وَلَوْ أَنَّنَا ۳۱۱ الأنعام
قُلْ هَلُمَّ شُهَدَاءَكُمُ الَّذِينَ يَشْهَدُونَ أَنَّ اللَّهَ حَرَّمَ هَذَا فَإِنْ شَهِدُوا فَلَا تَشْهَدْ مَعَهُمْ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَالَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ وَهُمْ بِرَبِّهِمْ يَعْدِلُونَ ﴿۱۵۰﴾ قُلْ تَعَالَوْا أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلَّا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ مِنْ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلَا تَقْرَبُوا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۱۵۱﴾
اوایه راولئ علماء خپل هغه کسان چه بیشکه بیان کړی چه اللّه تعالٰی حرام کړی دی دا پس که دوی بیان اوکړو (بی دلیله) پس ته ملگرتیا مه کوه ددوی سره اومه تابع کیږه دخواهشاتو دهغه کسانو چه دروغژن گنړی آیتونه زمونږ اوهغه کسان چه ایمان نه لری په آخرت باندی اودوی دخپل رب سره نورخلق برابر گنړی ﴿۱۵۰﴾
اوایه: راشئ چه بیان کړم هغه شی چه حرام کړی دی رب ستاسوپه تاسوباندی چه شریک مه گنړئ دهغه سره هیڅ شی اونیکی کوئ دموراوپلار سره نیکی کول اومه وژنئ بچی خپل دوجی د لوږی نه مونږرزق درکؤو تاسوته اودوی ته او مه نزدی کیږئ بدکارونوته هغه چه ښکاره وی ددی نه اوهغه چه پټ وی اومه وژنئ هغه نفس چه حرام کړی دی اللّه تعالٰی مگرپه جرم شرعی سره داپوخ حکم درکوی تاسوته دپاره ددی چه دعقل نه کارواخلئ ﴿۱۵۱﴾
[۱۵۰] داطلب ددلیل دی ددوی دعلماؤ نه (هَذَا) په دی کښی اشاره ده هغه ته چه ذکر دی په (۱۳۹،۱۳۸) کښی (الَّذِينَ كَذَّبُوا) دادری اصول دکفردی تکذیب د آیاتونو، انکار دقیامت اوشرک کول اوددوی دین په خواهشاتوباندی بناوی (فَإِنْ شَهِدُوا) نه مراد دادی که دوی بیان ددی دځان نه بی دلیله اوکړی نوته ورسره ملگرتیا مه کوه ځکه چه د خواهشاتو تابعداری کول منع دی -
[۱۵۱] ددی آیت نه ترآخره پوری دریم باب دی ددی حصی نه په دی کښی ذکر دشپږحرامو اوپنځه حکمونه دی بیا دلیل نقلی دکتاب د موسیٰ علیه السلام نه بیا ترغیب قرآن ته دپاره ددفع کولودعذرونو اواخرکښی بیان دپیغمبردی په رد دشرک کښی او اختتام په ترغیب سره دی (قُلْ تَعَالَوْا) یعنی دی خلقوته اووایه چه تاسوکوم څیزونه په ځان حرام کړی دی هغه حرام نه دی بلکه دوی ته د اللّه تعالٰی محرمات بیان کړئ اوقرطبی وئیلی دی چه په ټولو علماؤباندی ددی محرماتوبیان کول لازم دی او تعالوا کښی اشاره ده چه دا منل سبب دعلو اورفع دی اوابن ابی حاتم مرفوع روایت ذکر کړی دی چه رسول اللّٰه ﷺ په دی دری آیاتونوباندی دصحابونه بیعت اخستلو (مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ) په دی کښی کوم پنځه اوامرچه ذکر شویدی نودهغی نه خلاف کول حرام دی د حَرَّمَ لاندی هغه ئی ذکر کړی بیا داکارونه کوم چه په دی آیت کښی ذکر شوی دی په دی باندی ټول عقل والا پوهیږی چه دا قبیح دی (وَلَا تَقْتُلُوا) دا قتل دری قسمه دی اول قتل حقیق لکه چه مشرکانو جاهلیت کښی طریقه ده دوهم قتل په طریقه داسقاط حمل اوضبط تولید او منصوبه بندی - دریم قتل حکمی یعنی ددین دعلم نه محرومه کول او ددنیاپه علمونو او کارونو کښی مشغوله کول دپاره د رزق گټلو اوپه دی آیت کښی منع ده دغریبانو خلقو چه دخپلی روزئ دغم دوجی نه ئی بچی قتل کول اوسورة بنی اسرائیل کښی منع ده دمالدارو خلقو چه بچی ئی ددی وجی نه وژل چه دوی به روزی دکوم ځای نه خوری ددی وجی نه دلته (مِنْ إِمْلَاقٍ) وئيلی دی چه فقر فی الحال موجود وی اوسورة اسراء کښی خشیة املاق وئیلی دی چه مالداروی خو د فقیرئ راتللونه ویره کوی اوهرکله چه دفقیرئ په وخت انسان اول دځان فکرکوی نواول ئی دپلارانو ذکر اوکړو په (نَرْزُقُكُمْ) سره او دمالدارئ په وخت کښی داولاد ذکر کوی نوهلته ئی هُمْ مخکښی راوړی دی (وَبِالْوَالِدَيْنِ) اشاره ده چه حق دوالدینو صرف ترک اسائت نه دی بلکه احسان ورسره لازم دی (الْفَوَاحِشَ) هغه گناهونه چه دبی حیائی سره تعلق لری اوعقل ئی بد گنړی (بِالْحَقِّ) مرتد کیدل او قصاص اوزنا روستو دواده نه په دی سره قتل جائز کیږی (وَصَّاكُمْ) وصیت د اللّه تعالٰی تاکیدی حکم وی چه نه منسوخ کیږی -