وَلَوْ أَنَّنَا ۳۲۳ الأعراف

قَالَ اهْبِطُوا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ وَلَكُمْ فِي الْأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَاعٌ إِلَى حِينٍ ﴿۲۴﴾ قَالَ فِيهَا تَحْيَوْنَ وَفِيهَا تَمُوتُونَ وَمِنْهَا تُخْرَجُونَ ﴿۲۵﴾ يَا بَنِي آدَمَ قَدْ أَنْزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاسًا يُوَارِي سَوْآتِكُمْ وَرِيشًا وَلِبَاسُ التَّقْوَى ذَلِكَ خَيْرٌ ذَلِكَ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ ﴿۲۶﴾ يَا بَنِي آدَمَ لَا يَفْتِنَنَّكُمُ الشَّيْطَانُ كَمَا أَخْرَجَ أَبَوَيْكُمْ مِنَ الْجَنَّةِ يَنْزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِيُرِيَهُمَا سَوْآتِهِمَا إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لَا تَرَوْنَهُمْ إِنَّا جَعَلْنَا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاءَ لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۲۷﴾

اوفرمائیل اللّه تعالٰی کوزشئ تاسو بعضی ستاسو دبعضو دپاره دشمنان به وی اوتاسودپاره په ځمکه کښی ځای داوسیدلودی اومزی اخستل دی تریووخت پوری ﴿۲۴﴾
اوفرمائیل اللّه تعالٰی په دی ځمکه کښی به ژوند تیروئ تاسو اوپه دی کښی به مړه کیږئ‌ تاسو اوددی نه به ویستلی کیږئ تاسو ﴿۲۵﴾
ای بنیادمویقیناً پیداکړی ده مونږتاسولره جامه چه پټوی عورتونه ستاسو او ښائیست دی اوجامه دپرهیزگارئ دا غوره ده داد نعمتونود اللّه تعالٰی نه ده دی دپاره چه نصیحت واخلئ ﴿۲۶﴾
ای بنیادمو دهوکه دی نه کړی تاسولره شیطان لکه چه ویستلی دی موراوپلارستاسو دجنت نه اویستلی ئی ددواړو نه جامی دهغوی چه دی دپاره چه ښکاره کړی دوی ته وجودونه ددوی یقیناً دی وینی تاسولره دی او اولاد دده په داسی طریقه چه نه وینئ تاسودوی لره یقیناً جوړکړی دی مونږشیطانان دوستان (دتابعدارئ) هغه کسانولره چه ایمان نه راوړی ﴿۲۷﴾

[۲۴] دبخشش کولو او توبه قبلولونه روستو داحکم دلیل دی چه دا کوزول ځمکی ته سزا دگناه نه ده بله اثرددغی شجری دی اوپه دی آیت کښی دراکوزولو غایه تکوینی ذکرکړیده لکه په سورة بقره (۳۶) کښی اوغایة تشریعی به په (۳۵) کښی ذکر کوی -
[۲۵] داهم غایه تکوینی سره تعلق لری اوپه دی کښی فنا او بعث هم ذکرکوی دپاره ددی چه غفلت رانشی ددی نه مراد عام ژوند دی اوهغه په ځمکه کښی دی نوبعضی ژوند په طریقه دخرق عادت سره وی لکه په آسمان کښی ژوند د عیسیٰ علیه السلام نوپه دی سره اعتراض نه راځی -
[۲۶] ظاهره داده چه داخطابات په وخت دکوزولو دآدم علیه السلام کښی وؤ ځکه چه دانعمت دلباس یوامت پوری خاص نه دی نوداول خطاب په يَا بَنِي آدَمَ سره دپاره ددی چه لباس د اللّه تعالٰی نعمت دی نوددی ناشکری مه کوئ‌ په تحریم دهغی سره په ځان باندی په طواف کښی (أَنْزَلْنَا) قرطبی دسعید ابن جبیرنه نقل کړی دی چه انزال په معنیٰ دخلق (پیداکولو) سره دی لیکن انزال ورته ددی وجی نه وئیلی دی چه ددی اسباب آسمانی دی لکه باران ورول اوپه هغی سره بوټی راویستل په هغه بوټوکښی بوټی دپنبی او ریښم اوربړوغیره پیداکیدل (وَلِبَاسُ التَّقْوَى) ددی نه مراد هغه جامه ده چه دشرع مطابق وی یامراد ددی نه نفس تقویٰ ده یعنی ایمان نیک عمل - اودائی ددی وجی نه ذکرکړو چه بنی آدم لباس طرف ته زیاته توجه اونه کړی اوایمان هیر نه کړی -
[۲۷] دادوهم خطاب دی په دی کښی منع ده داتباع دشیطان نه په تحریم دحلال کښی اورد دی په دلیل دمشرکانوباندی (لَا يَفْتِنَنَّكُمُ) مراد ددی نه گمراه کول دی په طریقه د تحریم دحلال سره اودا شرک فعلی دی (كَمَا أَخْرَجَ) نه مخکښی عبارت پټ دی بتحریم اللباس فی الطواف (په حرامولودلباس سره په حال دطواف کښی) اوپه دی کښی هغه پیران هم داخل دی چه په خپلومریدانوباندی بعضی جائز لباس حراموی اوهغه خلق هم داخل دی چه په وقت گډا او ډانس کښی جامی اوباسی - داخرج او ینزع او یُرِیَ نسبتونه ابلیس ته په طریقه دسببیت سره دی (مِنْ حَيْثُ) نه مراد شکل اصلی سره لیدل دی نوکوم چه روایاتوکښی ابلیس اودجناتولیدل راغلی دی نومراد دهغی نه شکل مثالی دی اوبعضی علماؤوئیلی دی چه هغه لیدل خاص کړی شوی دی دعموم ددی آیت نه -