وَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَنْ قَالُوا أَخْرِجُوهُمْ مِنْ قَرْيَتِكُمْ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ ﴿۸۲﴾ فَأَنْجَيْنَاهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ ﴿۸۳﴾ وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ مَطَرًا فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِينَ ﴿۸۴﴾
اونه وو جواب دقوم دهغه مگرداچه وئیل دوی اوباسئ دوی لره دکلی ستاسونه یقیناً دوی داسی خلق دی چه ځان پاک گنړی ﴿۸۲﴾
پس بچ کړومونږدی اوکورنئ دده مگرښځه دده وه هغه دپاتی کیدونکونه (په عذاب کښی) ﴿۸۳﴾
راوورو مونږپه دوی باندی ناآشنا باران پس اوگوره چه څنگه وو انجام دمجرمانو ﴿۸۴﴾
[۸۲] ددی قوم یوجواب دادی اوداسی په سورة نمل (۵۶) کښی دی اوبل جواب ددوی په سورة عنکبوت (۲۹) کښی دی اوپه دواړه کښی طریقه دحصرده نوفرق دادی چه داجواب ددوی په باره دلوط علیه السلام کښی وؤ اوهغه دسورة عنکبوت جواب په باره دخپلوځانونوکښی دی (أَخْرِجُوهُمْ) لنخرجن ئی نه دی وئیلی اشاره ده چه داقوم په سبب ددی خسیس عمل سره بی غیرته شوی وؤ یوبل ته وائی چه دوی اوباسئ (إِنَّهُمْ أُنَاسٌ) داوینا دهغوی په طریقه دمسخری سره وه قتاده وئیلی دی عَابُوهُم واللّهِ بِغَیْرِعَیْبً (قسم په اللّه تعالٰی چه دوی دهغوی نقصان وئیلوبغیر د عیب نه په هغوی کښی) -
[۸۳] ښځه دلوط علیه السلام مشرکه وه ځکه عذاب کښی پاتی شوه داپه سورة تحریم (۱۰) کښی ذکردی - (وَأَهْلَهُ) دسورة ذاریات (۳۶) نه معلومه ده چه سیوادکور دهغه نه بل چا ایمان نه وؤ راوړی اوتاریخ کښی لیکلی دی چه دهغه صرف دوه لونړه وی (الْغَابِرِينَ) غبرداضدادونه دی تیرشوی او باقی پاتی شوی دواړو ته وئیلی شی دلته دوهمه معنیٰ مراد ده - اوصیغه دمذکرکښی اشاره ده چه ددی ښځی عذاب هم په شان دنارینه دهغه قوم وؤ اگرچه سبب ئی جداجدا وؤ -
[۸۴] دی آیت کښی ددوی یوقسم عذاب ذکرشو یعنی باران دکانړو په دلیل د مطراً نکره سره اوپه سورة هود (۸۲) اوحجر (۷۴) نورعذابونه هم ذکر شوی دی دلته ددی یوعذاب ذکرخاص اوشو اشاره ده چه اصل عذاب دهلاکت ددوی دایو وؤ اونورورسره مقدمات دعذاب وؤ اودارنگ داسزا دداسی عمل کوونکو په دنیاکښی هم ده -