وَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ لَئِنِ اتَّبَعْتُمْ شُعَيْبًا إِنَّكُمْ إِذًا لَخَاسِرُونَ ﴿۹۰﴾ فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ ﴿۹۱﴾ الَّذِينَ كَذَّبُوا شُعَيْبًا كَأَنْ لَمْ يَغْنَوْا فِيهَا الَّذِينَ كَذَّبُوا شُعَيْبًا كَانُوا هُمُ الْخَاسِرِينَ ﴿۹۲﴾ فَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَاتِ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ فَكَيْفَ آسَى عَلَى قَوْمٍ كَافِرِينَ ﴿۹۳﴾ وَمَا أَرْسَلْنَا فِي قَرْيَةٍ مِنْ نَبِيٍّ إِلَّا أَخَذْنَا أَهْلَهَا بِالْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ لَعَلَّهُمْ يَضَّرَّعُونَ ﴿۹۴﴾ ثُمَّ بَدَّلْنَا مَكَانَ السَّيِّئَةِ الْحَسَنَةَ حَتَّى عَفَوْا وَقَالُوا قَدْ مَسَّ آبَاءَنَا الضَّرَّاءُ وَالسَّرَّاءُ فَأَخَذْنَاهُمْ بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۹۵﴾
او اوئیل غټانو هغه کسان چه کفرئی کړی ؤو دقوم دهغه نه که تاسوتابعداری اوکړه دشعیب علیه السلام یقیناً تاسوبه شئ دتاوان والونه ﴿۹۰﴾
پس اونیوو دوی لره زلزلی پس شول دوی په کلی خپل کښی پړمخی پراته (مړه) ﴿۹۱﴾
هغه کسان چه دروغژن ئی گنړوشعیب علیه السلام گویا که نه وو دیره شوی په هغی کښی هغه کسان چه دروغژن ئی اوگنړو شعیب علیه السلام شول دوی تاوان والا ﴿۹۲﴾
پس روان شو ددوی نه او اوویل ده ای قومه ځما یقیناً رسولی دی ماتاسوته پیغامونه درب خپل اوخیرمی لټولی دی ستاسو پس څنگه خفگان اوکړم په (هلاکت د) قوم کافرانوباندی ﴿۹۳﴾
اونه دی لیږلی مونږ هیڅ کلی کښی پیغمبر (چه هغوی انکاراوکړو) مگراونیول مونږاوسیدونکی دهغی په سختو دمال او په مرضونوسره دی دپاره چه دوی عاجزی اوکړی (اللّه تعالٰی ته) ﴿۹۴﴾
بیابدل کړه مونږپه ځای دسختئ خوشحالی تردی پوری چه زیات شو دوی اواوئیل دوی یقیناً رسیدلی دی مشرانوزمونږته ضرراوخوشحالئ پس اونیول مونږدوی لره ناگاهه او دوی نه پوهیدل ﴿۹۵﴾
[۹۰] اوهرکله چه دباؤ دهغوی هیڅ فائده اونه کړه نوبله طریقه ئی اختیارکړله چه هغه منع کول وؤ مؤمنانولره ایمان نه اتباع دنبی ته ئی خسران اوئیلو دازعم دباطل پرستو دی -
[۹۱] ددوی هم بل عذاب صیحه ده چه په سورة هود (۹۴) کښی ذکر دی داآیت په شان د (۷۸) دی -
[۹۲] داپه مقابله دکافرانو کښی ده هغوی وئیل چه تابعداری دشعیب علیه السلام سبب دخسران دی (الَّذِينَ كَذَّبُوا) مبتداء ده اوخبرئی محذوف دی یعنی فنوا (فناشول) (يَغْنَوْا) داد غنی نه ماخوذ دی (دیره کیدل په یومکانی کښی په عیش اوعشرت سره) (كَانُوا هُمُ الْخَاسِرِينَ) داحصرپه نسبت د اتبعتم سره دی یعنی حصر اضافی دی -
[۹۳] دا دلیل دی چه کله په کافرانو اوظالمانوعذاب اومرگ راشی نوپه هغی باندی غم او خفگان نه دی په کار داسی آیت په (۷۹) کښی تیرشو - فرق دادی چه هغه رسالة مفرد وؤ اودلته جمع ده وجه داده چه شعیب علیه السلام په خپل دعوت کښی ډیرپیغامات ذکر کړل (آسَى) غمخوری اوهمدردی کولوته وئیلی شی (عَلَى قَوْمٍ) نه علٰی عذابهم مراد دی نوکه دهغوی په کفرباند خفگان کوی نوجائز دی لکه نورو نصوصو نه معلومیږی -
[۹۴] دادری آیتونه دمخکښی سره تعلق لری چه په دی قومونو باندی امتحان د مصیبتونواوبیا دنعمتونوراغلی وؤ اشاره ده چه اللّه تعالٰی ددی قومونوهیڅ معذرت نه دی پریښودلی په هری طریقی سره دوی ته سبب دهدایت جوړکړی وؤ اودی ته ابتلاء بالنعم و النقم وئیلی شی لکه په سورة انعام (۴۲) کښی دی إِلَّا أَخَذْنَا) ددی نه مخکښی کذبوا پټ دی چه دلیل په هغی باندی تیرشوی قصی دی (بِالْبَأْسَاءِ) په سختئ کښی انسان اکثر اللّه تعالٰی ته رجوع کوی اوتوبه کوی دائی ځکه مخکښی کړله -
[۹۵] په دی آیت کښی ابتلاء بالنعم ذکرکوی (الْحَسَنَةَ) نه مراد وسعت دمالونواوصحت دبدنونودی - (عَفَوْا) زیات شول، عفوزیاتیدلوته وائی لکه حدیث کښی راځی واغفواللحی، زیاتی کړئ ږیری - (وَقَالُوا قَدْ مَسَّ) یعنی دوی وئیل چه د ا د زمانی رفتار او انقلاب دی چه کله تکلیف وی اوکله خوشحالی دادگناهونوپه وجه سره نه دی دا لوی قسوة (سخت والی) د زړونو دی چه په هیڅ حالت کښی اللّه تعالٰی ته رجوع نه کوی دا سبب دعذاب دی (بَغْتَةً) چه تاریخ اووخت او ورځ ئی معلوم نه وی سره دغفلت نه دی ته بغتة وئیلی شی اگرچه علامات راغلی وی لیکن دهغی نه عبرت نه اخلی -