وَلَوْ أَنَّنَا ۳۲۵ الأعراف

يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ ﴿۳۱﴾ قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللَّهِ الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ قُلْ هِيَ لِلَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا خَالِصَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۳۲﴾

ای بنیادمو اونیسئ ډول خپل په وخت دهر مانځه کښی اوخورئ اوڅکئ اودحد نه زیاتی مه کوئ یقیناً اللّه تعالٰی محبت نه کوی دحدنه زیاتی کؤونکو سره ﴿۳۱﴾
اوایه چا حرام کړی دی ډول د اللّه تعالٰی هغه چه حلال کړی دی بندگانوخپلولره اوپاک حلال رزقونه اوایه دا حق دی مؤمنانودپاره په ژوند ددنیا کښی (په شرکت سره) یواځی به وی دوی لره په ورځ دقیامت دغسی په تفصیل سره احکام بیانؤو مونږ دهغه قوم دپاره چه پوهیږی ﴿۳۲﴾

[۳۱] دا دریم خطاب دی په رد دشرک فعلی کښی چه دهرمسجد په خوا کښی دجامی استعمال ضرورکوئ که مسجد حرام وی که نورمساجد وی که دطواف په وخت کښی وی اوکه دمانځه په وخت کښی وی ددی آیت نه معلومه شوه عورت پټول په وخت د مانځه اودطواف کښی فرض دی اوتعبیرئی په زینت سره اوکړو اشاره ده چه دعورت پټولونه علاوه مونځ په پاکواوصفا جاموکښی کول غوره دی په نسبت ددی چه دکار یادشپی په لباس کښی وی اوځان ترینه خلاصوی - اوعادتاً نور اندامونه پټول هم په کار دی لکه سینه، شا، سروغیره اومقصد په دی کښی رد دی په هغه چاباندی چه جامی ویستل ئی ثواب گنړلو (وَكُلُوا) په دی کښی هم مقصد رد کول دی په هغه چاباندی چه په حالت دحج کښی خوراک (زیادت دقوت) اوغوړی په ځان باندی حرام کړی وؤ (وَكُلُوا وَاشْرَبُوا) خوراک څښکاک په قدردحاجت فرض دی دپاره دحفاظت دبدن اودپاره دقوت په عبادت کولوباندی (وَلَا تُسْرِفُوا) اسراف په خوراک څښکاک اولباس کښی دری قسمه دی (۱) دحاجت نه زیاتی کول (۲) حرام شی خوړل او اغوستل (۳) حلال په ځان باندی حرام کول، چه داشرک فعلی دی -
[۳۲] داهم رد دی په تحریم دغیراللّه باندی چه اللّه تعالٰی نه دی حرام کړی نوبل چاحرام کړل؟ زینت نه مراد جامه ده په جائز او مناسب طریقه (لِلَّذِينَ آمَنُوا) یعنی داحق دی دایمان والو او مشرکین چه دا نعمتونه استعمالوی نوپه ناحقه استعمال کوی - ځکه چه اللّه تعالٰی انعامات کړی دی نوایمان او توحید والودهغی حق اداکړی دی اومشرکینو داحق نه دی اداکړی (خَالِصَةً) په دی کښی عبارت پټ دی (یخلص اللّه هذا طیبات خالصة للمؤمنین یوم القیامة) (یعنی خالص به کړی اللّه تعالٰی دا طیبات مؤمنانولره خاص په ورځ دقیامت) اوداقول دعام مفسرینودی (نُفَصِّلُ الْآيَاتِ) مراد داچه تفصیل داحکامودتوحید په قرآن کښی موجود دی لکه په دی تیرشوی آیاتونوکښی -