وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ قَدْ جَاءَتْكُمْ بَيِّنَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ فَأَوْفُوا الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۸۵﴾ وَلَا تَقْعُدُوا بِكُلِّ صِرَاطٍ تُوعِدُونَ وَتَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِهِ وَتَبْغُونَهَا عِوَجًا وَاذْكُرُوا إِذْ كُنْتُمْ قَلِيلًا فَكَثَّرَكُمْ وَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ ﴿۸۶﴾ وَإِنْ كَانَ طَائِفَةٌ مِنْكُمْ آمَنُوا بِالَّذِي أُرْسِلْتُ بِهِ وَطَائِفَةٌ لَمْ يُؤْمِنُوا فَاصْبِرُوا حَتَّى يَحْكُمَ اللَّهُ بَيْنَنَا وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ ﴿۸۷﴾
اولیږلی وو مونږمدین والوته رور دهغوی شعیب علیه السلام اوئیل ده ای قومه ځما بندگی خاص کړئ اللّه تعالٰی لره نیشته تاسولره هیڅ مددگار سیوا د اللّه تعالٰی نه یقیناً راغلی ده تاسوته ښکاره معجزه دطرف درب ستاسونه پس پوره کوئ پیمانه اوتله اومه کموئ دخلقونه مالونه دهغوی اوورانی مه کوئ په ځمکه کښی پس داصلاح دهغی نه داکارونه فائدی والا دی تاسولره که یئ تاسو ایمان والا ﴿۸۵﴾
اومه کینئ په هره لارکښی چه ویروئ اومنع کوئ د لاری د اللّه تعالٰی نه هغه څوک چه ایمان راوړی په هغه اولټوئ په دی کښی کوږوالی اویادکړئ هغه وخت چه وئ تاسولږ پس ډیرئی کړلئ تاسو او اوگورئ څرنگ ؤو انجام د روانی کؤونکو ﴿۸۶﴾
اوکه وی یوه ډله ستاسونه چه ایمان لری په هغه څه چه رالیږلی شوی یم زه په هغی اوبله ډله وی چه ایما ن نه لری پس انتظار اوکړئ تردی چه فیصله اوکړی اللّه تعالٰی په مینځ زمونږکښی اوهغه غوره فیصله کؤونکی ﴿۸۷﴾
[۸۵] داپنځمه واقعه ده ددوهمی دعوی سره تعلق لری دلیل نقلی دی په مسئله دتوحید باندی اومنع کول دقوم دی دتابعدارئ دشیطان نه په باره دحرامه آمدنئ کښی - مدین ځوی وؤ دابراهیم علیه السلام اود هغه په نوم سره داښارمشهورشو اوشعیب علیه السلام په دوه پشته کښی داولاد دمدین نه وؤ اوده ته خطیب الانبیاء وئیلی کیږی - په دی قصه کښی اول دعوت دتوحید دی بیااثبات درسالت اوذکردمعجزی (چه معین نه ده) دی بیا دعوت دی احکامومالیوته دپاره داصلاح بیانهی ده دعام افساد نه (بَيِّنَةٌ) دی نه معجزه مراد ده لیکن قرآن اوسنت کښی دهغی څه تعیین نیشته (الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ) په سورة هود (۸۵) کښی المیکال لفظ دی وجه دفرق داده چه دلته دالکیل والمیزان نه معنیٰ مصدری مراد ده اوپه هغه سورة کښی الَه دکیل اودوزن مراد ده (وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ) دالفظ شامل دی غلااوغضب اولوټ مار اوحیلی کول دپاره دحرام مال اخستلو وغیره (بَعْدَ إِصْلَاحِهَا) په بعثت دانبیاؤ علیهم السلام اورالیږل داحکاموشرعیوسره (إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ) یعنی خیر (ثواب) به هغه وخت وی چه تاسوایمان راوړئ یاخیرنه مراد خیریت دی په وصف دانسانیت کښی اوایمان نه مراد معنیٰ لغوی ده یا خطاب ددی وجی نه وؤ چه دوی دعویٰ دایمان کوله -
[۸۶] روستودذکر د ضلال نه اضلال ذکر کوی په منع سره (وَلَا تَقْعُدُوا) مراد صراط نه هغه لار ده چه دشعیب علیه السلام کورته رسوونکی وه اومراد دقعودنه ښکاره کیناستل دی یامراد دصراط نه کارونه ددین دی چه روستوئی هغی ته سببل اللّه وئیلی دی (تُوعِدُونَ) منع کول په دوه طریقی سره وؤ یودباؤکول او ویره ورکول دوهم په طریقه دشبهاتو اوطعنونوسره په حق والاباندی (وَتَبْغُونَهَا) تفسیردی ددوهمی معنی - (عِوَجًا) په زیردعین سره استعمالیږی په معنوی څیزونوکښی اوپه زَوَر سره په جسمونوکښی - (وَاذْكُرُوا) ترغیب دی (وَانْظُرُوا) تخویف دی (قَلِيلًا) په اعبتار دمال یادعدد داشخاصوسره اودا اوامرنواهی اوترغیب اوتخویف ذکرکول په تبلیغ کښی صفت دخطابت دی ځکه ده ته خطیب وئیلی کیدلو (الْمُفْسِدِينَ) دالفظ شامل دی ددوی شرک، حرام خورئ اودحق منع کولوته -
[۸۷] داهم داخل دی په قول دشعیب علیه السلام کښی او دی ته محاکمه ددعوت وئیلی شی اوتخویف دی په نرم عنوان سره (فَاصْبِرُوا) په معنیٰ دانتظار دی په معنیٰ دصبراوکلک کیدلونه دی ځکه چه په غلط دین باندی دمضبوط کیدلو امر نبی نه کوی لفظ دحاکمین دلیل دی چه انسان ته هم حاکم وئیل جائزدی - اوخیرپه حکم د اللّه تعالٰی کښی دادی چه هغه پوخ وی اوبناوی په عدل کامل اوڅوک ئی مقابله نشی کولی -