وَلَوْ أَنَّنَا ۳۱۲ الأنعام

وَلَا تَقْرَبُوا مَالَ الْيَتِيمِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ وَأَوْفُوا الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُوا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى وَبِعَهْدِ اللَّهِ أَوْفُوا ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿۱۵۲﴾ وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿۱۵۳﴾ ثُمَّ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ تَمَامًا عَلَى الَّذِي أَحْسَنَ وَتَفْصِيلًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لَعَلَّهُمْ بِلِقَاءِ رَبِّهِمْ يُؤْمِنُونَ ﴿۱۵۴﴾

اومه نزدی کیږئ‌ مال دیتیم ته مگر په هغه طریقه چه ښائسته وی (اوساتنه کوئ دهغه دمال) توهغی چه اورسی ځوانئ ته اوپوره کوی پیمانه اوتله په انصاف سره تکلیف نه ورکوو مونږهیچ چاته مگرپه قدردوس دهغه اوکله چه ویناکوئ په انصاف کوئ اگرچه وی (وینا کړی شوی) خپلوان اولوظ د اللّه تعالٰی پوره کوئ دا حکم درکوی تاسوته په دی سره دپاره ددی چه یاد اوساتئ ﴿۱۵۲﴾
او (پوهه شئ) چه داقرآن لارځماده برابر پس تابعداری کوئ‌ دده اومه تابع کیږئ دنورو لارو پس گډوډ به کړی تاسو د لاری دهغه نه داحکم درکوی تاسوته دی دپاره چه متقیان شئ ﴿۱۵۳﴾
بیا (واورئ) چه ورکړی دی مونږموسیٰ علیه السلام ته کتاب (مخکښی دقرآن نه) دپاره دپوره کولو دنعمت په هغه چاچه نیک عمله دی اوتفصیل دهرضروری خبری ددین اوهدایت دی اورحمت دی دپاره ددی چه په ملاقات د رب خپل ایمان لری ﴿۱۵۴﴾

[۱۵۲] داکارونه مشرکانو هم منل چه دا ښه اخلاق دی لیکن بیا به ئی دهغی خلاف کوؤ نوځکه ورته اوفرمائیل (لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ) یعنی ددی کارونو ښائیست مه هیروئ (لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا) داجمله معترضه ده چه په دی احکاموباندی عمل کول ستا دطاقت نه بهردی نومخالف ئی مه کوئ یاپه دی کښی تسلی ده یعنی خپل وسع صرف کوئ اودوسع نه چه بهرشی نوهغه اللّه تعالٰی معاف کوی (إِذَا قُلْتُمْ) قول عام دی که په فیصله کولو کښی وی یاشهادت یا دعوت اوتبلیغ وی (فَاعْدِلُوا) عدل په معنیٰ د حق او رشتیا وئیل دی -
[۱۵۳] دی آیت کښی یوامر او یونهی ده (صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا) نه مراد قرآن (اوسنت) دی (السُّبُلَ) نه مراد هغه ټولی طریقی اونظرئی او مذهبونه دی چه دقرآن او سنت نه خلاف دی یهودیت، نصرانیت، مرزائيت ، رافضیت اوتمام بدعات رواجونه په دی کښی داخل دی اودقرآن سنت اتباع سره تقویٰ حاصلیږی ځکه ئی (تَتَّقُونَ) اوفرمائیل او (هَذَا) اشاره ده هغه مضمون ته چه ذکر شو په دی سورت کښی یاپه قرآن کښی -
[۱۵۴] دادلیل نقلی دی د کتاب د موسیٰ علیه السلام نه دی چه په هغی کښی هم دا اوامراونواحی ذکردی(ثُمَّ) دپاره دترتیب داخبار دی یعنی ثم اخبرکم (الَّذِي أَحْسَنَ) نه مراد په بنی اسرائيلوکښی محسنین کسان دی یا موسیٰ علیه السلام مراد دی اودا کتاب تورات دهغوی دپاره پوره حجت وؤ اوپه دوی باندی پوره احسان وؤ د اللّه تعالٰی دطرف نه یامراد د (الَّذِي أَحْسَنَ) نه هغه طریقه ده چه ښائیسته وی (تَمَامًا) په معنیٰ دتاما کاملادی پوره کتاب په هغه وجه اوطریقه سره چه ښائسته وی (لَعَلَّهُمْ بِلِقَاءِ رَبِّهِمْ) اشاره ده چه کتاب د اللّه تعالٰی سره تعلق ساتل سبب دپوخ والی دایمان دی په قیامت باندی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>