وَلَوْ أَنَّنَا ۳۲۰ الأعراف
قَالَ أَنْظِرْنِي إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴿۱۴﴾ قَالَ إِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِينَ ﴿۱۵﴾ قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ ﴿۱۶﴾ ثُمَّ لَآتِيَنَّهُمْ مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَنْ شَمَائِلِهِمْ وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ ﴿۱۷﴾
ده اوئیل مهلت راکړه مالره د ورځ ددوباره ژوند پوری ﴿۱۴﴾
اوفرمائیل اللّه تعالٰی یقیناً ته دمهلت درکړی شوونه ئی ﴿۱۵﴾
ده اوئیل پس په دی وجه چه تا زه محرومه کړم (درحم خپل نه) خامخ کینم به دوی ته په نیغه لاره ستا کښی (دپاره دمنع کولو) ﴿۱۶﴾
بیا خامخا به راځم دوی ته دمخی ددوی نه اودشا ددوی نه اود ښی طرفونونه اود گس طرفونونه اونه به مومی ډیرددوی نه توحید والا ﴿۱۷﴾
[۱۵-۱۴] مهلت غوښتل دورځ دبعث پوری ددی دپاره وؤ چه مرگ نه بچ شی - لیکن اللّه تعالٰی ده له مهلت ورکړو دورځ دفناپوری فقط لکه سورة حجر (۳۸) کښی اوسورة ص (۸۱) کښی دی اوهغه وخت کښی به نورخلق هم موجود وی ځکه ئی ورته مُنْظَرِينَ اوفرمائیل -
[۱۶] دادلیل دی چه دصراط مستقیم لوی دشمن ابلیس دی (فَبِمَا) باء سببیه یا قسمیه ده او ما استفهامیه دی او (لَأَقْعُدَنَّ) کیناستل کنایه ده دلزوم نه (لَهُمْ) په معنیٰ د لِاِ ضْلاَلِهِمْ وَ اِغْوَائِهِمْ دی (صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ) چه دهغی ابتداء دتوحید نه ده لکه ابن کثیرذکر کړی دی -
[۱۷] ددی نه مراد دادی چه په هرطریقه به دوی گمراه کوم یامطلب دادی چه د آخرت نه به ئی منکریا غافل کوم اودنیک کارونونه به ئی منع کوم او دبدکارونورغبت به ورکؤم - مِنْ فَوقِهِم، ئی نه دی وئیلی اشاره ده چه رحمت د اللّه تعالٰی نشی منع کولی او مِن تَحتَهِم، ئی نه دی وئیلی چه د لاندی نه راتلل نه کیږی (شَاكِرِينَ) قرطبی او خازن او ابن کثیر وئیلی دی چه مراد ددی نه مؤحدین دی ځکه چه ابلیس اوله دشمنی دتوحید سره کوی اوداقول دابلیس په طریقه دظن غالب سره دی -