وَإِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً قَالُوا وَجَدْنَا عَلَيْهَا آبَاءَنَا وَاللَّهُ أَمَرَنَا بِهَا قُلْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ أَتَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿۲۸﴾ قُلْ أَمَرَ رَبِّي بِالْقِسْطِ وَأَقِيمُوا وُجُوهَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ كَمَا بَدَأَكُمْ تَعُودُونَ ﴿۲۹﴾ فَرِيقًا هَدَى وَفَرِيقًا حَقَّ عَلَيْهِمُ الضَّلَالَةُ إِنَّهُمُ اتَّخَذُوا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ مُهْتَدُونَ ﴿۳۰﴾
اوکله چه اوکړی دوی څه بدکار دوی وائی موندلی دی مونږپه دی باندی مشران خپل او اللّه تعالٰی حکم کړی دی مونږته ددی اوایه یقیناً اللّه تعالٰی حکم نه کوی دبدکار آیا جوړوئ تاسوپه اللّه تعالٰی باندی هغه خبری چه تاسو پری نه پوهیږئ ﴿۲۸﴾
اوایه حکم کړی دی رب ځما په انصاف سره اوبرابرکړئ مخونه خپل اللّه تعالٰی ته په وخت دهرسجده کښی اودعا غواړئ دهغه نه اخلاص کؤونکی یئ هغه ته د بلنی لکه چه اللّه تعالٰی اول پیدا کړی یئ نودوباره به را اوگرځئ تاسو ﴿۲۹﴾
یوډلی ته هدایت ئی کړی دی اوبله ډله باندی پوره شوی ده گمراهی یقیناً دوی نیولی دی شیطانان دوستان (دتابعدارئ) سیوا د اللّه تعالٰی نه اوگمان کوی دوی چه دوی لارموندونکی دی ﴿۳۰﴾
[۲۸] (فَاحِشَةً) دالفظ خوعام دی هری بدکارئ ته شامل دی، لیکن دلته اشاره ده چه مشرکین عرب به طواف بیت اللّه په بربنډه باندی کوو نارینو دورځی او زنانودشپی اوپه خپل عورت خاصه باندی به ئی مخکښی او روستو لاس کیخودلی وؤ - دوی په حال دحج کښی جامه په ځان حرامه گنړله اوغوړخوراک ئی حرام کړی وؤ - اوداتحریمات دغیراللّه دی نوپه دی کښی رد دی په دوه دلیلونودمشرکانوباندی اول دلیل اتباع دمشرانو دوهم اللّه تعالٰی ته نسبت کول - اول دلیل خو ښکاره باطلی دی دهغی رد ته حاجت نیشته اوپه دوهم دلیل باندی تفصیلی رد کوی اول داچه (قُلْ إِنَّ) دوهم داچه (أَتَقُولُونَ) یعنی دافتراء ده (مَا لَا تَعْلَمُونَ) مراد دعلم نه دلیل دقرآن اوحدیث دی نوهغه چه چاسره نه وی او وائي قال اللّه او امراللّه نودا دروغ جوړول دی په اللّه تعالٰی -
[۲۹] دادریم دلیل دی په رددلیل دمشرکانوکښی - مطلب دادی اللّه تعالٰی چه حکم کوم کړی دی دهغی پابندی کوئ (بِالْقِسْطِ) قسط په اصل کښی حصه ده یعنی حقدار ته دهغه مناسب حصه ورکول نود اللّه تعالٰی مناسب حصه توحید دی دانقل دی دابن عباس رضی اللّه عنهما نه (وَأَقِيمُوا) ددی سره للّه مراد دی (مَسْجِدٍ) مرا ددی نه سجده ده یعنی سجده اللّه تعالٰی لره خاص کړئ داهم رد دی په مشرکانوباندی چه سجدی غیراللّه ته کوی یادمسجد نه مراد جماعت او ځای دلمونځ کولو دی نومعنیٰ داده چه خاص کعبی ته مخونه گرځوئ په هرځای د لمانځه کښی (وَادْعُوهُ) په دی کښی رد دشرک فی الدعادی - (مُخْلِصِينَ) مراد اخلاص نه بچ کول دی دشرک اوتشبیه نه (كَمَا بَدَأَكُمْ) په دی کښی تخویف دی په بعث بعدالموت سره او دلفظ د کَمَا فائده داده چه بربنډ او بی پیزاره اوناسنته به پیدا کولی شئ لکه اول پیدایش هم داسی وؤ -
[۳۰] (فَرِيقًا) حال دی د تعودون دضمیرنه یادضمیر دبدء کم نه اومراد دادی چه دچاپه تقدیرکښی هدایت دی اودچاگمراهی ده نوپه قیامت کښی به دوه ډلی وی (إِنَّهُمُ اتَّخَذُوا) دا متعلق دی دروستوفریق سره یعنی دگمراهئ سبب صرف تقدیرنه دی بلکه تابعداری دشیطانانوده -