وَلَوْ أَنَّنَا ۳۳۸ الأعراف

فَأَنْجَيْنَاهُ وَالَّذِينَ مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِنَّا وَقَطَعْنَا دَابِرَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَمَا كَانُوا مُؤْمِنِينَ ﴿۷۲﴾ وَإِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ قَدْ جَاءَتْكُمْ بَيِّنَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ هَذِهِ نَاقَةُ اللَّهِ لَكُمْ آيَةً فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِي أَرْضِ اللَّهِ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۷۳﴾

پس بچ کړو مونږدی او هغه کسان چه دده ملگری ؤو په سبب درحمت زمونږ اوپری کړی مونو جرړی دهغه کسانو چه دروغژن ئی گنړل آیاتونه زمونږ اونه ؤو دوی مؤمنان ﴿۷۲﴾
اولیږلی ؤو مونږثمودیانوته روردهغوی صالح علیه السلام اوئیل هغه ای قومه ځما بندگئ‌ خاص کړئ اللّه تعالٰی لره نیشته تاسولره هیڅ څوک مددگار سیوادهغه نه یقیناً راغلی ده تاسوته ښکاره معجزه دطرف درب ستاسو نه داده اوښه د اللّه تعالٰی تاسولره معجزه پس پریږدئ‌ داچه خورا ک کوی په ځمکه د اللّه تعالٰی کښی اومه رسوئ هغی ته هیڅ تکلیف پس اوبه نیسی تاسولره عذاب دردناک ﴿۷۳﴾

[۷۲] په دی کښی دنجات سبب ئی رحمت وئیلی دی اورحمت په اصل کښی توفیق دایمان اوتوحید دی اودا رحمت خاصه دی اواشاره ده چه دانبیاؤ اودهغوی دملگرو نجات دهغوی د عمل په وجه (وجوبی) سره نه دی (دَابِرَ الَّذِينَ كَذَّبُوا) په دی کښی استیصالی عذاب مراد دی چه ټول نسل ئی ورله تباه کړو (وَمَا كَانُوا مُؤْمِنِينَ) دا عطف دی په كَذَّبُوا باندی یعنی تکذیب او عدم ایمان سبب دی دپاره دعذاب ددوی عذاب ئی په سورة حٓم سجده (۱۶) احقاف (۲۴) او الحاقه (۶) کښی ذکر دی -
[۷۳] دادریم دلیل نقلی دی په مسئله دتوحید باندی - ثمود ځوی دعاد وؤ بیا دهغ نسل ته قبیله دثمود وئیلی کیږی - اوصالح په پنځه پشته کښی دثمود په اولاد کښی وؤ اودوی دحجاز اوشام په مینځ کښی په لاره دتبوک باندی آباد وؤ اوس هغه ځای ته مدائن صالح وائی اوهغه کنډرات دی په دی آیت کښی دهود علیه السلام دعوت دتوحید ذکر دی بیا دهغه دقوم طلب دمعجزی دوجی نه دوی ته ئی اظهاردمعجزی اوکړو (بَيِّنَةٌ) معجزی سره اظهار درسالت او اثبات دتوحید کیږی ددی وجی نه هغه ته بینه وئیلی شی - (مِنْ رَبِّكُمْ) کښی اشاره ده چه معجزه دنبی اختیارکښی نه وی (هَذِهِ نَاقَةُ اللَّهِ) دابیان دمعجزی دی - نَاقَةُ اللَّهِ اضافت اللّه تعالٰی ته دمخلوق دی خالق ته اوتخصیص ئی دوجی دشرافت نه دی اوبله وجه داده چه بغیرداسبابو ظاهریونه پیداشوه اواضافت په ارضِ اللّهِ کښی همدغه مخکښی په شان دی (تَأْكُلْ فِي أَرْضِ اللَّهِ) مراد دادی چه په تاسوباندی ددی رزق اومشقت نیشته لیکن ددی بی عزتی مه کوئ‌ دادلیل دی چه دمعجزی بی عزتی کول سبب دعذاب دی -