وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ وَلَكِنْ كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۹۶﴾ أَفَأَمِنَ أَهْلُ الْقُرَى أَنْ يَأْتِيَهُمْ بَأْسُنَا بَيَاتًا وَهُمْ نَائِمُونَ ﴿۹۷﴾ أَوَأَمِنَ أَهْلُ الْقُرَى أَنْ يَأْتِيَهُمْ بَأْسُنَا ضُحًى وَهُمْ يَلْعَبُونَ ﴿۹۸﴾
اوکه یقیناً دی کلووالوایمان راوړی وی اوځان ئی بچ کړی وی دشرک نه خامخاپرانستی به وومونږ په دوی باندی برکتونه دآسمان اوځمکی نه لیکن دوی دروغژن اوگنړل (پیغمبران) پس اونیول مونږدوی (په عذاب سره) په سبب دعملونوچه دوی کول ﴿۹۶﴾
آیاپه امن دی داکلووالا ددی نه چه رابه شی دوی ته عذاب زمونږ دشپی او دوی به اوده وی ﴿۹۷﴾
اوآیا بچ به شی داکلووالا ددی نه چه رابه شی دوی ته عذاب ځمونږ په وخت دساخت کښی اودوی به لوبی کوی ﴿۹۸﴾
[۹۶] داهم تعلق لری دمحکښی واقعاتوسره مطلب دادی چه ایمان اودشرک نه ځان بچ کول سبب دنازلیدلو دبرکتونو دی لیکن هغه قومونوشرک اوکړو اود اللّه تعالٰی دحکم خلاف ئی اوکړو نوپه هغوی عذابونه راغلل اوپه دی آیت کښی مقصد وعظ دی روستو قومونوته چه ایمان اوتقویٰ حاصل کړی دپاره دترقئ دنیوی (بَرَكَاتٍ) نه مراد بارانونه اوبوټی غلی میوی او وسعت درزق دی داسی په سورة نوح (۱۲،۱۱) کښی ذکردی (فَأَخَذْنَاهُمْ) مراد ددی نه هغه مختلف عذابونه دی چه تیرشوی قومونوباندی راغلی وؤ -
[۹۷] داڅلورآیتونه دموجوده خلقوحال ذکرکوی کوم چه شرک کوی چه دوی هم د اللّه تعالٰی دعذاب نه نشی بچ کیدی که دشپی راځی او که دورځی راځی - په دی آیت کښی عذاب دشپی ذکرکړی دی (أَفَأَمِنَ) فادپاره دتعقیب ده او (الْقُرَى) نه مراد موجوده خلق دی یعنی روستودتکذیب نه دعذاب راتلل ضروری دی -
[۹۸] په دی آیت کښی عذاب دساخت وخت (دورځی) ذکردی اواشاره ده چه منکرین یاپه خوب اوده وی یاپه لوبوکښی مشغوله وی داددوی ژوند ددنیا دی چه په خوب او لعب کښی تیریږی معلومه شوه چه ټوله شپه خوب کول اودساخت وخت کښی لوبی کول دمؤمنانو دشان سره مناسب نه دی -