وَلَوْ أَنَّنَا ۳۲۱ الأعراف

قَالَ اخْرُجْ مِنْهَا مَذْءُومًا مَدْحُورًا لَمَنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنْكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۱۸﴾ وَيَا آدَمُ اسْكُنْ أَنْتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ فَكُلَا مِنْ حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۹﴾ فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وُورِيَ عَنْهُمَا مِنْ سَوْآتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهَاكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَذِهِ الشَّجَرَةِ إِلَّا أَنْ تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ الْخَالِدِينَ ﴿۲۰﴾ وَقَاسَمَهُمَا إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ النَّاصِحِينَ ﴿۲۱﴾

اوفرمائیل اللّه تعالٰی اوځه ددی ځای نه بدوئیلی شی رټلی شوی خامخاچاچه تابعداری اوکړه ستا ددوی نه خامخا ډک به کړم جهنم ستاسونه په یوځای ﴿۱۸﴾
او ای آدم علیه السلام اوسه ته اوبی بی ستا په جنت کښی پس خورئ دهغه ځای نه چه خوښه وی ستاسو اونزدی مه ورځئ دی اونی ته (په قصد) پس شئ به تاسودگنهگارو نه ﴿۱۹﴾
پس وسوه اوکړه دی دواړوته شیطان (عاقبت دادی) چه ښکاره کړی دوی ته هغه چه پټ شوی ؤو ددوی نه د وجودونو ددوی نه اووی وئیل نه ئی منع کړی تاسو رب ستاسو ددی ونی نه مگرددی وجی نه چه شئ به (اوږد عمروالا) دوه ملائک یاشئ به تاسو دهمیشه پاتی کیدونکونه ﴿۲۰﴾
اوقسم ئی اوکړو دی دواړوته چه یقیناً زه ستاسو د خیرخواهونه یم ﴿۲۱﴾

[۱۸] په دی آیت کښی دابلیس ددعا اجابت دی سره دتخویف نه په تابعدارئ کولودهغه سره (اخْرُجْ) دااعاده بعد دعهد ده یعنی اول اخرج په طریقه دفیصله الٰهی وؤ اودوهم نافذکول دامر دی یااول اخراج دجنت نه او دوهم دآسمان نه (مَذْءُومًا) ذأم زیات دی د ذم نه په معنیٰ دعیب کښی یعنی ډیرعیب ژن (مَدْحُورًا) په لغت کښی رټلی شوی ته وائی او صیغی دمفعول دلالت کوی چه دابدوئیل او رټل به هرطرف نه وی - (لَأَمْلَأَنَّ) اشاره ده چه په جهنم کښی به تعذیب دپاره صرف تابعدار دابلیس وی که په کفراوشرک سره وی اوکه په نورو گناهونوسره وی اول قسم به همیشه وی جهنم کښی دوهم به همیشه نه وی -
[۱۹] دا اظهاردانعام الٰهی دی په هغه آدم علیه السلام چه ابلیس هغه ته سپک کتل دامعطوف دی په اخراج باندی په (۱۸) کښی (وَلَا تَقْرَبَا) مراد دنهی دقِربان نه قصد اوعمد دی چه هغه سبب دظلم دی نوپه سهواونسیان دآدم سره ظلم دهغه نه ثابتیږی اونورتفسیرپه سورة بقره کښی تیرشوی دی -
[۲۰] په دی آیت کښی تفصیل دوسوسی دابلیس دی اوعاقبت دعمل کولودی په وسوسه باندی - (فَوَسْوَسَ) سوال: هرکله چه ابلیس دجنت او آسمانونونه کوزکړی شوی وؤ نوبیائی څرنگ وسوسه اوکړه آدم علیه السلام ته؟ جواب: هرکله چه ابلیس ته ئی اوئیل اخرج اوادم ته ئی اوئیل اسکن ابلیس دوتلوپه وخت کښی آدم علیه السلام ته داخبره اوکړله اودلات کوی په دی باندی فا په فوسوس کښی چه داتصال دپاره راځی اوڅوک چه وائی چه ابلیس په دروازه دجنت کښی اولاړ وؤ او آدم ته ئی آواز اوکړو نودابی دلیله خبره د ه اوڅوک وائی دمار په خوله کښی جنت ته داخل شونوداخو بی دلیله او اسرائیلی قصه ده (لَهُمَا) اوسورة طٰهٰ (۱۲۰) کښی الیه ذکردی وجه داده چه دلته دمخکښی نه تثینه الفاظ ذکردی نودائی هم تثنیه ذکرکړه اوسورة طٰهٰ کښی دمخکښی نه دآدم ذکردی نوروستوئی هم ضمیرمفرد ذکرکړو نووسوسه ئی دواړو ته کړی ده لیکن ښځه تابع دخاوند ده نوکله دهغی ذکر اونشی (لِيُبْدِيَ) اکثرمفسرینووئیلی دی چه لام دپاره دعاقبت دی ځکه چه ابلیس ته داعلم نه وؤ چه په دی سره به ددوی عورتونه ښکاره کیږی اوداهم جائز ده چه لام دعلت وی اوکیدی شی چه ابلیس ته ددی علم د مخکښی نه حاصل وؤ (سَوْآتِهِمَا) سوء دبدن هغه حصی ته وئيلی شی چه دهغی په ښکاره کیدلوسره انسان فطرةً خفه کیږی نوعورت دی (مَا وُورِيَ) اشاره ده چه عورت دانسان طبعاً پټ وی اوطبعاً دهغی ښکاره کول بد گنړی ځکه ئی صیغه دمجهول ذکرکړله (أَنْ تَكُونَا مَلَكَيْنِ) داپه طریقه دتشبیه سره مراد دی یاپه طریقه دقلب حقیقت سره هم احتمال لری اوتشبیه دملائکوسره په ډیروصفتونوکښی ده چه خوراک ته به مجتاج نه ئی اوهرقسم شکلونه به اختیارولی شی اوپه الوتلوبه قدرت لری اوعمرونه به موهم اوږده شی داهم مرغوب صفتونه دی چه انسان ئی غواړی (أَوْ تَكُونَا مِنَ الْخَالِدِينَ) داترقی ده دماقبل نه اوپه معنیٰ دبل سره دی یعنی بلکه دفنا اومرگ نه به بچ شئ داهم دانسان ډیرمرغوب څیزدی اوسوره طٰهٰ کښی صرف روستنئ‌ خبره ذکر کړی ده ځکه سوره اعراف تفصیلی سورت دی نوپه دی کښی ئی تفصیل ذکر کړی دی اوسوره طٰهٰ کښي اختصار مقصد دی ددی وجی نه آخری مرغوب ئی ذکر کړی دی -
[۲۱] (قَاسَمَهُمَا) داصیغه دلته دپاره دمبالغی ده یعنی کلک قسم ئی اوکړو قسم دپاره دتاکید دوسوسی دی اودائی مطلق ذکر کړو لیکن مراد ددی نه قسم باللّه دی اوابلیس اول هغه شخص دی چه په اللّه تعالٰی باندی په دروغه قسم کړی دی او د آدم علیه السلام گمان هم داوؤ چه هیڅ څوک به په اللّه تعالٰی باندی په دروغه قسم نه کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>