نه علاوه نورهم شته نومطلب داشو چه په تاسو دغه حرام نه دی بلکه حرام خو دا اشیاء دی نودا ولی په ځان حلال گنړئ - ددی څلورو ذکر ددی وجی نه شوی دی چه دا محرمات دی په ټولو سماوی دینونو کښی دخورا د څیزونونه (مَسْفُوحًا) په دی دمنجمد وینی نه احتراز اوشو لکه کبد او طحال اودارنگ هغه وینه چه روستو دبهیدلونه په غوښه پوری انختلی وی دابن کثیرذکر کړی ده (فَإِنَّهُ رِجْسٌ) دا ضمیرخنزیرته راجع دی نومعلومه شوه چه ذات دخنزیرپلیت دی اگرچه ژوندی وی -
[۱۴۶] دا جواب دی دیوسوال چه اوښ او وازږی هم اللّه تعالٰی حرام کړی دی نوتاسوئی ولی حلال گنړئ جواب دادی چه دا صرف په یهودیانو باندی دهغوی دظلم دوجی نه اللّه تعالٰی حرام کړی دی په بل چاباندی نه دی حرام شوی - د یهودیانو څه مظالم په سورة نساء (۱۶۰) کښی ذکر کړی شوی وؤ بیاهم دهغوی ظلم دا وؤ چه دوازږونه به ئی ډل (غوړی) جوړول اوهغه به ئی خرڅول اوهغه قیمت دهغی به ئی حلال گنړلو رسول اللّٰه ﷺ فرمائیلی دی چه ددوی په شان حیلی مه کوئ چه د اللّه تعالٰی حرام په ځان باندی په حیلوسره حلالوئ او دامرض په دی امت کښی ډیرشوی دی (لَصَادِقُونَ) په دی کښی اشاره ده چه یهودو وئیل چه داوښ غوښه په دین ابراهیم علیه السلام کښی حرام وه نودا دروغ وائی -