وَلَوْ أَنَّنَا ۳۴۰ الأعراف

فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ ﴿۷۸﴾ فَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَةَ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ وَلَكِنْ لَا تُحِبُّونَ النَّاصِحِينَ ﴿۷۹﴾ وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُمْ بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِنَ الْعَالَمِينَ ﴿۸۰﴾ إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِنْ دُونِ النِّسَاءِ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ مُسْرِفُونَ ﴿۸۱﴾

پس اونیو دوی لره زلزلی پس شول دوی په خپل کلی کښی پړمخی پراته (مړه) ﴿۷۸﴾
پس روان شو صالح علیه السلام ددوی نه او اوئیل ئي ای قومه زما رسولی دی ماتاسوته پیغام درب خپل او خیر می لټولی دی تاسولره اولیکن نه خوښوئ تاسو خیرخواهان خپل ﴿۷۹﴾
(اولیږلی ؤومونږ) لوط علیه السلام کوم وخت چه اوئیل ده قوم خپل ته آیا کوئ تاسوبدکاری چه مخکی ستاسونه نه دی کړی داکارهیچ چا دخلقو نه ﴿۸۰﴾
یقیناً خامخا تاسوراتلل کوئ نارینوته په شهوت سره تیروتونکی یئ دزنانونه بلکه تاسو قوم مشرکان یئ‌ ﴿۸۱﴾

[۷۸] (الرَّجْفَةُ) زلزله دځمکی ده - اوسورة هود کښی (صیحه) ده یعنی دواړه عذابونه په دوی باندی جمع شوی وؤ یا درجفه نه مراد تزلزل د زړه دی په سبب دصیحه سره یامراد دصیحه نه هیبت ناک آواز دی په وخت دسخت زلزله کښی اوپه زلزلی سره ددوی ټول مکانات اوغورزیدل (فَأَصْبَحُوا) دلالت کوی چه عذاب دشپی راغلی وؤ (دَارِ) په معنیٰ دهغه کلی دی چه مشتمل وی په ډیروکوټوباندی ددی وجی نه مفرد ذکرشو (جَاثِمِينَ) دجثم نه دی په معنیٰ د جوختیدلو په ځمکه باندی اودارنگ کیناستل په زنگنونو باندی دواړه معنی لسان العرب کښی ذکر دی -
[۷۹] (يَا قَوْمِ) سوال: دادی چه دا مړوته خطاب دی معلومه شوه چه مړی اوری؟ جواب (۱): داخطاب دعذاب دراتلونه مخکښی دی لکه چه دسورة هود ترتیب نه معلومیږی - جواب (۲): داخطاب په طریقه دمعجزی دی لکه په واقعه دبدرکښی داسی شوی وؤ اومعجزه په نبی پوری خاص وی -
[۸۰] دا څلورمه واقعه ده ددی تعلق دسورة ددوهمی دعویٰ سره دی چه لوط علیه السلام قوم لره دشیطان دتابعدارئ نه منع کړی وؤ خوهغوی منع نه شول نوعذاب پری راغی اوداقوم په شرک کښی هم مبتلاوؤ - لوط علیه السلام ددی قوم دنسب نه نه وؤ بلکه وراره وؤ دابراهیم علیه السلام (لوط بن هاران بن تارخ (آذر) ددی وجی نه اخوهم ئی اونه وئیل بیا د مَا سَبَقَكُمْ لفظ نه معلومه شوه چه ددی قبیح گناه ایجاد دی قوم کړی وؤ نودا لوی گناه دی په نسبت دهغی چه دبل تابعداری کوی دارنگ یوبدعت کول دی اوبل بدعت ایجاد کول دی دادوهم داول نه غټ گناه دی (لِقَوْمِهِ) داقوم دهغه په دی اعتباروؤ چه هغوی دقیام (نظام دینی دپاره) رالیږلی شوی وؤ یاپه دی وجه چه چه سخرگنئ دلوط علیه السلام وه (الْفَاحِشَةَ) هغه گناه چه ښکاره وی اوعقل او عرف کښی سره دشرع نه بدگنړلی کیږی قرطبی وئیلی دی چه زناته ئی قرآن کښی فاحشه وئیلی ده اودی عمل دقوم لوط ته ئی هم فاحشه اوئیله معلومه شوه چه په دی عمل باندی هم سزا دزنا به جاری کیږی -
[۸۱] دابیان دهغه فاحشه دی (مُسْرِفُونَ) نه مراد مشرکان دی اودارنگ ددی تفسیرپه سورة عنکبوت (۲۹) کښی راغلی دی -