وَلَوْ أَنَّنَا ۳۱۰ الأنعام
فَإِنْ كَذَّبُوكَ فَقُلْ رَبُّكُمْ ذُو رَحْمَةٍ وَاسِعَةٍ وَلَا يُرَدُّ بَأْسُهُ عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ ﴿۱۴۷﴾ سَيَقُولُ الَّذِينَ أَشْرَكُوا لَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا أَشْرَكْنَا وَلَا آبَاؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِنْ شَيْءٍ كَذَلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ حَتَّى ذَاقُوا بَأْسَنَا قُلْ هَلْ عِنْدَكُمْ مِنْ عِلْمٍ فَتُخْرِجُوهُ لَنَا إِنْ تَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ أَنْتُمْ إِلَّا تَخْرُصُونَ ﴿۱۴۸﴾ قُلْ فَلِلَّهِ الْحُجَّةُ الْبَالِغَةُ فَلَوْ شَاءَ لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۱۴۹﴾
پس که دوی دروغژن وائی تاته پس اوایه رب ستاسو فراخه رحمت والا دی اونه واپس کیدی شی عذاب دهغه د قوم مجرمانونه ﴿۱۴۷﴾
خامخا وائی مشرکان که خوښه وی د اللّه تعالٰی نوشرک به نه وی کړی مونږاونه پلارانوزمونږ اونه به حرام کړی وی مونږ څه شی دغسی نسبت ددروغو کړی ؤو (توحید ته) هغه کسانو چه مخکښی ددوی نه ؤو تردی چه اوڅکو دوی عذاب زمونږ اوایه آیاتاسو سره دلیل شته پس را ښکاره کړئ مونږته تابعداری نه کوئ تاسو مگردگمان اونه يئ تاسو مگرپه توک کارونه کوئ ﴿۱۴۸﴾
اوایه پس خاص اللّه تعالٰی لره دلیل پوره دی پس که غوښتی اللّه تعالٰی خامخا هدایت به ئی کړی وی تاسو ټولو ته ﴿۱۴۹﴾
[۱۴۷] په دی آیت کښی تسلی ده نبی ﷺ ته چه که دوی ستا تکذیب کوی نوصبرکوه اگرچه اللّه تعالٰی فراخ رحمت والا دی چه عذاب روستو کوی په مهلت ورکولو سره په مؤمنانوباندی لیکن قهروغضب والا هم دی په مجرمانوباندی (وَلَا يُرَدُّ) داعطف دضد دی په بل ضدباندی -
[۱۴۸] دارد دی په دلیل دمشرکانوباندی هغوی وئیل چه مونږشرک اعتقادی یا عملی چه کوؤ نوپه دی اللّه تعالٰی خوښ (رضا) دی ځکه چه هرڅه دهغه په خوښئ سره دی دا ددوی عقیده وه چه کل شیءِ بمشیة اللّه یائی دا الزاماً وئیل مؤمنانوته چه تاسو وایئ چه هرڅه د اللّه تعالٰی په مشیت سره دی - اول جواب دادی (كَذَلِكَ كَذَّبَ) یعنی که په دی اللّه تعالٰی رضا وی نومخکښی تکذیب کوونکو ته ئی عذاب ولی ورکړی دی - دوهم جواب په (قُلْ هَلْ عِنْدَكُمْ) چه دلیل یقینی په دی باندی پیش کړئ اوهغه نیشته دوی سره - دریم جواب په دی قول سره (إِنْ تَتَّبِعُونَ) چه دا ددوی دگمان او دتوک خبری دی اوهغه خوڅه دلیل نه دی (سَيَقُولُ) دا پیشینگوئی ده اوسین دپاره داستقبال دی اووقوع دهغی په سورة نحل اوزخرف کښی ذکر ده یا سین دپاره دتاکید دی (كَذَّبَ) نسبت دتکذیب په نورو احکامو شرعیو کښی مراد دی یا داچه (لَوْ شَاءَ) مشرکانوپه طریقه دتکذیب سره وئیلی دی -
[۱۴۹] دابیان د دلیل یقینی دی په توحید باندی چه هغه کتابونه نازلول او رسولان رالیږل دی (الْبَالِغَةُ) چه دصدق او عربئ او فصاحت بلاغت انتهاء ته رسیدلی وی دربیع بن انس نه روایت دی چه هغه چا سره هیڅ حجت نیشته (چه نافرمانی د اللّه تعالٰی اوشرک کوی) په اللّه تعالٰی باندی بلکه اللّه تعالٰی حجت بالغه دی په بندگانو باندی - لیکن هدایت په اختیار د اللّه تعالٰی کښی دی -