وَلَوْ أَنَّنَا ۳۳۹ الأعراف

وَاذْكُرُوا إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَاءَ مِنْ بَعْدِ عَادٍ وَبَوَّأَكُمْ فِي الْأَرْضِ تَتَّخِذُونَ مِنْ سُهُولِهَا قُصُورًا وَتَنْحِتُونَ الْجِبَالَ بُيُوتًا فَاذْكُرُوا آلَاءَ اللَّهِ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ ﴿۷۴﴾ قَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا مِنْ قَوْمِهِ لِلَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِمَنْ آمَنَ مِنْهُمْ أَتَعْلَمُونَ أَنَّ صَالِحًا مُرْسَلٌ مِنْ رَبِّهِ قَالُوا إِنَّا بِمَا أُرْسِلَ بِهِ مُؤْمِنُونَ ﴿۷۵﴾ قَالَ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا بِالَّذِي آمَنْتُمْ بِهِ كَافِرُونَ ﴿۷۶﴾ فَعَقَرُوا النَّاقَةَ وَعَتَوْا عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ وَقَالُوا يَا صَالِحُ ائْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿۷۷﴾

اویادکړئ‌ کوم وخت چه اوگرځولئ اللّه تعالٰی تاسو ابادوونکی دځمکی پس دعادیانونه اوځای ئی درکړوتاسوته په ځمکه کښی جوړوئ تاسو دمیدانونودهغی نه بنگلی او کنئ دغرونونه کوټی پس یادکړئ‌ نعمتونه د اللّه تعالٰی اومه گرځئ په ځمکه کښی روانی کؤونکی ﴿۷۴﴾
اوئیل غټانو هغه چه لوی ئی کړی وه (دمال دوجی نه) دقوم دهغه نه هغه چاته چه کمزوری گنړل کیدل (دوجی دغریبئ نه) هغه چاته چه ایمان ئی راوړی وو ددوی نه آیا تاسویقین کوئ چه صالح علیه السلام رسول دی دطرف درب خپل نه دوی اوئیل یقیناً مونږ په هغه (څه) چه دی رالیږلی شوی دی په هغی باندی ایمان راوړی دی ﴿۷۵﴾
اوئیل هغه چاچه ځان ئی لوی گنړلو یقیناً په هغه څه چه ایمان راوړی تاسوپه هغی باندی انکارکؤونکی یو ﴿۷۶﴾
پس هلاکه کړه دوی اوښه نافرمانی اوکړه دوی دحکم درب خپل نه او اوئیل دوی ای صالح علیه السلام راوړه مونږته هغه عذاب چه ته پری مونږ ویروی که ئی ته د پیغمبرانونه ﴿۷۷﴾

[۷۴] په دی آیت کښی تذکیردی په نعمتونوسره دپاره ددی چه توحید اومنئ نعمتونه دعادیانو نفسی او بدنی وؤ اونعمتونه دثمودیانو دابادو او دصنعت کارئ وؤ (سُهُولِهَا) یعنی په میدانی ځمکه کښی ئی دنگی بنگلی بی ضرورته جوړلی اوپه غرونوکښی هم دگټو آبادئ ئی کولی اوقوم ثمود دعماراتو او گټوپه تراش کولوکښی ډیرهنرمند وؤ اوددی وجی نه ډیرسرمایه دار وو (مُفْسِدِينَ) فساد عظیم داوؤ چه نهه کسان وؤ اوخلق به ئی ایمان اودملگرتیا دصالح علیه السلام نه منع کول لکه په سورة نمل (۴۸) کښی دی -
[۷۵] په دی قوم کښی سرمایه داران ډیروؤ نود هغوی دکفردوجی ددی نه وؤ چه ځان ئی لوی گنړلوځکه ئی دلته (اسْتَكْبَرُوا) اوئیل (اسْتُضْعِفُوا) کمزوری دهغوی دوجی دغریبئ‌ یا دنسب دوجی نه وه اوحدیث حرقل (چه بخاری ذکر کړی دی) کښی دی چه تابعدار دانبیاء علیهم السلام ضعفاء‌ دقوم وی لیکن لفظ دباب استفعال او صیغه دمجهول دلالت کوی چه هغوی په حقیقت کښی ضعیف نه وو بلکه مخالیفونو ضعیف گنړل (لِمَنْ آمَنَ) اشاره ده چه ټولو ضعفاؤ ایمان نه وؤ راوړی (أَتَعْلَمُونَ) داوینا ددوی په طریقه ددباؤ اچولو وه په مؤمنانوباندی لیکن هغوی په ترقئ‌ سره جواب ورکړو یعنی صرف صالح باندی ایمان نه دی بلکه په مسئله دتوحید باندی هم مونږ ایمان راوړی دی نومخالفت ډیرښکاره شو -
[۷۶] داهم بیان داستکباراو ضدی ددوی دی اواشاره ده چه مونږستاستو دوجی نه ایمان نه راوړوځکه چه زمونږاوستاسوپه مینځ کښی ډیرفرق دی -
[۷۷] (فَعَقَرُوا) عقرپه اصل کښی خپو پری کولوته وائی لیکن دلته مراد نحردی نحرداوښی یوکس اوکړو لکه په سورة قمر(۲۹) کښی دی دهغه نوم قدار بن سالف ذکرشوی دی اوحدیث دمسلم کی دی (رَجُلٌ عَزِیزٌ عَارِمٌ خَبِیثٌ مَنِیعٌ فِی رَهْطِهِ مِثلَ اَبِی زَمعَةَ) یامراد داچه اول ئی ورله خپی پری کړی بیائی مړه کړه - اونوراته کسان ورسره ملگری وؤ (عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ) امرپه (۳۷) کښی ذکروؤ (مِنَ الْمُرْسَلِينَ) دادلیل دی چه دوی ډیرمفسدان وؤ درسالت نه منکروؤ اوقوم عاد رسول ته (الصَّادِقِينَ) وئیلی وؤ یعنی صرف تکذیب ئی کوؤ په اخباردعذاب کښی -