وَلَوْ أَنَّنَا ۳۱۳ الأنعام

وَهَذَا كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ فَاتَّبِعُوهُ وَاتَّقُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿۱۵۵﴾ أَنْ تَقُولُوا إِنَّمَا أُنْزِلَ الْكِتَابُ عَلَى طَائِفَتَيْنِ مِنْ قَبْلِنَا وَإِنْ كُنَّا عَنْ دِرَاسَتِهِمْ لَغَافِلِينَ ﴿۱۵۶﴾ أَوْ تَقُولُوا لَوْ أَنَّا أُنْزِلَ عَلَيْنَا الْكِتَابُ لَكُنَّا أَهْدَى مِنْهُمْ فَقَدْ جَاءَكُمْ بَيِّنَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ كَذَّبَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَصَدَفَ عَنْهَا سَنَجْزِي الَّذِينَ يَصْدِفُونَ عَنْ آيَاتِنَا سُوءَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُوا يَصْدِفُونَ ﴿۱۵۷﴾

اودا کتاب نازل کړی دی مونږبرکت والا دی پس تابعداری کوئ دده او یریږئ دی دپاره چه رحم اوکړی شی په تاسوباندی ﴿۱۵۵﴾
(دی دپاره) چه اونه وائی تاسو یقیناً نازل کړی شوی دی کتابونه په دووډلوباندی مخکښی زمونږنه اویقیناً ؤو مونږه دلوستلو ددوی نه بی خبره ﴿۱۵۶﴾
یا دا اونه وایئ چه که نازل شوی وی په مونږباندی کتاب خامخا وی به مونږ ښه لارموندونکی ددوی نه پس یقیناً راغلی دی تاسوته واضح بیان دطرف درب ستاسونه اوهدایت او رحمت پس څوک ډیرلوی ظالم دی دهغه چانه چه دروغژن گنړی آیاتونه د اللّه تعالٰی اومخ گرځوی دهغی نه زردی سزابه ورکړو هغه کسانوته چه مخ گرځوی دآیاتونو زمونږنه بدعذاب په سبب ددی چه دوی مخ گرځوی ﴿۱۵۷﴾

[۱۵۵] داترغیب دی دقرآن ته په ذکرددوه صفاتو دکتاب اودوه اوامراویوحکمت (مُبَارَكٌ) ددی سورت (۹۲) کښی دهغی تشریح ده (وَاتَّقُوا) ځان بچ کړئ د مخالفت د کتاب اللّه نه -
[۱۵۶] دا دفع داول عذرده - دوه ډلی یهودیان او نصاریٰ دی چه هغوی ته تورات او انجیل نازل شوی وؤ او مونږدهغوی دلوستلونه غافل وؤ یوداچه هغه عجمی ژبه وه سریانی باعبرانی اوعرب په هغی باندی نه پوهیدل دوهم داچه هغوی به هغه پټول اوبیان به ئی عاموخلقوته نه کوؤ -
[۱۵۷] دادفع ددوهم عذرده داسی د سورة فاطر (۴۲) کښی هم دی او (تَقُولُوا) نه مخکښی کراهیة لفظ په نیز دبصریانو او لئِلا په نیزدکوفیانو پټ دی (لَكُنَّا أَهْدَى مِنْهُمْ) دا دعویٰ دعربوپه دی وجه سره ده چه هغوی ځان کښی ډیرعقل اوتیزذهن اوپوره فکراوانابت گنړی (وَرَحْمَةٌ) نه روستو کذبتم جمله پټه ده (وَصَدَفَ عَنْهَا) لازمی او متعدی دواړه راتلی شی لیکن ابن کثیردلته متعدی معنیٰ غوره کړی ده یعنی (نورخلق منع کوی) اوبیازورنه ده اعراض کوونکوته دقرآن نه او دا سبب دعذاب دی ددی وجی نه په دی باندی بیابیا تصریح کړی ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>