وَلَوْ أَنَّنَا ۳۲۲ الأعراف
فَدَلَّاهُمَا بِغُرُورٍ فَلَمَّا ذَاقَا الشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْآتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِنْ وَرَقِ الْجَنَّةِ وَنَادَاهُمَا رَبُّهُمَا أَلَمْ أَنْهَكُمَا عَنْ تِلْكُمَا الشَّجَرَةِ وَأَقُلْ لَكُمَا إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمَا عَدُوٌّ مُبِينٌ ﴿۲۲﴾ قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنْفُسَنَا وَإِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۲۳﴾
پس راکوزئی کړل په دهوکه سره پس هرچه کله چه اوڅکله دوی اونه ښکاره شودواړوته وجودونه ددوی اوشروع شو دواړه چه لگولی ئی په ځان باندی دپانړو دجنت نه او اواز ورکړو دی دواړو ته رب ددوی آیا مانه وئی منع کړی تاسو ددی ونی نه اونه وو وئیلی ماتاسوته یقیناً شیطان تاسولره دشمن ښکاره دی ﴿۲۲﴾
اوئیل دواړو ای ربه زمونږ نقصان کړی دی مونږه دځانونو خپلو اوکه بخنه اونه کړی ته مونږته اورحم اونه کړی په مونږخامخاشوبه مونږدتاوان والونه ﴿۲۳﴾
[۲۲] (فَدَلَّاهُمَا) فا دلالت کوی چه دوی په وسوسه باندی ستمدستی عمل کړی دی - دَلَّاهُمَا مراد ددی نه را کوزول دی دطاعت نه معصیت ته یا داوچتی درجی نه کوزی درجی ته یاداپه معنیٰ د ازلهما سره دی (بِغُرُورٍ) ښکاره کول دنصیحت او پټ ساتل دنقصان ته غرور وائی (سَوْآتُهُمَا) دلته معنیٰ ظاهری مراد ده ددلیل په هغی روستوجمله ده چه پانړی لگول دی په ځان باندی اوبحرالمحیت کښی ذکر دی چه څوک وائی چه مراد ددی نه ددوی غیبونه او سخت ژوند ښکاره کیدل دی اوبربنډ شوی نه دی نوداقول دقرآن کریم دظاهرنه خلاف دی اوتاویل دی بغیرددلیل نه -
[۲۳] ظلم په معنیٰ دنقصان دی یعنی مونږخپله حصه کمه کړه ځکه چه دجنت نه اووتلو (وَإِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنَا) دگناه بښل مراد نه دی ځکه چه گناه ئی نه دی کړی بلکه پرده اچول مراد دی - او رَحَم نه مراد آئنده دپاره دداسی کارنه بچ کول دی - یادا دعا دوجی دانکسار او دتضرع نه ده نودلالت نه کوی په گناه کولو باندی اوداد مقربینو عادت دی چه وړوکی نقصان غټ گنړی اوشربینی لیکلی دی چه داصرف خلاف اولیٰ کار وؤاوپه نسیان سره شوی وؤ په دلیل دسورة طٰهٰ (۱۱۵) سره نورتفصیل په سورة بقره کښی تیرشوی دی -