قَالَ الْمَلَأُ ۳۴۳ الأعراف

قَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا مِنْ قَوْمِهِ لَنُخْرِجَنَّكَ يَا شُعَيْبُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَكَ مِنْ قَرْيَتِنَا أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا قَالَ أَوَلَوْ كُنَّا كَارِهِينَ ﴿۸۸﴾ قَدِ افْتَرَيْنَا عَلَى اللَّهِ كَذِبًا إِنْ عُدْنَا فِي مِلَّتِكُمْ بَعْدَ إِذْ نَجَّانَا اللَّهُ مِنْهَا وَمَا يَكُونُ لَنَا أَنْ نَعُودَ فِيهَا إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّنَا وَسِعَ رَبُّنَا كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا عَلَى اللَّهِ تَوَكَّلْنَا رَبَّنَا افْتَحْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ قَوْمِنَا بِالْحَقِّ وَأَنْتَ خَيْرُ الْفَاتِحِينَ ﴿۸۹﴾

اوئیل غټانو هغه چه لوئی کړی وه دقوم دهغه نه خامخابه اوباسو مونږتا ای شعیبه اوهغه څوک چه ایمان ئی راوړی دی ستا په ملگرتیا کښی دکلی زمونږنه یابه واپس شئ په دین زمونږ کښی اوئیل هغه اگرچه مونږبد گنړو ﴿۸۸﴾
یقیناً مونږجوړکړی به وی په اللّه تعالٰی باندی دروغ که چیری واپس شو مونږپه دین ستاسو کښی پس دهغی نه چه بچ ساتلی یو مونږ اللّه دهغی نه اونه دی جائز مونږلره چه واپس شودین ستاسو ته مگرداچه اوغواړی اللّه تعالٰی رب زمونږ، را گیرکړی دی رب ځمونږ هرڅیز لره په خپل علم کی خاص په اللّه تعالٰی باندی ځان سپاریدلی دی مونږ ، ای ربه زمونږ فیصله اوکړی په مینځ زمونږاوپه مینځ دقوم زمونږکښی حقه فیصله اوته غوره د فیصله کوؤنکو نه ئي ﴿۸۹﴾

[۸۸] په دی آیت کښی طریقه دتکذیب دهغوی ذکرده (أَوْ لَتَعُودُنَّ) سوال دادی چه عود په معنیٰ دواپس کیدلودی مخکښی حال ته نوشعیب علیه السلام خومخکښی ددوی ملت کښی نه وؤ؟ جواب دادی چه هرکله شعیب علیه السلام دنبوت نه مخکښی چپ وؤ نودوی خیال اوکړوچه دی زمونږملگری وؤ په دین کښی (اسْتَكْبَرُوا) دوی هم سرمایه داروؤ ددی وجی ددوی په وصف کښی استکبار ذکر کړو په شان دثمودیانو (قَالَ أَوَلَوْ كُنَّا كَارِهِينَ) داجواب دی دطرف دشعیب علیه السلام نه پوخ جواب دی په نرمه لهجه سره چه مونږخوستاسو دین بد گنړو -
[۸۹] دا آیت هم دقال دلاندی داخل دی قول دشعیب علیه السلام دی دلالت کوی چه مرتد کیدل ډیرلوی گناه دی داپه اللّه تعالٰی باندی افتراء‌ کول دی اوپه دی کښی اشاره ده چه بدگنړل دعود کفرته پوره ایمان دی لکه حدیث د "ذَاقَ طَعْمَ الْایمان" کښ دی (إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ) دااستثناء منقطع ده یامتصل مفرغ هم کیدی شی اومقصد په دی کښی تفویض الی اللّه تعالٰی دی تعلیق مراد نه دی اوداصریح دلیل دی چه کفرهم په مشیت د اللّه تعالٰی کښی داخل دی (وَسِعَ رَبُّنَا) دادوه جملی په طریقه دوسیلی سره دی په صفاتو د اللّه تعالٰی سره اوورپسی په (رَبَّنَا افْتَحْ) سره دعا ده رَبَّنَا افْتَحْ دادعا دشرده په لهجه ددعا دخیرکښی اوداهم خطابت دشیعب علیه السلام دی -