أَوَعَجِبْتُمْ أَنْ جَاءَكُمْ ذِكْرٌ مِنْ رَبِّكُمْ عَلَى رَجُلٍ مِنْكُمْ لِيُنْذِرَكُمْ وَاذْكُرُوا إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَاءَ مِنْ بَعْدِ قَوْمِ نُوحٍ وَزَادَكُمْ فِي الْخَلْقِ بَسْطَةً فَاذْكُرُوا آلَاءَ اللَّهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۶۹﴾ قَالُوا أَجِئْتَنَا لِنَعْبُدَ اللَّهَ وَحْدَهُ وَنَذَرَ مَا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۷۰﴾ قَالَ قَدْ وَقَعَ عَلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ رِجْسٌ وَغَضَبٌ أَتُجَادِلُونَنِي فِي أَسْمَاءٍ سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمْ مَا نَزَّلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ فَانْتَظِرُوا إِنِّي مَعَكُمْ مِنَ الْمُنْتَظِرِينَ ﴿۷۱﴾
آیا او تعجب کوئ تاسو چه راغلی ده تاسوته وحی دطرف درب ستاسونه په یوسړی باندی ستاسونه دپاره ددی چه اویروی تاسولره اویادکړئ کوم وخت چه جوړکړئ اللّه تعالٰی تاسوآبادؤنکی دځمکی پس دقوم دنوح نه اوزیات ئی کړه تاسولره پیدائش کی فراخی پس یادکړئ نعمتونه د اللّه تعالٰی دی دپاره چه کامیاب شئ تاسو ﴿۶۹﴾
اوئیل دوی آیا ته راغلی ئی مونږته دی دپاره چه مونږبندگی اوکړو دیو اللّه تعالٰی اوپریږدوهغه کسان چه بندگی کوله مشرانوزمونږ پس راوړه مونږته هغه (عذاب) چه ته ویروی مونږکه ته ئی درشتیونه ﴿۷۰﴾
اوئیل ده یقیناً راغلی دی په تاسوباندی درب دطرف نه زنگ اوغضب آیا جگړه کوئ تاسو ځما سره په باره دهغه نومونوکښی چه کیخودلی دی هغه تاسو اومشرانو ستاسو نه دی نازل کړی اللّه تعالٰی په دی باندی هیڅ دلیل پس انتظارکوئ یقیناً زه سره ستاسو نه د انتظار کؤونکونه یم ﴿۷۱﴾
[۶۹] ده باندی دااعتراض وؤ چه ته بشرئی اوسړی ئی نوڅنگه رسول شوی لکه چه په سوره ابراهیم (۱۰) اوسورة مؤمنون (۳۳) ذکردی نوهغه ورته جواب ورکړو أَوَعَجِبْتُمْ سره (بَسْطَةً) ډیروالی دنسل مراد دی یاغټ والی دبدن سره ددنگ والی دقدنه مراد دی - دحدیث صحیح نه معلوم ده چه د آدم علیه السلام قد شپیته ذراعه وؤ اواولاد به ئی دهغه نه کمیږی نوکوم اسرائیلی روایات چه دعادیانوپه باره کښی راغلی دی چه هغوی سل ذراعه وؤ یاپه دوی کښی عوج والاسړی اسمات ته رسیدلو داروایات بی اعتباره دی (وَاذْكُرُوا) داتاکید ددعوت دی په ذکردنعمتونوسره دپاره دترغیب -
[۷۰] دا طریقه دتکذیب دهغوی وه یعنی دتوحید نه تعجب کول الوسی وئیلی دی چه دا ډیرانهماک دهغوی وؤ په تقلید داباؤکښی (أَجِئْتَنَا) ئی ددی وجی نه اوئیل چه دې دنعمت نه مخکښی دهغوی نه جدا اوسیدلو لکه چه زمونږ نبی ﷺ په حراء کښی اوسیدلو مخکښی دنبوت نه یاداقول په طریقه داستهزاء سره دی چه دوی وئیل آیا ته دآسمان نه ددی خبری دپاره راغلی ئی یاداچه نوی مسئلی راوړلونه دی کنایه اوکړه په نوی راتللو دهغه سره دادلیل دی چه دهغوی (اودارنگ دټولومشرکانو) جگړه په نفس عبادت کښی ده صرف په اللّه تعالٰی کښی نه ده بلکه په توحید کښی وه چه هغوی دعا، سجدی، نذروغیره اللّه تعالٰی لره خاص نه منوبلکه نورئی ورسره په دی کښی حق دار گنړل اوداسی په سورة اسراء(۴۶) اوصافات (۳۵) اوص (۵) کښی هم دی -
[۷۱] (قَدْ وَقَعَ) په معنیٰ دوجب دی په سبب ددغه ویناسره (رِجْسٌ) عذاب یا دزړونو زنگ - (أَسْمَاءٍ) ددی نه مراد هغه صفات دی چه دوی به خپلومعبودانولره منل اودهغی په باره کښی به ئي درسول سره جگړه کوله - لکه دی زمانه کښی وائی دبادوبابا، دگوذن بابا، داتاگنج بخش او غوث اعظم وغیره دانومونه دهغه بزرگانو روستو خلقو ایښی دی قرآن او سنت کښی په هغی څه دلیل نیشته - اودا تسمیه دموراوپلار دطرف نه نه وی بلکه په شرکی عقیدی سره دمشرکانومشرانو اوکشرانودطرف نه وی (آبَاؤُكُمْ) رد دی په تقلید دآباؤباندی په شرکی نوم ذکر کولو کښی (مَا نَزَّلَ) اشاره ده چه دشرک (اودهری عقیدی) داثبات دپاره دلیل منزله (آیاتونه اواحادیث) په کاروی په غیرمنزل دلیلونوسره عقیده نه ثابتیږی -